ځیلنه(غلطه) پوه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليكوال:أ- علي خان صافي
   زه هره ورځ چې ځني دیني سایټونه ګورم،داسې راته جوته کیږې چې موږته دیني ښودنې سمې ندي شوي اودې امویانووعلویانوپه انډونو(اختلافونو)لړلې راته بیان وتفسیرشوي دي، اوایرانیانودې دین په نوم ترشیعي  پردې لاندې له عربو څخه دخپل غچ اخستلو لپاره لویه له

دین څخه وتلې ګټه ورڅخه اخستې ده،
په یوه سایټ کې چې (المستقله) ورته وایې دې یوه سني اوبل شیعی ترمنځ مې دې مناظرې انتطار درلود،مخکې له دېنه چې مناظره پیل شي،سني عالم خپل بوټ له پوښې څخه په ډیرې غوسې وتُروه تندي سره راوُوِست،شیعي عالم وډارشو،چې ناڅاپه وارپرې ونشي،نوسنې عالم ته یې وُوېل: داڅه کوي؟سني عالم ورته وُویل چې:په دې باندې دې تا وشل زموږ دې سنت پرځای کول دي،ځکه رسول الله – علیه وسلم- به کله چې شیعي پخپل مجلس کې ولید، نوهغه به یې بیا پخپل بوټ باندې ویشته اوله مجلس څخه به یې شاړه،شیعي عالم ورته وُوِیل چې: دروغ مه وایه دې رسول الله – علیه وسلم – په وخت کې هیڅ شیعي وجود نه درلود،سني عالم ورته وُوِیل چې داسې ده، نومناظره موهم پای ته ورسیدله،اړین ندی چې په هغه شي سرخوږه ونه وکړوکوم چې ته یې پخپله دې وجود انکارکوي.
       ليكوال:أ- علي خان صافي.