عبدالرحمن فرقانی
کېدای شي ټول په دې متفق وي، چې د ايران او طالبانو تر منځ د عقيدوي، فکري او فرهنګي لحاظه داسې ګډ مشترکات نشته چې له امله يې د يوه ګډ هدف د تحقق لپاره دومره سره نېږدې شي، چې خپل ټول عقيدوي، فکري او فرهنګي ارزښتونه له پامه وغورځوي او په ډاګیزه
توګه خپل نېږديکت د نړيوالې ميډيا په وړاندې نندارې ته کېږدی.
خو د سياست په ډګر کې ستراتيژيکې ګټې کله نا کله بېلابېل متضاد اړخونه دې ته اړ کوي، چې د خپلو ستراتیژیکو ګټو د تحقق لپاره تر خپلو فکري، عقيدوي او فرهنګي ارزښتونوڅخه تېر شي او خپلو ستراتیژیکو ګټو ته ځان ورسوي، که د عقیدوي، فکري او فرهنګي اړخ څخه موضوع ته ځیر شوو په هیڅ ډول د ایران او طالبانو تر منځ د نېږدیکت ګډ ټکي او فکټورنه نه شو موندلی، خو کيدای شي، یو لړ ستراتیژیکو ګټو او مصلحتونو دې ته لاره هواره کړې وي، چې ایران او طالبان په خپلو فکري، عقیدوي او فرهنګي ارزښتونو سترګې پټې کړي، او د طالبانو سره په ډاګيزه توګه اړیکه ټینګه کړي.
که څه هم چې لوېدیځ په تېره موده کې په سیمه ییز ډول د ایران د مطرح کېدو په اړه ډېر د پام وړ فرصتونه را منځ ته کړل د عراق څخه نیولې تر افغانستانه د ایران لپاره شرایط چمتو شول تر څو په سیاسی او نړیوال سیمه ییز ډګر کې مطرح وي، خو د لوېدیځ د اشغال تر سيوري لاندې کومه د نفوذ کړۍ چې ایران په افغانستان، عراق او عربي نړۍ کې شلولې او د پراخېدو په حال کې ده، دا پوښتنه را برسېره کوي، چې ولې لوېدیځ د خپل شعار پر خلاف د واقعیت په میدان کې ایران ته په هغو هېوادنو کې چې هلته نظامي حضور لري، اجازه ورکوي تر څو د پام وړ پراخ او ژور سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیز فعالیتونه او پرمختګونه ولري!.
د افغانستان په رسنیو کې د ايران او طالبان د وروستۍ اړیکې اړوند د سیاسی بحثونو او شننو تمرکز تر ډېره بريده په دې را څرخېږي، چې ګواکې ایران په افغانستان کې د شته نظامي ځواکونو لپاره په دې موخه اوبه خړوي، تر څو د افغانستان سیاسي ثبات زیانمن او په افغانستان کې د يوه مقتدرحکومت د رامنځته کېدو مخنيوی وکړي او په پای کې په افغانستان کې د لوېدیځ نظامي حضور ته د پای ټکی کېږدي او په نظامي ډګر کې لوېديځ په افغانستان کې په ګونډو کړي.
خو پورتنی تصور او باور که څه هم چې د ایران او لویدیځ تر منځ د غولونکو شعارونو او تبلیغاتو سره سر لګوي خو د ځمکې پر سر د شته واقیعتونو سره په بشپړه توګه په ټکر کې دی، د بېلګې په توګه به څو واقعیتونه ته اشاره وکړو، چې په دې دلالت کوي، چې د ايران ګټې په افغانستان، عراق او عربی نړۍ کې د لويديځ د شتون په لړ کې تر ډېره بريده خوندي دي او هغه فرصتونه چې ایران ته د لوېديخ د نظامي شتون په صورت کې برابر شول په بل هیڅ و خت کې دا راز فرصتونه ايران د خپل سیمه ییز نفوذ لپاره نه وو چمتوشوي:
په تېرو دریو لسیزو کې د لویدیځ د استعماري ځواک د نظامي یرغلونو او اشغالونو یو بنسټیز هدف دا هم ؤ، چې په اسلامي نړۍ کې ایران د یوه سیمه ییز قوت په څیر مطرح شي، تر څو په سیمه کې د لوېدیځ مصلحتونه لدې لارې خوندی شي، که یوه لوري ته د عام ذهنیت د بختیا لپاره د ایران او لویدیځ تر منځ له دښمنۍ څخه ډک شعارونه پورته کېدل او غبرګونونه ښودل کېدل ، خو بل لوري ته د لوېدیځ د پلان سره سم د ځمکې پر مخ سیاسي تحولات او پیښې ټولې د ایران په مصلحت تمامیدلې، له افغانستان څخه وړاندې پر عراق باندې د لوېدیځ د استعماري ځواک یرغل د همدې موخې لپاره تر سره شو، چې د عراق سیاسي واکمني ایران پلوه شخصیتونو ته وسپارل شي اوپه پای کې د عراق ګاونډي هېوادونه هم په سیمه کې د ایران د نفوذ له لارې ترګواښ لاندې وساتل شي. په عراق كې د لوېديځ د دغه خوځښت سره د عراق گاونډيو هېوادونو چي پكې شيعه اقليتونه شتون لري سخت غبرګون وښود, دا غبرګون او د لوېديځ مادي مصلحتونه له ګواښ سره مخ کېدل د دې لامل شول، چى لوېديځ خپل نوموړی پلان چى په ډيره چټكتيا پرمخ روان ؤ، او په ګړندى ډول په حركت كي شوي ؤ يو څه مړاوی او ځنډ په كي راولي, او د عراق ګاونډیو هېوادونو ته د نوموړي پلان غزول و ځنډول شي .
د عراق په څیر په ګران افغانستان کې هم لوېدیځ او ایران یو بل ته سره لاسونه ورکړل، ترڅو عراق ته ورته د افغانستان په سیاسي برخلیک کې هم ایران فعاله ونډه ولري او هغه شخصیتونه او سیاسي کړۍ د افغانستان په سیاسي واکمنۍ کې د ایران د سیاسی نفوذ له لارې مطرح شي چې یا د قومیت او یا هم د مذهب له لارې د ایران سره تړاؤ لري، د لوېدیځ د نظامي حضور او اشغال سره سره د افغانستان سیاسي، کلتوري او اقتصادي فضا د ایران پر مخ پرانستل شوه، ترڅوخپل فارسي فرهنګ او شیعي مذهب ګران افغانستان ته ولېږدوي او لدې لارې د افغانستان فرهنګې او مذهبي ځانګړتیا او تشخص زیانمن کړي. نن په افغانستان كي د مطبوعاتو خورا مهمې موسسې د ايران له فكر سره د هم نوا شخصيتونو له خوا اداره كېږي او د ايراني فرهنګ د نشرولو لپاره منظم پروګرامونه د افغانستان په جنګځپلى ټولنه كې وړاندې كوي, د پوهنې په كچه په افغانستان كه په لنډ مهال كي ډېرې سترې او اغیزمنې ښوونیزې او روزنیزې موسسې د ايران له خوا په پښوو ودرول شوې, چي كه څوك وغواړي اوكه نه په اوږده مهال كي به د افغانستان ټولنيز جوړښت هرو مرو زيامن كاندي, آيا دا پوښتنه پرځای نده چي دا دومره لويه پانګه له دغو شخصيتونو سره له كومه شوه؟ آيا دومره لويه سرمايه چې د افغانستان له پوره دولت سره په هېواد کې په پېلابېلو ډګرونو کې یو موازي حرکت په راه واچوي او تر ډېره بريده حکومت د ځینو کشالو په هکله په خپلو پریکړو کې یرغمل کړي، لکه په ایران کې د افغانانو اعدامېدل، د کانکور پایلې، د پوهنتون وروستی بهیر... په نا چاپه ډول راپيدا كېدل د ګروېږنې وړ نده ؟.
دا یو منل شوی حقیقت دی چې د لوېدیځ په ملاتړ ایران اوس په سیمه کې په یوه سیمه ییز قوت باندې بدل شوی دی او غواړي د اسلامي نړۍ هېوادونه د لوېدیځ د ګټو لپاره د مذهب او قومیت په اساس تر ګواښ لاندې ونیسي، څرنګه چې په ټولو اسلامي هېوادونو کې شیعه اقلیتونه اوسیږي او پکې شتون لري، نو ایران د دغه اقلیتونو څخه د دفاع په پلمه غواړي خپل اهدافو ته ځان ورسوي، د مذهب او قومیت د اعتبار پر بنسټ ئې په عراق، افغانستان، یمن، لبنان، بحرین او داسې نورو هېوادونو کې په ښکاره ډول لاسوهنې پیل کړې دي او غواړي د دغو هېوادونو امنیت له ګواښ سره مخ کړي، څرنګه ئې چې په بحرین کې د ملي پاڅون په نامه شیعه ګان د حکومت په ضد را وپارول او بیا ئې د قومیت او مذهب په نامه ورنه ملاتړ ته ورودانګل.
خو کېدای شي چې په دغه نوی عصر کې دا زړه او ورسته فلسفه چې د زړو امپراتوریو پر مهال د منلو وړ او کارنده وه، اوس د منلو وړ او کارنده نه وي، هغه امپراتورۍ چې د خپلواکو ملتونو د پاڅونونو له کبله ئې سقوط وکړ او دا ټول تاریخي او قومي اعتبارونه او فلسفې چې هغه مهال ئې په سیاسي تحولاتو کې اغیزه درلوده اوس خپله اغیزه له لاسه ورکړې وي. ایران غواړي د خپل سیاسي او سیمه ییز نفوذ لپاره عرب او د نورو هېوادونو شیعه اقلیتونه استعمال کړي، د دغو اقلیتونو څخه د دفاع په نامه په ګڼ شمېر اسلامي هېوادونو کې د فتنې اور بل کړي او د دغو هېوادنو امنیت اخلال کړي. خو په حقیقت کې دغه شیعه اقلیتونه وړاندې لدې چې د ایران مصلحتونه وګټي ، دوی باید خپلو هېوادونو ته متعهد وي، ځکه چې د مذهب او قوم پر اساس چا ته حق نه دی ورکړشوی ،چې له اقلیتونو څخه دفاع وکړي، او که چېرې داسې وي، نو بیا په ایران کې ګڼ شمېر اقلیتونه شته دي چې دقوم او مذهب په نامه باید ترې نور هېوادونه ملاتړ وکړي او کوم اقلیتونه چې په ایران کې اوسیږی تر بل هر هېواد څخه د خپلو مذهبي، سیاسي او اقتصادي حقوق څخه محروم دي، په ټول تهران کې د سنیانو لپاره یو ځانګړی جومات د عبادت لپاره نه شته او همداسې بلوڅان، کردان، ترکان، عربان او نور قومونه هم په ایران کې په ډېر ناوړه حالت کې ژوند کوي.
د تاریخ په اوږدو کې هغه هېوادونه چې د قوم او نژاد په اساس ئې د اقلیتونو څخه دفاع کړې ده د شکست سره مخ شوي دي، څرنګه چې د تاریخ په یوه پړاو کې په جنوبي افریقا کې د سپین پوستو اقلیت څخه د دفاع لپاره لویدیځ مداخله وکړه او په پای کې د شکست سره مخ شو، ځکه تاریخ شاهد دی، چې د عنصریت په اساس د چا څخه ملاتړ هیڅکله بریا نه ده موندلې.
په داسې یو حالت کې به ایران څرنګه و غواړي تر څو د افغانستان موجود حالت ته بدلون ورکړي او امنیت یې د یوه داسې ځواک په لاس له ګواښ سره مخ کړي، چې په هیڅ ډول ورسره دلیدلوری توافق نه لري، د پورتنیو شواهدو پر بنسټ کېدای شي، ووایوو: کوم وضعیت چې د ایران د هر اړخیز نفوذ لپاره اوس مهال په افغانستان کې شتون لري، په هیڅ بل وخت کې دا راز شرایط برابر نه وو، نو ایران به هیڅکله هڅه و نه کړي تر څو په افغانستان کې دلوېدیځ شتون ته د دې لپاره ګواښ متوجه کړي، تر څو د دوی عقیدوي، فکري، فرهنګي او اقتصادي ګټې خوندي شي، ځکه چې د نوموړي شتون په پایله کې د دوی نوموړې ګټې په افغانستان کې خوندي دي.
خو کېدای شي، کومه اړیکه چې په دې وروستیو کې د ایران او طالبانو تر منځ ټینګه شوه په دې موخه وي، چې خپل استراتیژیک عمق په سوریه کې لدې لارې خوندي کړي.، لوېديځ په دې پوه کړي، چې که چېرې په سوریه کې نظام د خلیجي هېوادونو په ګټه بدلون مومي نو ایران په افغانستان کې د لوېديځ شتون ته ګواښ متوجه کولای شي.
دا جوته ده، چې سوریه په عربي نړۍ کې د ايران لپاره هغه استراتیژیک عمق دی، چې خورا زیات اهمیت ورته لري او له لارې یې په لبنان، فلسطین، عراق او نوره عربي نړۍ کې خپله د نفوذ کړۍ پراخوي او په هیڅ ډول نه حاضرېږي، چې لاس ترې واخلي او په ارزانه بیه یې د خلیج هېوادونو د نفوذ لپاره پرېږدي، خو داسې بریښي چې په سوریه کې د جګړې سیناریو هغه لور ته په حرکت کې شوې وي، چې ايران یې دې ته اړ کړی وي، ترڅو په هغو بدیلونو فکر وکړي، چې د ايران استراتیژیک عمق په یو ډول نه یوه ډول په سوریه کې خوندي وساتي او یو بدیل کېدای شي د طالبانو سره اړیکه وي.
داسې انګېرل کېږي چې د ایران وروستۍ اړیکه د طالبانو سره په دې موخه ټینګه شوې وي، تر څو په افغانستان کې پر لوېدیځ فشار راولي او دې ته یې اړ کړي، چې د سوریې له بهیر څخه لاس په سر شي.
والله اعلم .
عبدالرحمن فرقانی