روژه که د غريبانو پسرلى؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ع. شريف زاد
د ژوندانه د سلوک او سبک لپاره ډير ښه فرصت،مرحله او زمينه  روژه ده. روژه يوازې ډوډې نه خوړل او نه څښل نه دي بلکې د ګناه څخه د سترګو، خولي او ځان ساتل دي چې د روژې اهميت بشپړوي. روژه نيول پاکي او تقوا ده.پرهيزکاري او اخلاص ده.انساني اخلاق او تهذ يب ده چې دا نسان نفس پاکوي او باطن باندې تکيه کوي. په پخوا نيو وختو کې د ټو لو اديانو

او بشري مذا هبو پريکړه وه. يوازې وخت او د خوړلو نوع توپيردرلود حتي تر دې چې په ځينو مذاهبو کې د کال په اوږدو کې د حيواناتو د غوښې نه پرهيز کېده او يوازې به ېې د سبزيو ځخه کار اخيست.
د روژې اجتماعي او فرهنګي ښېګڼې:
روژه د خداى (ج) حکم دى . وخت، وجوب، حد او ا هميت ېې په اسلامي ارکان کې معلوم دى.تاسې پوهيږي چې ټول انسانان له دوه بعدي يعني جسم او روح څخه مينځ ته راغلي دي چې د وخت په تيريدو سره بشپړ تکامل ته رسږي کمال ېې په دې کې دى چې انسان خپل روح د معنوي ارزښتونو پړاو ته رسوي او مخ په وړاندې ېې بيا يي، سره له دې چې روح له بدنه جلا نه دى ېعني د روح د جوړولو لپاره بايد له بدنه پيل شي.
روژه د مادي ،خوندونو، لذاتو کموالى له وجود څخه دى او ډيره پاملرنه د ننه نفس او معنوي روحياتو ته کيږي.معنوي او اخلاقي برخې د انسان په ژوند کې ارزش پيدا کوي او په انسانا نو کې بدلون راځي چې بيا دغه بدلون د انسانانو په ژوند کې په ډاګه برېښي.په روژه کې ډير بې سارى امتيازونه شته چې د اسلامې فرهنګ غنا ډيره ښه ور باندې ښکاري بشپړ امانت داري او ستر دسپلين دى.
د روژې د نومونو په هکله:
رسول اکرم (ص) فرمايي: " رمضان" مه وايي  ددې لپاره چې د پروردګار عالم نوم دى بلکې ووايي چې د " رمضان مياشت". دا د عظمت مياشت ده او خداى (ج) ډير ارزښت ورکړى. د خداى(ج) مياشت، د خداى)ج( د ميلمستيا مياشت، د کلام الله د نزول مياشت، د برکت مياشت، د رحمت مياشت، او د بښنې مياشت، د ليدو او کتو مياشت.
معنوي نومونه ېې: پاکونکې،خا لص کونکې، صبر، توبه، برکت، استغفار،اطاعت، مسابقه
دريمه برخه نومونه ېې: د تلاوت مياشت،لمونځ، دعا، عبادت، او د قران (مجيد) دپسرلي مياشت
څلورمه برخه نومونه ېې: د مسلماني مياشت، مساوات، همدردي، د فقيرانو پسرلى، شرعي دستور له ا خلاقي وظايفو سره د نړۍ د مسلمانانو فرهنګي او مشترک پيغام.
او په پاى کې د خير او فلاح مياشت.د افغا نستان مظلومو، خوارو او غريبو، ځوريدلو او کړېدلو ولس!، يتيمو ماشومانو ، رنډو او کونډو، بې هېلې او نا اميده ړندو لوى خداى (ج) تاسې ته په همدې مبارکه مياشت کې سوله ، سوله ايزه ژوند په برخه کړي .
په در ناوي