رحمت اله روان
ناټو وایي چې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون تر ۲۰۱۴ کال وروسته د دوى د نوي ماموریت لپاره مهم او اړین دی ،دغه څرګندونې د ناټو سازمان عمومي سرمنشي د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې د یوې خبري غونډې پر
مهال ګړی دی
د ناټو سرمنشي راسموسن د دې پوښتنې په ځواب کې چې که افغانستان او امریکا پر امنیتي سند کوم تړون او پرېکړې ته ونه رسیږي، نو د ناټو د نوي ماموریت برخلیک به څه ډول وي؟ وویل: ((زه هیله لرم چې دا تړون به لاسلیک شي او افغان حکومت دغه تړون لاسلیک کوي، ځکه چې دا د دوی او امریکا لپاره ډېر مهم دي
هغه زیاته کړه چې د دوی نوی ماموریت هم همدې تړون پورې تړاو لري او که دغه تړون ونه شي، نو خپل روزونکي نه شی لېږلی))راسموسن وویل، د افغانستان او امریکا ترمنځ تر دې تړون وروسته به ناټو هم له افغان حکومت سره د نوي ماموریت او روونکو لېږلو په اړه تړون لاسلیک کړي
د ناټو سرمنشي راسموسن د دې پوښتنې په ځواب کې چې که افغانستان او امریکا پر امنیتي سند کوم تړون او پرېکړې ته ونه رسیږي، نو د ناټو د نوي ماموریت برخلیک به څه ډول وي؟ وویل: ((زه هیله لرم چې دا تړون به لاسلیک شي او افغان حکومت دغه تړون لاسلیک کوي))، ځکه چې دا د دوی او امریکا لپاره ډېر مهم دي
هغه زیاته کړه چې د دوی نوی ماموریت هم همدې تړون پورې تړاو لري او که دغه تړون ونه شي، نو خپل روزونکي نه شی لېږلی راسموسن وویل، د افغانستان او امریکا ترمنځ تر دې تړون وروسته به ناټو هم له افغان حکومت سره د نوي ماموریت او روونکو لېږلو په اړه تړون لاسلیک کړي
د ناټو دفاع وزیرانو په بروکسل کې د افغانستان په اړه د خپلې دوه ورځنۍ غونډې په وروستۍ ورځ له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت او عملیاتو په اړه مهمې پرېکړې هم وکړې ،د امریکا دفاع وزیر له غونډې وروسته وویل له ۲۰۱۴ وروسته به ایټالیا او جرمني له امریکا سره په افغانستان کې متحد پاتې شي.
د ناټو له نوي پلان سره سم به د امریکا متحد ایالتونه د افغانستان د جنوب او ختیځ د امنیتي چارو مسوولیت په غاړه اخلي خو جرمني او ایټالیا ته به د شمال ماموریت ورله غاړې شي.
افغان امنیتی چارواکي د افغانستان لپاره د ناټو د دفاع وزیرانو د وروستۍ غونډې پریکړه مهمه بولي او وایې؛ چې په دې غونډې کې یو ځل بیا د افغان ځواکونو پر پیاوړتیا ټینګار وشو،دوی وایې؛ چې افغان ځواکونه ډیرې روزنې ته اړتیا لري او د ناټو غړیو هېوادونو په دې برخه کې مهمې ژمنې کړي ،د افغانستان د دفاع وزیر جنرال بسم الله محمدي چې په بروکسل کې د ناټو په دې غونډه کې یې ګډون کړی وو هم له افغان ځواکونو څخه د ناټو د غړیو هیوادونو ټینګ او دوامداره ملاتړ د افغانستان لپاره ښه خو د دې هیواد دښمنانو لپاره بد خبر بللی دی ،د پوځي چارو څیړونکي هم د افغان ځواکونو د روزنې او له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په افغانستان کې د یوشمیر هیوادونو د سرتیرو حضور د دې هیواد لپاره ډیرمهم او ګټور بولي.
جنرال عتیق الله امرخیل هم ورته نظر لري خو زیاتوي چې د افغانستان لپاره اصلي ستونزه په پاکستان کې د وسله والو مخالفانو خوندي مرکزونه دي چې باید د ویجاړولو لپاره یې د ناټو په غونډه کې خبرې شوې وای
"د ناټو په غونډه کې هیڅ داسې پریکړه یاده نشوه چې د افغانستان په چارو کې د بهرنیو د مداخلو د مخنیوي لپاره به دوی څه کوی،بله مهمه خبره دا ده چې په دې غونډه کې په پاکستان کې د تروریزم د اصلي مرکزونو د ویجاړولوپه اړه هیڅ هم ونه ویل شول،که چیرې په دې اړه څه خبره هم وشي نو بیا عملی اقدام نکیږي زمونږ اصلي ستونزه هم همدا ده".
ټاکل شوې چې نړیوال ځواکونه د ۲۰۱۴ میلادی کال ترپایه له افغانستان څخه ووځي خو له مخکینۍ پریکړې سره سم به د دې هیواد امنیتی مسوولیتونه د روان میلادي کال ترنیمایی پورې افغان امنیتی ځواکونو ته وسپارل شي سره له دې چې افغان امنیتی چارواکي د دې مسوولیت منلو ته په ټینګار سره تیاری ښودلی خو تل یې ویلي چې نړیواله ټولنه باید د افغان ځواکونو روزنې،تجهیز او اوږدمهاله ملاتړ ته دوام ورکړي.
ادندرس فوګ راسموسن زياته كړې ده چی، په افغانستان كې لا هم ننګونې شته او د دغو ننګونو د له منځه وړلو لپاره ډېر كار ته اړتيا ده:((په افغانستان كې د تېرو كلونو د لاسته راوړنو د خوندي ساتلو لپاره لا ډېرو اقتصادي او سياسي اصلاحاتو ته اړتيا ده))دناټو منشی همدا راز ویلی دی چی، ښه حكومتوالي، له فساد سره مبازره، د بشري حقونو خونديتوب او د عادلانه ټاكنو لپاره زمينه برابرول به له افغانستان سره راتلونكې نړيوالې مرستې تضمين كړي ،د چارو شنونكي وايي چې په افغانستان كې د ښې حكومتوالۍ او اداري فساد مساله يوازې افغان حكومت ته راجع كول سمه نه ده، بلكې په تېرو كلونو كې په يادو مسايلو كې د افغان حكومت تر څنګ نړيواله ټولنه هم ښكېله وه ،په تېرو كلونو كې په افغانستان كې فساد او نورې ناخوالې كورنى او بهرنى اړخ لري: ((دا خبره سمه ده چې په افغانستان كې فساد شته، خو هغه فساد چې په نړيوالو مرستو كې شوى، د هغه ځواب به څوك ور كړي)) نړيوالې ټولنې په تېر كې د افغان حكومت په چارو كې مستقيما مداخله كوله او په واقعي ډول افغان حكومت خپل كار ته پرېښودل شوى واى، ښه حكومتوالي به رامنځ ته شوې او فساد به اوس ډېر كم واى: ((نړيوالې ټولنې د خپلې خوښې د وزيرانو او واليانو د مقررولو لپاره پر حكومت بېلابېل فشارونه واردول او اوس هم له خاصو وزيرانو او واليانو څخه ملاتړ كوي ، په افغانستان كې ښه حكومتوالي په مجموع كې د نړيوالې ټولنې غوښتنه ده، نړيواله ټولنه د سيمې لپاره ستراتيژيك اهداف لري او د دغو هدفونو د تحقق لپاره د يوه باثباته او هوسا افغانستان موجوديت حتمي خبره دهله افغانستان سره د نړيوالې ټولنې متواتر ستراتيژيك تړونونه د دې ښكارندويي كوي چې دوى په هيڅ صورت دغه هېواد له لاسه نه ور كوي، اوسني او راتلونكي حكومت ته په كار ده چې په افغانستان كې د فساد، بې عدالتۍ او نورو مسايلو پر وړاندې ډېر جدي واوسي: افغان حكومت دې هغه موانع چې كورنى اړخ لري، اصلاح او هغه موانع چې بهرنى اړخ لري، افشا كړي.پای رحمت اله روان.