ورورمو تيمورشاه
درسنيومحترمومسؤولينو ! نه ليکوال يم او نه ژورنالست ، بلکې هسې دلغمان ولايت دقرغيوولسوالۍ دعزيزخان کڅ اوسېدونکي يا ددرانه استاد ارواښاد ګل چا الفت دسيمې ساده کليوال يم هسې دزړه دادرد درسره شريکوم
په دې خوټول خبريو چې دکرزي په روان حکومت کې څه څه روان دي او څه شوي دي خوکله چې هم کومه لويه پېښه شوې نو سترګې ورباندې پټې او غوږونه ورباندې کاڼه شوي دي اوهغه متل عملي شوي دي چې دفيلانولپاره اوچتې فيل خانې جوړې شوې دي دافغانستان باهمته ولسه اوپه خاصه توګه دبېلابېلو رسنيو محترمومسؤولينو،درنو لوستونکېو ديوه ليک په ډول درسره يو حقيقت شريکوم چې سل فيصده زما دمعلوماتو په اساس حقيقت لري او غواړم چې ستاسو سر هم ورباندې خلاص کړم اوله تاسوهيله کوم چې دغه ليک نشر اوهغه با احساسه هېوادوال چې ددې هېواد او خپل مظلوم ولس په هکله ښه احساس لري خبر کړئ.
قصه داسې ده چې څه موده وړاندې څلور تنو مسلحو غلو چې زموږ کليوال دي د نور محمد د حا جي محمد جان ځوي چې دلغمان ولايت ،قرغيو ولسوالۍ دعزيزخان کڅ اوسېدونکي دي په مشر ۍ دننګرهار ولايت عربانو ګولايې کې د افغا نستان بانک ته مخامخ کور په کرا يه نيولي و او غو ښتل يې چې نوموړي با نک ته د قند ها ر محبس له تجر بې څخه ا ستفا ده وکړي يعنې دصوف(تونل)پو ا سطه دغه بانک لو ټ کړي مګر بخت يې کار و نکړ د څو متره تونل د شکولو څخه ورو سته د ملي ا منيت ر ياست لخوا د سيمې د خلکو په همکار ۍ با ا لفعل ونيول شول چې د تو نل عکس سلاح او دوي دغه ورانکاري يې له ملي تلو ېزيون څخه نشر ته وسپا رل چې هرومروډېرو هېو اد والو دا خبر ارو ېدلاي دي نو خلک خو شحاله شول چې دې مجر مينو ته به درنه سزا ور کړل شي تر څو نورو ته د عبرت باعث وګر ځي .
نه يواځې داچې دې اشخاصو بانکونه لوټول بلکې څوڅوځله يې دکابل --جلال اباد په لويه لاره او همدلته د خپل کور په مخکې موټر شکولي او حتي مسا فر يې وژلي دي،دخلکوښځې يې ځورولي،دهغوي مېړونه يې دهغوي پروړاندې وژلي،په همدې لويه لاريې له ډرېورانو موټرونه اخستي اودوي يې وژلي دي،اوحکومت يې پر ټولو فجايعو خبر دي او له کومي ور ځې چې دي بندي شوي دهغې څخه را پدېخوا نه مو ټرونه شکول شوي ،نه کومه غلا شوې ده ، اونه په دغه علاقه کې داسې کومه دناامنۍ پېښه شوې ده.
زما دمعلوماتو له مخې ،لومړي دغه شخص ته دمحکمې لخوا دشل کاله قيدسزا واورول شوه،خو کله چې هلک خبرشو،پلارته يې وويل هرڅنګه چې وي ما بايد له دې ځايه ازاد کړې،کله چې يې پلار دپيسوله نه شتون څخه شکايت ورته وکړ،هلک په ځواب کې خپل پلارته وايي ،هغه کور چې په جلال اباد ښار کې لرو وپلوره خو ما ازاد کړه کله چې ازاد شم نوتردې ښه کوربه درته بېرته په دوه مياشتوکې واخلم،پلاريې همداسې وکړل ، کوريې وپلوره ،قاضيان اوڅارنوالان يې ددرونټې ځوانانوپارک ته راوغوښتل او جيبونه يې ورته ډک کړل چې هغوي هم دنورمحمد دبند موده له شلو کالو، دوه نيمو کالو ته را ټيټه کړه،داوېره هم شته چې دادوه نيم کاله به هم د ولسمشر کرزي لخوا دبنديانوپه معافولوکې خلاصه او داځوان او ملګري به يې يوځل بياد ټولنې اوهېوادوالو دازار اووژنولپاره ميدان ته راووځي.
نو ګر انو هېوادوالو! دامو قضا او دامو حکومت نور نو:
بډنګان که برابر امد
ورورمو تيمورشاه