سید ولي حامد
په دې کې شک نشته چې د مصر وروستۍ پېښې په مجموع کې د ټول اسلامي امت په ځانګړي ډول د مصر مسلمان ولس لپاره دردوونکې وې، زه په پوره باور سره ویلی شم چې د کمونیستانو او ملحدینو له خوا د ولسمشر دکتور محمد مرسي لیرې کول د هر با احساسه مسلمان زړه ودردولو، شخصا ما ته خپله په هغه شپه له ډېره غمه خوب نه راتلو، په یو
او بل لټ به اوښتم را اوښتم، تر ننه پورې داسې یم لکه یو څه چې را نه ورک شوي وي.
د جمعې په ورځ چې د رابعه العدویه له جومات سره د اخوان المسلمین مشر دکتور محمد بدیع یو په یو را څرګند شو، په الله جل جلاله باور وکړئ داسې احساس مې وکړ لکه ډېر لوی شی مې چې مفت پیدا کړي وي، هره خبره یې زما زړه ته ملهم غوندې وه، سره له دې چې زه خپله د اوسنیو اخوان المسلمین له تګلارو سره موافق نه یم، خو د اسلامي ورورولۍ له وجې مې د کفر په مقابل کې زړه ور سره دی.
په هر صورت، کله چې په کابل او بیا جلال آباد کې د جمعیت اصلاح والا له خوا د لاریونونو انځورونو ته سړی وګوري داسې ښکاري ته به وايي کابل او جلال آباد لومړی نمبر قاهره او د مصر قاهره دوهم نمبر قاهره ده، دکابل په لاریون کې د محمد مرسي انځورنه تر هغه زیات تر سترګو کېدل کوم چې د رابعه العدویه په میدا ن کې تر سترګو کېدل!
که یوې خوا ته سړی وګوري نو یقینا چې دا ډېر په زړه پورې منظر دی، چې د نړۍ په یو ګوټ کې د مسلمانانو په ځورولو د نړۍ په بل ګوټ کې نور مسلمانان د مسولیت احساس کوي، او لارو کوڅو ته راوزي.
خو بل لوري ته بیا ګڼې پوښتنې د سړي ذهن ته راځي، یقینا چې ما هر څو کوشش وکړ ځواب مې ورته پیدا نه شو کړای، که له کوم چا سره یې ځواب وي هیله ده را سره شریک یې کړي:
لومړی: دا یوولس کاله کېږي چې نړیوالو اشغالګرو زمونږ پر ګران هېواد یرغل وکړ یو اسلامي حکومت یې ړنګ کړ، هېواد یې اشغال کړ او دخپلې خوښې یوه بیواکه اداره یې پر چوکۍ کېښنوله ، مګر یوه ورځ هم جمعیت اصلاح والا کوم لاریون ونه کړ، او نه یې یوه اعلامیه خپره کړه چې زمونږ هېواد ته اشغالګر راغلي،اسلامي حکومت یې ړنګ کړی.
او په دې خو ټول پوهېږي چې په هر مسلمان لومړی د خپل کور او خپل نېږدې ورور حق دی بیا وروسته د لیري، او دا خو هم ممکنه نه ده چې افغان ولس دې مسلمان ونه بلل شي او د مصر ولس دې مسلمان وګڼل شي! او یا دې د کوم شرعي نص له مخې د مصر له مسلمانانو سره خواخوږي له خپلو افغانانو سره له خواخوږۍ نه لومړيتوب ولري!
دوهم: یوازې دا نه، په دغه یوولسو کلونو کې د اشغالګرو له خوا د هېواد په ګڼو برخو کې په زرهاوو بې ګناه او عام مسلمانان په خورا بې رحمۍ سره په شهادت رسول شوي دي، چې تر ټولو واضحه بیلګه یې د زنګاوات غمیزه په ګوته کېدای شي، مګر جمعیت اصلاح والا په هغه وخت کې لارو او کوڅو ته را ونه وتل، سره له دې چې کوم ظلم چې په زنګاوات کې وشو تر اوسه په مصر کې نه دی شوی.
دریم: د اشغال له پیل نه تر ننه پورې د اشغالګرو په وړاندې مقدس جهاد روان دی، په لسهاوو زره مجاهدین شهیدان شول او لا شهیدانېږي، زندانونه پرې ډک شول او لا هم دا لړۍ روانه ده، مګر جمعیت اصلاح والا تر ننه پورې په واضح ډول نه کومه اعلامیه خپره کړه چې ددغو شهیدانو شهامت وستايي او یایې کورنیو ته تسلیت وړاندې کړي، او نه یې کوم لاریون تر سره کړ، په داسې حال کې چې شرعا په هر مسلمان باندې لازمه ده چې د خپل مسلمان ورور چې په یوه کور او یوه کلي کې ورسره اوسي مرسته یې وکړي، د ظالم په وړاندې ور سره ودرېږي، که نور نه وي په ژبه خو یې ملاتړ وکړي، مګر تر اوسه پورې د جمعیت اصلاح والا له خوا داسې څه نه دي تر سره شوي.
څلورم: په نړیواله کچه د برما په مسلمانانو چې بودایانو کوم ظلمونه وکړل او لا روان دي د نړۍ په معاصر تاریخ کې څه چې د انسانیت په تاریخ کې به یې بیلګې نه دي تر سترګو شوې، په کومه وحشتناکه توګه چې د برما مسلمانان کباب کېدل څوک ګډان او چرګان هم داسې نه کبابوي! سره له دې چې دبرما مظلومان هم مسلمانان وو مګر جمعیت اصلاح هلته هم کوم لاریون ونه کړ!
پنځم: په عراق کې چې وحشي امریکایانو کوم وحشتونه وکړل تر ننه پورې یې د جمعیت اصلاح والا قهر او غصه دومره نه ده را پارولې چې لارو او کوڅو ته را ووزي؟ سره له دې چې نوموړو وحشتونو ټوله نړۍ وخوځوله!
کېدای شي یو څوک ووايي چې جمعیت اصلاح د مصر له اخوان المسلمین سره فکري تړاو لري ځکه له هغوی سره د خواخوږئ اظهار کوي، نو بیا به دېته څه ځواب وایو چې اسلامي وروولي یوازې تر فکري همنوايۍ پورې منحصره ده او که نه مطلق تر مسلمانۍ پورې؟ قرآن کریم خو داسې نه وايي چې انما المتفقون فی الرای و النظر اخوة، بلکې فرمايي چې: ( إنما المؤمنون إخوة)
کیدای شي ځينې ووايي چې دا خو یې ښه کار کړی چې د مصر له اخوان المسلمین سره یې خواخوږي ښودلې ده، نو مونږ ولې ګوته ورته ونیسو، زه وایم په دې کې شک نشته چې دا یې یو ښه کار کړی، بد کار یې نه دی کړی، مګر خبره دا ده چې دا د خپل کور او کلي له مسلمانانو سره ولې دا رنګه خواخوږي نه ښيي؟
بلکې ځینې ځينې خو یې د اشغالګرو په وړاندې وسله پورته کول هم د حکمت خلاف عمل بولي، ځکه خو نه خپله وسلوال جهاد کوي او نه یې ملاتړ کوي، یوازې قلم یې را اخیستی دی او امریکایان پرې څوخوي! هیله ده چې د جمعیت اصلاح مشران په دې اړه فکر او غور وکړي، خپله پالیسي د اسلامي اصولو او ملي ګټو په رڼا کې وټاکي، که نه د ګټې پر ځای به یې هم په دنیا او هم په آخرت کې تاوان کړی وي.
سید ولي حامد