سعود کورنۍ او حرمين

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دحرمينوهندار

دحج يونليک

شپږڅلوېښتمه برخه

قاضي محمدحسن حقيار

دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.

له شک پرته دسعود کورنۍ واکمنان ډېرې سياسي او شخصي نيمګړتياوې لري داکورنۍ مستبده اودکتاتوره ده ،خپل ولس ته نه دبيان ازادي

ورکوي ،نه دنظردښکارولو، لاريونونو اونه دغږ لوړولو حق، دحکومت پر درې ګونو قواوو حاکمان دي،په ټولو لوړو څوکيو همدوى ناست دي،ولس ته په دولت اوحکومت کې کارنده ونډه اولوړ مقامونه نه ورکوي، پر سعودي او سپېڅلې خاوره يې امريکايان حاکمان کړي او دوى ته يې نظامي هډې ورکړې دي.

دې موضوع ته وروسته راځو خوله دې ټولو نيمګړتياوو او کمزوريو سر ه يې حرمينوته پرخدمتونو سترګې پټول ناځواني او بې انصافي ده،دوى حرمينوته نه هېرېدونکى خدمتونه وکړل، ددوى خدمتونه، حاجيانوته برابرې کړې آسانتياوې او دحرمينو ظاهري اوباطني ښکلا ماليدلې او په هره برخه کې مې يادښتونه هم اخستي دي خو زما معلومات کافي هم ندي او په ځينو برخوکې دحرم دمتواګانواو مستخدمينوله خولې دي چې شمېرې ،نېټې کرکټرونه او...يې ډېر دقيق بللى نشم، دحرم دمعلوماتو څانګې ته ورغللم خو هغوى ددومره معلوماتو راکولوته چمتو نشول، په دې اړه تکړه ليکوال او هڅاند ورور ښاغلي عبدالملک همت په خپل کتاب (زموږ دقبلې تاريخ)کې دسعودي کورنۍ دخدمتونو په اړه ځينې معلومات راټول کړي دي، دده مراجع او ارقام دقيق دي،خو دده لخوا دمعلوماتو له راټولوهم لس کاله تېرېږي. پدې لسو کالو کې په حرم کې ډېر بدلونونه او پرمختګونه راغلي ډېر کارونه شوي دي زه لومړى د ښاغلي همت معلومات رالېږدوم،وروسته به په خپل يون کې چېرې چې زه ګرځم په خپلو ليدلواواورېدلوکې تاسودرانه لوستونکي له ځانه سره

وګرځوم.

 

دملک عبدالعزيزپه پير کې

(کله چې ملک عبدالعزيزبن عبدالرحمن الفيصل آل سعود په ١٣٤٣ هـ س کال پر حجاز واکمن شو يو کال وروسته يې دمسجدالحرام د ودانولو اراده څرګنده کړه،نو هغه وو چې دمسجدالحرام د هغه مهال د اوقافو مدير دمسجدالحرام په بيا جوړولو ،ترميم او اصلاح يې لاس پورې کړ،چې داترميم دهمدغه کال د حج د موسم تر رارسېدو پاى ته ورسېد.

بياپه ١٣٤٦ هـ س کال ملک عبدالعزيز آل سعود دټول مسجد الحرام دباندنۍ برخې دبياودانولو امر صادر کړ او داکار يې شيخ عبدالله دهلوي ته وسپاره ،کوم چې دزبيدې دچينې په کارولو کې يې څوکلونه زيار اېستلى وو او په دې هکله يې ښه کار جوت شوى وو.

عبدالله دهلوي د مسجد الحرام دبيا رغولو ټول لازم مواد برابر کړل او له هغو کسانو څخه يې مرسته وغوښته چې دزبيدې د چينې په آبادولوکې يې دده سره مرسته او کار کړى وو داکار نوموړي دهمدې کال د ددوهمې خور په مياشت کې پيل کړ او دمسجدالحرام په هره برخه کې يې ترميم،اصلاح تزئين او نوى والى راووست.

 

دسعودي پراختيا لومړى پړاو

دمقتدرعباسي دوختونو دمسجدالحرام له پراختيا څخه يو زراو اتيا کاله تېر شول ،په دغو ډېرو کلونوکې په مکه مکرمه او نوره نړۍ کې زښت زيات بدلونونه راغلل ،خو مسجد الحرام يوه لوېشت هم پراخه نه شو،بلکې ډول ډول ودانۍ وار په وار ورته را نژدې کېدلې ،څو بېخي په مسجدالحرام پورې ونښتلې ،دغه حال د صفا او مروه تر منځ دمسعى هم و،مسعى هم دمهالونو په تېرېدو سره داسې تنګه شوه ،چې دواړو خواووته يې دوکانونه راووتل،حاجيانو به د صفا اومروه تر منځ سره لمر ته پر شګلنه ځمکه د بازار په ګڼه ګوڼه کې سعى کوله.

دمسجدالحرام دغه تنګ غولى په تېرو مهالونوکې دحاجيانولپاره بس وو،ځکه چې هغه مهال د مسلمانانو شمېر لږ ، دحج دسفر وسايل محدود   اوډېر لږ خلک حج ته تلل.

خووروسته وروسته چې د مسلمانانو شمېر زيات شو،اودحج دسفر وسيلې موټرونه ،ريل ګاډي ، سمندري بېړۍ،اوالوتکې شوې نو د حاجيانوپه شمېر کې هم زياتوالى راغى ،لکه چې دادى وينو چې داشمېره نوره هم کال په کال مخ په زياتېد و ده، همدا سږکال په ٤٢٢ ١ س ١٣٨١ل کې وايي چې دوه نيم ميليونه حاجيان مکې مکرمې ته تللي وو( ويل کېدل چې سږکال ١٣٨٩ لمريز داشمېره دپنځو او شپږ ميليونو ترمنځه وه )،له دې امله د مسجدالحرام او دحج دمناسکو د نورو مقدسو ځايونوپراختيا او نوي رغښت ته ټينګه اړتيا احساسېدله.

خوله بده مرغه هېڅ يوه مسلمان واکمن او چارواکي دې چارې ته پام وانه ړاوه څو چې مرحوم ملک عبدالعزيز پر واک راغى اودمسجدالحرام تر رغونې او سمونې وروسته يې په ١٣٧٠هـ س کال د حرمينو دسترې تاريخي پراختيا او ودانۍ پلان طرح کړ.

 

دکار پيل

دملک عبدالعزيز په وختونوکې دمسجدالحرام دپراختيا اوتعمير دسروې اوډيزاين کار په لاره واچول شو،خو بشپړ شوى لانه وو چې هغه وفات شو،تر ده وروسته دده زامنو ملک سعود،ملک خالد،ملک فيصل او ملک فهد دده دغه لار تعقيب کړه.

په ١٣٧٠ هـ س کال د حسن حسين دمياشتې پرپنځمه اعلان وشو چې دکار هغه آلات چې دنبوي مسجد په ودانۍ کې په کار لوېدلي وو ، ټول دې مکې مکرمې ته ولېږدول شي، څو دمسجدالحرام دپراختيا کار سمدستي پيل شي ،بياددغه کال د صفرې پر شپږمه ددې کار لپاره د درو کمېټو دجوړېدو په هکله پاچايي فرمان اعلان شو.

 

دسعودي بن لادن تعميراتي ګروپ

څنګه چې دحرمينو شريفينوټول کارونه دسعودي بن لادن د ودانيزې ډلې (تعمير اتي مجموعې يا ګروپ)تر سره کړي دي،اودمسجدالحرام دپراختيا د چارو عمومي مشر هم ددې ګروپ مشر وو او لانديني معلومات هم ددې کمپنۍ دمعلوماتواو ارقامو پر بنسټ وړاندې شوې دي ، ددې مجموعې ددغو وياړلو کارونو د تقديرولو لپاره درانه ګامونه واخستل.

ددرنو لوستونکيو دمعلوماتو لپاره لا زمه ده چې ددغې کمپنۍ په هکله هم څه معلومات وړاندې شي، ددې کمپنۍ بنسټ ايښودونکى د(شهيد)اسامه رح پلار محمدبن عوض بن لادن الحضرمي دى ،چې اصلاً ديمن د حضرت موت وو او عربستان ته يې نقل مکان کړى دى ، ده چې دتاريخ القويم، دمولف په قول يې ليک لوست نه وو زده پنځه ويشت اولادونه درلودل اودملک فيصل په حکومت کې يې د وزيرپه توګه کار کاوه،دى د سعودي يو ډېر شتمن پانګوال وو.وايي هغه مهال چې سعودي حکومت هېڅ الوتکه نه درلوده،محمد شخصي الوتکه درلوده.؛ چې دهغې په واسطه به يې يومهال دسهار لمونځ په مسجدالحرام کې ،دماسپښين لمونځ په نبوي مسجد کې اودمازديګر اوماښام لمونځونه به يې په مسجداقصى کې کول،ده پخپله هم دمسجدالحرام په پراختيااو ودانۍ کې فعاله ونډه درلوده، کله چې محمد وفات شو ملک فيصل پرې وژړل او ويې ويل چې نن مې ښي مټ غوڅ شو. په ١٣٧٥س (١٩٥٥ع)کال دبن لادن تعميراتي کمپنۍ دځينوسعودي اوبهرنيو ټېکه دارانوسره يو ځآى دمسجدالحرام دتوسېع لار اوليکه جوړه کړه.

لومړني کارونه

د١٣٧٥ ه س کال ددوهمې خور پر څلورمه داجيادو اومسعى په سيمه کې دبرېښنا او ټېليفون مزي او د اوبو پيپونه لېرې کړى شول،بياددغو ځايونوکورونه او دکانونه ونړول شول بيادمطاف ودانۍ چې په هغوکې د زمزم داوبو دالان وو،ونړول شوې،اوورپسې دنورې ودانۍ تهدابونه وکيندل شول.

دبنسټ دډبرې ايښودل او دکار پيل

دهمدغه ٣٥٧ ١هـ ش کال د برات دمياشتې پردرويشتمه دپنجشنبې په ورځ د باب ام هانى مخې ته يوه ستره غونډه جوړه شوه چې په هغې کې ملک سعود بن عبدالعزيز،دولتي چارواکيو،ديني مشرانو او داسلامي هېوادونو ځينو استازيوګډون کړى و ،په دې غونډه کې ددغې سترې ودانۍ د بنسټ ډبره د مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه،او کار يې پيل شو چې ددې سترې پراختيايي او ودانيزې پروژې دکار په پايله کې دسيلونو د اوبو سوبې له حرم څخه جنوبي لوري ته تر ځمکه لاندې ودانې شوې ،دمسعى دوه پوړيزه ودانۍ ،دمسجدالحرام زېرزميني برخه ،دمسجد الحرام سترې دوه پوړيزې برنډې ،ددغوبرنډو څلورشپېته دروازې ،دمسجدالحرام اوه منارې دمسجدد برنډو دوهم پوړ اوبام ته اوه زينې جوړې شوې،دمطاف غولى پراخ او روغ شو، دزمزم اوبو دڅا تاسيسات ترمځکه لاندې جوړ شول،دمسجدالحرام په بېلو بېلو برخوکې دزمزم دڅښلوداوبوسبيلونه په کار واچول شول،دمسجدالحرام شاو خواترمځکه لاندې داوداسه تازه کولو اوځان مينځلو ،تشنابونه او ځايونه جوړ شول،دمسجدالحرام دباندې پنځه عام غولي ودان شول،اودصفا اومروه څخه دقراره او شاميه محل په منځ کې نوى سړک ودان شو.

دمسجدالحرام دپراختيا او نوې ودانولو دغه کار(٢٠)شل کاله دوام وکړ او په ١٣٩٥س کال بشپړ شو،چې ددې پراختيا او ودانۍ په پايله کې ددغه مسجد ساحه له (٢٨٠٠٣)مربع متروڅخه (١٨٠٨٥٠) متره مربع شوه،اوپه يو ه وخت کې د(٤٧٠٠٠)تنولمونځ کوونکيو پرځاى (٣١٣٠٠٠)تنه پکې لمونځ   کولى شي

.