يا دا خبري د طالبانو د مشر دي؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

حقمل  
ډېرو دا گمان كولو چي طالبان به هيڅكله د امريكايي ځواكونو د شتون په صورت كي له هغوى سره خبرو ته كښېنني، له اوربند سره به توافق ونه كړي او د امريكايانو په وينا به د كابل له حكومت سره مذاكرات پيل نه كړي!! خو له پټو مذاكراتو مطلع كړيو ويل چي د طالبانو يوه ځواكمن اړخ په ټولو دغو مواردو كي د طالبانو د معلن او څرگند دريځ خلاف له امريكايانو سره

توافقات كړي!! اوس چي په قطر كي د امريكايانو په وينا طالبانو ته دفتر پرانيستل شو، د يوې ورځي لپاره پر دې دفتر د طالبانو سپين بيرغ ورپېدو او د امارت اسلامي سياسي دفتر لوحه پرې وځړېده، خو ډېر ژر د امريكايانو په امر بيرغ نسكور او لوحه لري شوه، او امريكايي چارواكو اعلان وكړ چي طالبان بايد پر خپلو ژمنو ودرېږي، له موافقې سره سم عمل وكړي كه نه نو دفتر به ئې وتړل شي، په كابل كي د امريكا سفير وويل: امريكا د طالبانو امارت اسلامي په رسميت نه پېژني، دا دفتر د مذاكراتو په موخه پرانيستل شوى، د طالبانو هيئت به لومړى د امريكا له استازو سره خبري كوي او ورپسې به د صلحي عالي شورى له هيئت سره!! په رسنيو كي د طالبانو د استازو دا حيرانوونكي اظهارات هم منعكس شول چي حاضر دي د اوربند او له 2014 وروسته د يو شمېر امريكايي ځواكونو د پاته كېدو په اړه خبري وكړي، دې ته هم چمتو دي چي د كابل له حكومت سره مذاكرات پيل كړي!! دا پوښتنه راولاړېږي چي آيا دا خبري د طالبانو د مشر دي؟ او آيا د طالبانو ټول اړخونه له دغو خبرو سره موافق دي؟ كه دا د طالبانو د مشر خبري نه وي او د طالبانو ټولي ډلي ورسره موافق نه وي نو ولي د دغو غلطو دريځونو په خلاف عكس العمل نه ښيي، هغه نه ترديدوي او له دې گناه ځان نه تبرئه كوي؟ كوم مؤمن او عقلمن مجاهد به په داسي حال كي له اوربند او د بهرنيو ځواكونو له حضور سره توافق وكړي چي هېواد ئې د اشغالگرو ځواكونو په لاس نيول شوى، د خپلي خوښي نظام او لاس پوڅى مفسد حكومت ئې تپلى، د اشغال دوام او د دې نظام بقاء غواړي او په همدې موخه ئې له مخالفينو سره مشروط خبري پيل كړې؟!! آيا په دوحه كي يو داسي بې واك او بې اعتبار دفتر چي د بيرغ او لوحې نصبېدل او نسكورېدل ئې هم د بل په واك كي وي او د دښمن اشاره پرانيستل كېږي او تړل كېږي، آيا داسي دفتر په دې ارزي چي دومره تنازل ورته وشي، د دښمن ټول خطرناك او د نه منلو وړ شرائط ومنل شي؟!! او دا ټول په داسي حال كي چي دښمن د جنگ په ډگر كي ماته خوړلې، له وتلو پرته بله چاره نه لري، لاس پوڅى حكومت ئې شړېدلى، مجاهدين كولى شي په لږ نور صبر سره خپل ټول اهداف ترلاسه كړي، د هېواد خپلواكي، د بهرنيو ځواكونو بلاقيد او شرط او بشپر وتل، د افغان ولس د خپلي خوښي او له خپلو معتقداتو سره سم نظام راتگ تضمين شي.
په كار خو دا وه چي اوس او د سپيني ماڼۍ له دې اعلان وروسته چي تر 2014 وروسته به هم د دوى ځيني ځواكونه په افغانستان كي پاته وي او د ايټاليا، جرمني او تركيې يو شمېر ځواكونه به هم له دوى سره وي، د دې اعلان له خپرېدو سره سم بايد طالبانو خپل پټ مذاكرات هم قطع كړي وى، د حزب اسلامي د اسلامي او جهادي دريځ ملاتړ ئې اعلان كړى وى، همغسي لكه چي پر افغانستان د امريكا د بريد پر مهال حزب اسلامي د طالبانو د دريځ ملاتړ وكړ او خپلو مجاهدينو ته ئې لارښوونه وكړه چي د ټولو هغو كسانو ملگرتيا وكړي چي د يرغلگرو په ضد مقاومت كوي، له ټول افغان ولس ئې وغوښتل چي د امريكا په ضد مقاومت كي فعاله برخه واخلي.
موږ باور لرو چي حقيقي مجاهدين به هيڅكله د قطر له دې بهير سره ملگرتيا ونه كړي، له پټو معاهدو او مشروطو مذاكراتو سره به توافق ونه كړي او تر هغه به خپل جهاد ته دوام وركوي  چي ټول بهرني ځواكونه زموږ له  هېواد ووځي او په خپلواك افغانستان كي د ملت د خوښي اسلامي حكومت قائم شي، امريكايان او افغاني لوري بايد په دې پوه وي چي د معامله گريو له لاري څه نشي ترلاسه كولى، هغه دور تېر شوى او بيا به هيڅكله تكرار نشي چي پردي زموږ پر هېواد حكومت وكړي، خپل تالي څټي پر افغانانو مسلط كړي او كومه ډله وكولى شي د پرديو د مټو او وسلو او پيسو په زور پر افغانستان حكومت وكړي.