له سره پر ټاکنو غور

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالباری عارض
له دی سره سره چی د ناټو ځواکونه په ټیټ سر له افغانستانه پښی سپکوی او د هغه ترڅنګ امنیتی، سیاسی او اقتصادی لیږد عملی کیږی، پتیل سویده د ولسمشرۍ ټاکنی هم د اساسی قانون د مندرجاتو سره سم ترسره سی، د روڼتیا ډبری همدا اوس پرځیګرو ټکول کیږی. پداسی حال کی چی د هیواد په پلازمینه کابل کی یو په بل پسی مهم اهداف په

نښه  کیږی او په لیری پرتو سیمو کی به چی تر لوړ تهدید لاندی دی څنګه ټاکنی ترسره سی او هغه به هم رڼی او د درغلیو پاکی وی. له بلی خوا د هغه سیمو څخه چی د ناټو پوځی بارکونه وتلی دی طالبانو په جبهه ای جګړو لاس پوری کړیدی،د امنیتی ځواکونو تلفات ډیر سوی دی، په لویو ښارونو کی ځانمرګی بریدونه ډیر سویدی، د قانون حاکمیت کمزوری دی او د پانګو تیښتی روانی دی.له بله اړخه د هیواد په شمال کی حکومتی واک چلنج کیږی ، شبرغان او تخار یی ښه بیلګی دی په جوزجان ولایت کی عبدالرشید دوستم د دی سره چی په ځینو ولسوالیو کی سلاوی ویشی د حکومت مقرر سوی والی نه منی او د دندی خوشی کیدو ته یی مجبور کوی ، همدا رنګه په تخار ولایت کی جهادی قومندانان والی ، امنیه قوماندان او د ملی امنیت ریس نه منی.  نو ځکه په قوت ادعا کیدای سی چی په هیواد کی حالات کړکیچن دی او په کړکیچ کی د ټاکنو ترسره کیدل خپلی خاصی ستونځی لری حتی ناشونی ښکاری په تیرو ټاکنو کی چی د ناټو سل زریز پوځ د هیواد په هرګوټ کی پروت ؤ په ډیرو سیمو کی ټاکنی ترسره نه سوی او په ډیرو سیمو کی د ناامنی څخه په ګټه پورته کولو صندوقونه د تقلُبی رایو ډک سول چی په پایله کی یی مسولو څانګو یونیم ملیون رایی تقلُبی او باطل اعلان کړی او جان کیری د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم په ټاکنو کی خپله لاس وهنه ومنله، نو اوس چی یو تعداد بهرنی پوځونه وتلی او د نورو وتل دوام لری چی له امله یی امنیت ورځ تربلی ټکنی کیږی له بله اړخه په قطر کی د طالبانو دفتر د سولی او مفاهمی په موخه پرانیستل سو څنګه به ټاکنی ترسره کیږی او هغه به څه ډول رڼی هم وی.
د قطر د دفتر په تړاو به ډیر ژر امریکا او طالبان په رسمی توګه په قطر کی پیل کړی داسی ګنګوسی سته چی طالب مشران به د ګوانتانامو او امریکایی پوځی به له طالبانو له لوری خوشی کیږی په ځینو نړیوال دیپلوماتیکو محافلو کی په غیر رسمی توګه د سولی او لنډ مهاله اداری خبری هم تر غوږ کیږی. دا خبری تر ډیره بریده د عقلی دلایلو پر بنسټ د غور وړ دی. پرته له قطره په کور دننه د ډلو ټپلو و تضادونو ته په کتو د ولس مشر ټاکل ډیر د ستونځو ډک کاردی. د کرزی مشری د هیواد په تاریخ کی یو ځانګړۍ کار ؤ د امریکا پوځی برید او د طالبانو راپرځیدل یو خاص حالت ؤ چی په ترڅ کی یی تنظیمی کړۍ او نوری مسلحی ډلی هم د غربی پوځی تکنالوژی په استعمال و ویریدل نو ځکه چا د مخالفت توان نه درلود او په تدریج د کرزی مشری د یو عینی واقعیت په توګه د کورنۍ جګړی د قومندانانو لخوا ومنل سو. اما اوس په داسی حال کی چی بهرنی پوځیان د وتلو په حال کی دی امنیتی او اقتصادی لیږد دوام لری د بل ولس مشر ټاکل او پر هغه د ټولو مسلحو ډلو توافق دومره ستونځمن کار دی چی حتی ناممکن بریښی. نو ځکه د ټاکنو ترسره کیدل د پوښتنی سره مخ کیدای سی.
 په دغسی حالاتو کی که احتمالا امریکا هڅه وکړی د تکنوکرات تر نامه لاندی داسی کس واک ته ورسوی چی د هغوی د ګټو مدافع وی نو د جګړی د دوام او تشدید په معنی به تلقی سی . او که مطلب نوی جګړو ته مټی رانغاړل وی نو یو   جهادی چهره به واک ته ورسیږی. په دواړو صورتو کی به ټاکنی نوی ستونځی را وزیږوی، چاری به د دودیز بهیر څخه ووزی چی پایلی یی سمی نه بریښی. هغه کسان چی د ارګ شاوخوا شتون لری په دی معنا نده چی په ولس کی د پښی ځای لری یا نوابغ وی چی د راتلونکی ولسمشرۍ مستحق وګڼل سی بلکه د لمړی بُن ،ناټواو امریکا د ملاتړ له برکته واکمن دی. خو داسی اټکل هم نسی کیدلای چی اوسنی سیسټم دی تر ۲۰۱۴ کال وروسته په فعلی ډول دوام و مومی. یوازی د امریکا ، پاکستان او د سیمی د لویو هیوادونو توافق او کور دننه داسی توافق چی پربنسټ یی عدالت تامین ، او د فساد او غصب جرړی وایستل سی، کولای سی په افغانستان د نوی جګړو مخه ډپ کړی او یو بنیادی حاکمیت او دولتمدارۍ ته لاره همواره کړی.
  دا یو انکار نه منونکۍ عینیت دی چی د اول بُن د غونډی ناکامی ورځ تربلی روښانه او پایلی یی څرګندیږی ، هغه نسخه چی په لمړی بُن کی د افغانستان لپاره ترسیم سوی وه او پرولس وتپل سوه نه یوازی موثریت نه درلود بلکه د بقا توان یی هم پیدانکړ په افغانستان کی د ملیتی تفریقی ،ژبنی تبعیض او تنظمی زړو سیستمو د پیاوړتیا سبب سوه.تر دولس کاله حکومتدارۍ وروسته همدا اوس مسلحی ډلی په ولس کی پخپل سر سلاوی ویشی، ایا دا ډول کړنی تر قانون پورته ځواک نه دی.
که سوله او قطر هیڅ مطرح هم نه وی او دا ومنو چی ټاکنی ترسره کیږی،نو حالاتو ته کتو دوه مهم سوالونه ولس ته پیدا کیږی اول دا چی ایا د ولس لویه برخه به په ټاکنو کی ګډون وکړی؟ دوهم دا چی ایا د امریکا په شتون کی چی د دولت  تمویل او تجهیز په غاړه لری او ځانی تلفات یی زغملی دی، ممکن کیدای سی چی ټاکنی د هغوی د نفوذ څخه په امان کی وی؟ که جوابونه منفی وی نو ایا بیله لوی جرګی او موقتی اداری بله کومه لاره سته؟ نور داسی مسایل هم سته چی د لوی جرګی اړتیا په ګوته کوی، د بیلګی په ډول په اساسی قانون کی د تعدیلاتو اړتیا په کراتو احساس سویدی. په تیرو کلونو کی د قانون د موادو پر تعبیر او تفسیر د ټاکنو او د اختصاصی محاکمو د جوړیدو په تړاو د پارلمان او حکومت  ترمنځ ناندرۍ رامنځ ته سویدی همدا اوس د قانونی نیمګړتیا له کبله یو وزیر هره میاشت استیضاح کیږی همدا رنګه د ریاستی نظام موضوع څیړنی ته اړتیا لری ترڅو وارزول سی چی د هیواد د اوسنیو شرایطو سره سمون لری که څنګه.   
شک نسته چی ناټو په یوه لسیزه و نتوانید ټاکلی اهداف ترلاسه کړی، هغه څه چی دوی یی تروریزم بولی په سیمه کی شتون لری، مخدره توکو پراختیا موندلی ده، خوندیتوب ناشونۍ ښکاری،د قانون حاکمیت کمزورۍ دۍ، اقتصادی زیربیناوی ایجاد نه سول، هیواد د اقتصادی لحاظه پر پښو ونه دریدۍ ،حکومت د ځمکو مالیات ،ګمرکی عایدات او د برق د محصول د راټولیدو توانمندی پیدا نکړه پس له دوولسو کالو په اصطلاح دموکراسۍ نه یوازی دموکراتیک اصول بنسټیزه نه سول بلکه د بیا ځلی ټاکنو په درشل کی د ویشل سوو ډلو ترمنځ درزونه نور هم مخ په پراخیدو دی. د بهرنیانو د موخو تضاد، د کورنۍ جګړی د جوړښتونو د شتون دوام او پیاوړتیا ، و جنګ سالارانو ته د باج په ډول د ډالرو ویشل، هغه عوامل دی چی ولس یی پر امریکا او متحدینو بدګُمانه کړیدی. همدا اوس چی د دموکړاسۍ ادعا کیږی د کابل په څو کیلومتری کی د پروان په ولایت کی بی مسولیته توپکیان دومره واکداره دی چی د لنډی مودی را پدیخوا د ښځو سره د تاوتریخوالی او تجاوز تر سل واقعی زیاتی ثبت سوی دی چی اکثره یی د توپکیانو په وسیله په مسلحانه ډول د کم سنه نجونو تښتول دی دا خبره د پروان ولایت د ښځو چارو ریسی د تصویری رسنیو سره په مرکه کی وکړه هغی علاوه کړه چی حکومت دا توپکیان نسی نیولای او که یی هم ونیسی ډیر ژر خوشی کیږی ځکه هغوی زورمندان دی.  
پورته ناخوالو ته په کتو سربیره پردی چی ټول ټاکنی مبرم ضرورت بلل سوی دی ستونځمن او ناشونی هم بریښی له همدی کبله دسولی اړتیا نوره هم محسوس کیږی نو ځکه د راتلونکو تحولات په تصور لویه جرګه او موقته اداره د پامه نسی غورځیدلای.                               .