د ولسمشریزی ټولټاکنو پر سر باندي د ولسمشر کورني او بهرنۍ شخړي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد سلطان شریفی
خبریال: محمد سلطان شریفی
پرون ورځ چي عیسوی کال ۲۰۱۳، د جولای اتمی نيټي سره سمون خوري، د کابل څخه د افغانستان یو مخکښ او په سیاسي ډګر کي یو فعال جنرال چي د خپل نوم د خپرولو څخه يې ډډه وکړه، د محمد سلطان شریفی سره د ټلیفون پر کرښه باندي پخپلو څرګنونو کي وویل، چی  ولسمشر حامد کرزي د بارک اوباما څخه یوار بیا د خپلي واکمنۍ د غځولو

غوښتنه کړېده، او ورته ویلي دي، چي زما نه بغیر به په افغانستان کي بې ثباتي راسي، نو بنآ هیله کوم چي په راتلونکي ولسمشرۍ ټاکنو کي یوار بیا زما ملا تړ وکړی.
د جنرال په وینا، د امریکې ولسمشر ښاغلي بارک اوباما د ولسمشر حامد کرزي دا غوښتنه رد کړېده او نوموړي ته يې په ځواب کي ویلی دي، چي هر څه زموږ په کنټرول کي دي، تاسو فکر مکوۍ، تاسو د خپلو دوو دورو د حکومت موده تېره کړه، پرېږده، چي نورور ته هم موقع ورکړل شي،  تاسو نور د ولسمشریزي ټاکنو لپاره د کانديدېدو چانس نه لرې.
دا راپور پداسي حال کی تر لاسه کیږي، چی ولسمشر حامد کرزي پخپله خوله څو څو ځله د خپل ځان د کاندیدېدو خبره رد کړېده. آن دا چی کرزي هندوستان ته د خپل سفر په ترڅ کی هم د هند د صدرعظم ښاغلي من موهند سنګ په وړاندي خبریالانو ته وویل، چی دی نور ستړی شوی دی. نور نغواړی چي په ولسمشریزی ټاکنو کي برخه واخلي.
جنرال زیاته کړه، چی د ولسمشر حامد کرزی دا ډول دوه مخی تګلاره عام ولس د وسواس سره مخ کړی دی او وايې چی په ۲۰۰۱ عیسوی کال کي د طالبانو د واکنمنۍ  تر رانسکورېدو را وروسته نوموړی تر اوسه هم پدې نه يوهیږي، چی ایا ولسمشر کرزي د دې غمځپلی ولس په غم کی دی، او که یوازی او یوازی د خپلي کرغېړني واکمنۍ په غم کي؟
دا راپور پداسی حال کی تر لاسه کیږي، چي څو اونۍ مخکي ښاغلي محمود کرزي د کندهار پوهنتون په انګړ کي محصلینو ته د خپلي وینا په ترڅ کی د راتلونکی ولسمشریزی ټولټاکنو  لپاره خپل مشر ورور قیوم کرزی کاندیدو اعلان وکړ او د ښاغلي قیوم کرزي څخه يې د خپل پوره ملاتړ اعلان وکړ.
د دې راپور څخه داسی انګېرنه کیږي، چی که چیری قضیې ته ښه ځیر سو، نو د بارک اوباما سره د راتلونکی کاندید پر سر باندی تر جنجالونو ورورسته کیدایسي، لږ موده وروسته د ولسمشر په کورنۍ کی د وروڼو تر منځ د ټولټاکنو پر سر د اخ او ډب ږغونه تر غوږ سي.