ع.شريف زاد
والقلم و ما يسطرون
قران (کلام الله ) کې د علم او معرفت اهميت يادونه کړې او واېې چې" قسم د ى په قلم او هغه څه چې دوى ېې ليکي" قلم په خپله نه ليکي هغه څه چې انسان ليکي په لس باندې ، په قلم انشا کوي،پس قلم فکر او سوچ کله د شعر په قالب کې کله د نثر کله بيا د تفسير او پيام په بڼه کې. قلم د علومو ساتونکى او اسلامي معارف دى.حافظه له مينځه
ځي خو قلم د حافظې منجي دي.قلم د فکرونو جادې سر نژدې کوي او د اجتماعي، فکري، مدني، سياسي برخو ترسيم کونکى دى. نو ځکه په اسلام کې ځان ته جايګاه لري " اقرا وربک الاکرم الذي علم بالقلم علم الانسان ما لم ېعلم" قلم د نړۍ ملتونو ترمنځ ديووالى، فکر او فره�
�ګ بيانګر دى . اسلامي فرهنګ د علم اهميت او زده کړې ته هڅونه کوي ، سوله رابلي ، انساني تمدن او انساني کرامت ته په ټولنه کې له هرڅه نه مخکې اهميت ورکوي چې نه پکې چل شته او نه ويره، نه په کې سياست شته او نه بېړه . په ټولنه کې لوى، واړه، يتيم ، خوار او بډاى ته په مساوي تو ګه ګوري.په ځواکمنې، پياوړې، اګاه او خبيرې ټولنې باندې تاکيد کوي چې سيالي ېې نه په ايزم کې شته او نه په دروغجنه پروپاګندې کې کوم چې ځينې انسانان له هرڅه نه منحرف کړي.اسلام د جهالت، تورې تيارې،انکار، دروغو او له انساني کرامت ليرې خواخوږى نه تښتي او هيځ وخت د ظالم او له ويره ډک استعباد سره
ملګرتيا نه کوى. اسلام وسايل او غايات، د مدني اګاه ژوند تا ريخي مسوليتونه، علم او عرفان له ايمان سره يو ځاى کوي او په روښانه دريځ د پوهې، علم ، ايمان، رښتيني درايت او امانت نه نمايندګي کوى. د وچ سياست،سازش او تشو پلمو خوا نه نيسي.ټولنه نه تخريبوي او تل د ټولنې په ابادي او عمراني کيدلو سره نژدې اړيکې لري منفي عمل او کړنه بده ګڼي ځکه دا کار منفي لور ته د ناوړو کارونو سبب ګرځي او. انسان له اخلاقو او سمو اهدافو څخه ليرې کوي او داسې يو شى ورنه جوړيږي چې خپل مصالح بيا له لاسه ورکوي. او طبيعي خبره ده چې انسان بد بخته کيږي او ټولنېزه تباهي مينځ ته راوړي. اس
لام دين او دنيا په جګره نه سره اچوي. دعلم او ايمان اړيکي ټينګ ساتي او ، حلال حلال ګڼي او حرام حرام . هيڅ وخت د فردي ګټو لپاره سا زش نه کوي او نه دداسې محافظه کاره تګلارې پيروى کوي چې په هغه کې د انسانانو نيمګړ تياوې ملګرې وي. انسانانو ته د اشرف المخلوقات په سترګه ګوري.دا واقعيت لرى چې خداى (ج) څخه دې علما وويريږي.
اسلامي فرهنګ انسان نه توهينوي، نفسي سرکشي تل محکوموي، په مهمو مسا يلو کې اساس لري او يواځې د خپلې خېټي په پريکړو چې د کمونستانو په وخت کې د روشنفکرۍ تر نوم لاندې ډيرې ناوړه پېښې کته او پورته شوى کفايت نه کوي زور او ظلم نه ېې هيڅکله پليتوب نه دى کړى او په ډيرو شيانو کې يي بشپړ مساوات، انصاف، برابري او خواخوږي ساتلې. اسلامي فرهنګ کرکه په هر نوم او هره پلمه چې وي نه مني. اسلام له بلې هر ې ايديالوژۍ نه عقل ته ازادي ورکړې چې پرمختګ او ابتکار وکړي او د اسلامې عقيدې، رسالت، مسوليت تر سيورى لاندې څېړنې پيل کړي. رسول اکرم (ص) د علم په زده کړې يادونه کړ چې د پ
وهې معراج په اسلام کې ډيرلوړ مقام لري.
اسلامي فرهنګ ټولنې ته بلنه ورکوي، د ټولنې اهداف تر سره کوي، د ټولنې ملاتړ کوي او له ټولنې سره تل خپل معيار ساتي. په ټولنه کې ښه غور،پلټنې، ثبوت، غوښتنې، عرف او عاداتونه مننه کوي.اوس د مبارکې روژې په راتګ سره چې د نړۍ د مسلمانانو لپاره چې يو ستر ازميښت دى څومره مسلمانان سره نژدې کوي چې دغه اسلامي رسالت ته پا ملرنه او په دې مبارکه مياشت کې ددوى خواخوږى لا هم زياته کړي
زه نه پوهيږم چې زمونږ سر مشاور، کوز مشاور، او يا د امنيت سلاکار دکوم فرهنګ نه ګړيږي چې دده په پټه غونډه اوشخصي قاموس کې زاري، عريضه، سنتي دود، او په تيره بيا د زيتون تيل او توره څه مفهوم لرى کوم چې د انګريزانو د چينل نه را خپا ره شول؟
اسلامي فرهنګ هغه عادل فرهنګ دى چې د ټول بشريت د ښيګڼو لپار ه کار کوي او دداسې تمدن د رامنځ ته کېدو غوښتنه کوى چې انحصار نه وي په کې د نيکو او سالمو افکارو، د ښه اخلاق او تواضع، د سولې او سوکالى، نور ډير عالي اوصاف شته او په رښتينۍ توګه پر هغو ټينګار کوي.
په در ناوي