په اېټالېه کې درنسانس دادبي دورې پېلامه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پوهندوى جانس ،، زړن،،
دژبو او ادبياتو پوهنځى
پښتو ديپارتمنت
رالېږونکی: داد محمد ناوک

_ لنډيز:په دې علمي څېړنيزه مقاله کې په ايټاليه کې درنسانس ددورې په پيل چې څنکه رنسانس  راپيل شوپه لنډ ډول ميکل انژ ،سانتي رافايل ، کريستف کولمب  او وروسته په ايټاليه کې  درنسانس دورې  دادبياتو په دريو سترو سرلاريو ليکوالو و دانته ايلګر ، پتراکه او جوني

پوګاچيوف او ددوى په ادبي، سياسي او فرهنګي ژوند باند دغه ليکنه شوې ده .
_ سرېزه:دا چې دننګرهار پوهنتون دژبو او ادبياتو پوهنځيدپښتو څانګه په خپل درسي نصاب کې دنړيوالو ادبياتو تاريح تدريسوي ، نوموړې مقاله دنړيوالو ادبياتو او په خاص ډول دلويديځو ادبياتو درنسا نس دورې دادبياتو دزده کړې له پاره ډېره مهمه ده ، دغه څېړنيزه علمي مقاله دژبو او ادپياتو پوهنځي دټول څانګو له استادانو او محصلينو سره ډېره مرسته کولاى شي او پوره ګټه ترې اخيستلاى شي .
_ موخې:ددې څېړنيزې علمي مقالې يو عمده هدف دادى ، چې دژبو او ادبياتو پوهنځي دټولو څانګو محصلين تر ې پوره  استفاده کولاشى شي ،نوموړې علمي مقاله دهغو استادانو سره هم مرسته کولاى شي ، کوم چې داروپا درنسانس دورې په ادبياتو کر ليکنې کوي بل هدف دمقالې ليکونکى استاد هم کولاى شي ، چې ديو فرعي اثر په حيث يې له امتياز څخه ګټه پورت کړي.
_مواد او کړنلاره :په ايټاليه کې درنسانس دادبي دورې پيلامه ، علمي څېړنيزې مقالې له پاره لومړى پلان ترتيب شو دايټاليې درنسانس دورې دادبياتو په اړه معتبر ماخذونه او منابع په نښه شوې دي ، او بيا په کار باندې پيل شوى دى ،په دې علمي مقاله کې دتخنيکي اړخ تر څنګ په فرهنګي ادبي او سياسي برخو باندې څېړنه شوې ده ،او په يوې کوټلې نتيجې سره پاى ته رسيدلې ده .
پنځلسمه او شپاړسمه ميلادي پېړۍ داروپا په ادبياتو کې ډول ډول پوهنو او هنرونو ، يوه روښانه دوره ګڼل کيږي ، درنسانس دورې په پېلېدو سره نوې پانګوالې اړېکې منځته راغللې ، نومړې دوره دځمکواکۍ اړيکو له منځه تګ او دپانګوالو اړيکو دپېلېدو دوره ده.

_  څوارلسمه او پنځلسمه ميلادي پېړۍ ، درنسانس دورې پيل او اولسمه ميلادي پېړۍ يې پاى ده . په دې دوره کې ايتالوي پوه ، ( توسکانيلي )دځمکې دګردوالي نظريه ورکړه ،او دنړۍ نقشه يې جوړه کړه ، په (١٤٩٨) کا ل پرتګالي ( واسکا توګامايې) دهندوستا ن غاړو (سواحلو )ته ورسيد، او په نومړي هېواد با ند ې تېرى او غلا پيل شو ل. په (١٤٩٢) کا ل           ( کريستفکولمب) چې دهسپانيې دپاچا په خدمت کې وه ، امريکا يې کشف کړه ، د( ١٥١٩_  ١٥٢٢) کلونو تر منځ پرتګالي (ماژيلان)دځمکې ګردچاپيره دوره وکړه ، پولنډي عالم   ( کوپرنيک)دلمر په شاه او خوا ، دځمکې دورا ن ثبوت کړ ، ، زړو او وروسته پاتې نظرېو ته يې دپاى ټکى کيښود ، دغو برسيرونو( کشفياتو ) او نويونو ( اختراعاتو )درنسانس دورې ، دادبياتو دمبارزې ډولونه هم دمنځنيو پېړيو پر ضد بدل کړل .(م١_م٩٨)
_ الف رنسانس په اېټاليه کې : رنسانس په ډېره لږه موده کې دلوېدېځې اروپا ټولو هېوادونو ته ، لاره پېدا کړه ، په (١٤_١٥) ميلادي پېړېو کې اېټاليه داروپا د پرمختللو هېوادونو په کتار کې شميرل کيده ، دلومړي ځل له پاره ، په دغه هېواد کې د لاسي صنايعو ډولونه منځته راغلل، چې دپا نګوالي پوړ دپيدايښت سبب شو، حا ل دا چې په،(١٤) ميلادي پيړۍ کې هوما نستي (انساني ) نظريات په نوموړي هېواد کې خپل وروستي پړاو ته رسيدلي وو .   ( پتراکه او جوني پوګاچيوف) دمنځنيو پيړيو دايډيالوژۍ په وړاندې ولاړ وو .دوى تر دانته وروسته ، دنوېو ادبياتو او هنري ژبې بنسټ ايښودونکي وو ، رنسانس دادبياتو تر څنګ دپوهنو او هنرونو ، بېلا بېلو برخو ته ، هم لاره پيدا کړه ، ايټاليه په يو پوهنيز مرکز بدله شوه ، انځور ګر ( ليوناردو داوينچې ) په همدغه هېواد کې په همدې وخت کې وزيږيده ،په دې دوره کې لوى عاما ن او پو ها ن لکه ، ميکل انژ ، ساتني رافايل ، ګاليله ، برنارد شاردن او نور ډېر رامنځته شول .
١_ ميکل انژ : دايټاليه دغه ستر مجسمه جوړونکى و چې اثار يې دټول بشريت له پاره وياړ دى ، په ( ١٤٨٥) کال وزيږيده او پر ( ١٥٦٤) ميلادي کا ل مړ شو.
ميکل انژ دانځور ګرۍ ، مجسمه جوړولو او معمارۍ په هنرونو کې لوى استاد وه . دهغه ارزښتناکه اثار اوس هم دنړۍ په بېلابېلو  هېوادونو کې په ډېر وياړ او احترام سره ساتل کېږي .دميکل انژ په اثارو کې ځانګړې ښکلا شته ، چې دډېرو پېړېو په تېرېدو سره يې ارزښت لا پسې زيات شوى دى ، تر ټولو مشهورې مجسمې يې دادي : دکليسا چت ، چې له يوې ټوټې مرمرو څخه يې جوړ کړى دى ،دفارنز ماڼۍ، دفلورانس کتابتون ، ددوېم ژول تابلو ،مغلوب شوى مسيح ، دبشر دپيدايښت انځور او په ګناه اعتراف ، دهغه ډېر مشور او ارزښتناکه اثار دي .

٢_ سا نتي رافايل : سانتي رافايل دايټاليا درنسانس دورې ستر  نامتو انځور ګر او مجسمه جوړونکى وه ، چې په ټوله نړۍ کې يې خلک له نامه سره اشنايې لري او اثارو ته يې درناوى کيږي. (م٢_ م١٠٠)
_ دغه ستر انځور ګر پر ( ١٤٨٣) کال وزيږيده او پر ( ١٥٢٠) کال يې دتل له پاره له ژوند  سترګې پټې کړې ، رافايل په انځورګرۍ سربيره لرغونپوه هم وه ، نومړي دهنر له بېلابيلو څانګو سره پوره اشنايې درلوده .
_ سانتي رافايل پر دويم پاپ او اولسم ليون ډېر ګران وه ، هغه له ده او دده له هنر سره  ځانګړې مينه ددرلوده ، هغه رافايل ته دکار او هنر دودې او پراختيا له پاره ځانګړي شرايط
برابر کړي وو ، رافايل دمذهبي تعميرونو سر پرستي پر غاړه لرله ، او دواتيکان په ښکلا کې يې ستره ونډه اخيستې وه ، دنوموړي ، دانځورګرۍ انځورونه ، او مجسمې دنړۍ له سترو شاهکارونو څخه شميرل کيږي ، ډېر نامتو انځورونه يې دادي : سپيڅلې کورنۍ ،   ښکلى باغوا ن ، دښار سوزيدل ، داتن مدرسه او نور...
٣_ کريستف کولمب:ايټاليوي سمندر ګرځيدونکى وه ، چې په ( ١٤٥١) کال وزيږيده ، پلار يې سوداګر وه ، او دوړېو سوداګري يې کوله ، له کريستف کولمب سره ( فرديناند اراګون ) او ملکې ( ايزابل دوکاستل ) چې دايټاليې پاچا او ملکه وه ،يو تړون لاسليک کړ ، دنوموړي تړون له مخې کولمب له درېو بېړېو سره په (١٤٩٢) کا ل دنوېو ځمکو او سيمو دموندلو په نيت وخوځېده ، کولمب په خپل لومړني يون کې د (سن لورا ن)په نوم يو ساحل ته ورسېده  ، په دويم يون کې ( ګوادلوپ ، پورتاريکو او کيوبا کشف کړل .په ( ١٤٩٨) کال يې د( ترونته)جزيرو ته مخه کړه او په خلورم يون دمرکزي امريکاپر غاړو پلى شو ، هغه دخپلو دغو سفرونو له لارې يوه نوې ( وچه ) چې امريکا نوميږي وموندله ، خو په خپله کولمب دمرګ تر ورځې پورې يې هم باور نه کاوه و چې نوې وچه به يې کشف کړې وي .
١-دانته ايلګر_ (١٢٦٥_ ١٣٢١) ميلاد ي:  دانته دمنځنيو پيړېو يو پياوړى استازى  او دايټاليې درنسانس دورې شاعر وه ، ايتاليه لومړنى پانګوال دولت وه . دغه هېواد دختيځ او لويديځ دسترو تجارتي لارو تر منځ پروت و. چې ددغه هېواد په پرمختګ او وده کې دغو سترو تجارتي لارو ډېره  اغيز کړى وه ، په دې مها ل دايټاليې ټول ښارونه ازاد او خپلواک وو ،خو
خپل منځي يې تل سياسي او پانګوا ل رقابت درلود ،دايټاليې له مهمو ښارونو څخه يوازې

( وينز ګنيوا) او ( فلورانس )ډېر پرمختګ وکړ،دنوموړو ښارونو تر منځ تل تېزو پاړکيزو مبارزودوام درلود.
_دانته ايلګر په فلورانس کې زيږيدلى دى او پرهغه پېر يې دغه پېښې له نژدې څخه لېدلي دي . دانته چې يو سياسي سړى وه ، دفلورانس په ټاکنيزو مبارزو کې يې ژوندۍ هڅې
وکړې، چې په دې سياسي مبارزو کې دلوى پاپ ( اتم پوني نيتس)په مرسته ددانته دښمنانو برياليتوب تر لاسه کړ ، په پاېله کې دانته او دده ملګري دفلورانس له ښاره تبعيد کړل شول او دژوند تر وروستيو پورې خپل ټاټوبې ته دبېرته راتللو اجازه ورنه کړل شوه ، يوازې په(١٣١٦) ميلادي کا ل خپل هېواد ته دراتللو اجازه ورکړل شوه خو په يو اړ( شرط) چې له خپلې سياسي نظريې  څخه واوړي ، دانته ته دغه اړ (شرط) دمنلو نه وه ، او هلته په راوينيان کې په تبعيد کې پاتې شو .
_ ددغه ستر شاعر چې (فلورانس) يې نړېوال شهرت ته ورساوه ، ټول عمر يې دپردېو پر خاوره په غريبۍ او يوازيتوب کې تېر کړ . دتبعيد پر وخت يې دخپلو ملګرو خيا نتونه ، دروغاو دهغوى دروغجن حيثيت له نژدې څخه ليده .
_ دانته پر (١٣٢١) ميلادي کا ل په (راوين )کې له دې نړۍ څخه دتل له پاره سترګې پټې کړې . دنوموړي تر مړېنې وروسته ، دفلورانس سياسي واکچارېو دهغه جسد ته دفلورانس ښار
ته دراتللواجازه ورکړه ، خو ( راوينيان ) حاضر نه شول چې دداسې يو ستر شاعر او ليکوال  جسد له دوى څخه لېرې شي. چې دخپل عمر يوه برخه يې هلته تېره کړې وي . او هلته په راوين کې دتل له پاره پاتې شو .
_ ددانته ايلګر اثار: دانته له لرغونو اثارو سره نژدې اړيکې درلودلې او رومي ويرژيل يې دخپل استاد په حيث پيژانده، دانته پنځلس کلن شوى نه وه ، چې له ليکوالۍ ، ترانې ويلو او ادبياتو سره يې دېره مينه راوټوکېده .
_ د دانته لومړنى اثر د ( نوي ژوند ) په نامه ياديږي ، په دې ادبي اثر کې دېرش شعرونه دي ، دغه اثر دنثري هنري کيسو شکل لري او يوه کيسه له بلې سره نژدې اړيکې لري ، په دغه اثر کې دنهه کلن دانته لېدنې له خپلې معشوقې سره پيل شوي ، دغو لېدنو دځوان دانته پر زړه ډېر اغيز وکړ ، ددانته او دده دمعشوقې ليدنې له نهه کلنۍ څخه وروسته  پيل شوي دي ،معشوقې يې احترام او درناوى کاوه ، په دې درناوي سره دځوان دانته په زړه کې دمينې او محبت پټ احساسات پيداشول. دانته هيجاني شو ، دخوب کوټې ته لاړ ، خوب يې وليده چې الهي دخپلې معشوقې عشق هغه ته په خوب کې راوړي . دغه مطلب يې په خپل لومړني شعر کې بيان کړى دى ، له همدغې ورځې وروسته دانته دعشق او مينې په دام کې ښکيل شو ، او دخپلو ملګرو او دوستانو په منځ کې افسانه شو ، ملګرو يې له نوموړي څخه دمعشوقې  دنوم پوښتنه کوله ، خو دانته نه غوښتل چې دده د معشوقې نوم دې دبل چا په ژبه راوړل شي ، نو يو خيالي نوم يې خپلو ملګرو ته ووايه ،

معشوقې يې دغه خبره واوريده او له شاعر سره يې خپلې اړيکې سستې کړې ، غمجن شاعر دبېلتون او يوازيتوب اوښکې توې کړلې ، څه موده وروسته له يوې بلې ښځې سره اشنا شو ، خو ډېر ژر بېرته پښيمانه شو ، او ډېر ژر بېرته دخپلې معشوقې په خيال کې ډوب شو .
_ دلويديځې اروپا په ادبياتو کې ددانته ( نوى ژوند ) دلومړنۍ ادبي منظومې په شکل ، چې دشاعر دژوند کړه وړه په کې بيان شوي دي ، دانته دتبعيد پر وخت يو بل اثر هم وليکه چې هغه يې ( شعري او نثري) ټولګه ده ، په دغه شعري او نثري غونډ کې دانته په ګوښه ډول سره د خداى (ج) ، پرښتو ، بخت او سعادت ، عقل ، روح ، او ابدي ژوند په هکله خبرې کړي دي ، په خقيقت کې دغه شعري او نثري ټولګه يوه اخلاقي او فلسفي رساله ده .(م٣_م٣٨٦)
_ دشاعرډېر لوى اثر د ( الهي کوميدي ) ده چې په هغې کې يې خپل سياسي او ټولنيز
نظريات بيان کړي دي ، دغه اثر يو منظوم داستان دى ، او له دريو پرخو څخه جوړ شوى دى ، چې په هغه کې يوه بله نړۍ انځور شوې ده ، ددغه اثر هره برخه درى ديرش ترانې دي ، او په هغه کې داسې کيسه شوې ده ، چې څرنګه انسان بله نړۍ ويني.
_  نړېوا ل دانته داروپا دمنځنيو پيړيو دشاعر په حيث پيژني ، دانته په خپلو اثارو کې مذهبي ، ځمکواال نظريات او افکار بيان کړي دي ، خو په ( الهي کوميدۍ ) کې يې د نوې زمانې دهنر مند په حيث نوي افکار او نظريات راوړي دي ، دهغه په اثارو کې رياليزم روښانه او هيجاني ليدل کيږي ، خو دمنځنيو بېړيو دشاعر او ليکوال په حيث يې ځکه پيژنو چې دى په خپله خيالي نړۍ ګوري ، او دخيا ل په زانګو کې دخپلې معشوقې په عشق کې دوب دى ، او ابدي نړۍ ګوري .
_ ددانته اثار دايټالوي مدنيت لوى يادګار دى ، هغه دژوند ريښتينې پيښې انځور کړي دي ، دايټاليې دهغه وخت ټولنيزې او سياسي مبارزې يې په خپلو اثارو کې بيان کړي دي ، هغه په دې نظر وه ، چې بايد په عامه ژبه ليکل وشي ، الهي کوميدي يې په ساده ، روانه او عام فهمه ژبه ليکلې ده ، دانته نن ورځ دټولې نړۍ شاعر دى ، دهغه اثار دنړۍ په ډېرو ژبو ژباړ ل شوي دي ، دنړۍ لويو ليکوالو له هغه څخه الهام اخيستى دى .(م٤_م١٤٠)


٢_پتراکه_ ( ١٣٠٤_١٣٧٤)ميلادي : پتراکه دايټاليې ديو قانونپوه په کاله کې زيږيدلى دى ، پلار يې له دانته سره نژدې دوستانه اړيکې درلودې ، او ددانته په څير دخپلې سياسي مبارزې په پايله کې له ماتې سره مخامخ او تبعيد کړاى شو ، پتراکه د ( ارتيناکه_ )په ښار کې چې دفلورانس دسياسي فراريانو پټ ځاى و ، زيږيدلى دى. پتراکه دخپلې کورنۍ دروزنې په خاطرپر ( ١٣١٢) ميلادي کا ل د ( اونيسيا ن) ښار ته چې اوه کاله وړاندې د (پاپ) پلازمينه وه لاړ ، هلته يې په زده کړو پيل وکړ ، په پاى کې دحقوقو له فاکولتې څخه فارغ شو .
_ پر (١٣٢٦) ميلادي کا ل دپتراکه پلار او مور له دې نړۍ څخه دابد له پاره سترګې پټې کړې ، ليکوا ل له ډېرو ستونزو سره مخامخ شو ، ددوېم ځل له پاره داونيسيا ن ښار ته راستون شو ، او ديو روحاني شخص په توګه يې دپاپ دربار ته لاره پيدا کړه . په( ١٣٢٧) ميلادي کا لله يوې پيغلې سره اشنا شو او ټول عمر يې ديوې هورې په نوم وستايله ، پر ( ١٣٣٣) _(١٣٣٧) ميلادي کا ل يې فرانسې ، المان ، او روم ته سفرونه وکړل ، له دغو اوږدو سفرونو څخه دبېرته راګرځيدو پر وخت ،يې دپاپ له مرکزي نظام سره ضديت پيداشو  او په کرکه يې ورته وکتل و دخپل ژوند وروستي کلونه يې په ميلان کې تېر کړل .
_پتراکه دخپل ژوند په دوېمه نيمايې کې ديو بشر دوست شاعر په حيث نړېوا ل شهرت ته ورسيد، دنړۍ ډېرو چارواکو پتراکه خپلو دربارونو ته وباله ، خو ده نه غوښتل چې خپله ازادي له لپاسه ورکړي ، فلور ا نسيانو څوڅو ځله هغه خپل پلرني ټاټوبي ته وباله ، او ژمنې يې ورسره وکړې ، چې دپلار ما ل او هستي به يې بېرته ورکړي . پر (١٣٥١) ميلادي کا ل پوګاچوف هغه ته راغى چې دواړه يوې ګډې پريکړې ته ورسيږي ، خو پتراکه تللو راضي نه شو ، او پر (١٣٧٤) ميلادي کا ل د(٧٠) کلونو په عمر يې د ( پدويه) ښار ته نژدې له نړۍ سره دتل له پاره خداى په اماني وکړه .(م٥_م١٢١)
_ پتراکه داروپا د بشر دوستانو دلارښود په توګه مشهور شوى وه ، او خپل اثار يې په ايټالوي او لاتيني ژبو وليکل ، پتراکه له خپل دويم سفر څخه وروسته يو په زړه پورې اثر چې ( افريقا ) نوميږي ، په لاتيني ژبه وليکه ، ليکوا ل  ټول عمر ، دلرغونو خطي نسخو په لوستنه بوخت وه. پتراکه دروم له لرغونو ليکوالو ، اديبانو او شاعرانو څخه الهام اخيستى دى
_ دپترا که لاتيني اثار په دوو برخو وېشل شوي دي :


١_هنري اثار ، ٢_ اخلاقي او فلسفي اثار .
_ د( افريقا )په نوم په زړه پورې ادبي اثر يوه هنري ادبي منظومه ده ، چې دويرژيل له ( اني ريده ) څخه پېروي کوي ، نوموړى اثر له نهو ترانو څخه جوړ دى، چې پاى ته نه دى
رسيدلى ، په نوموړې حماسه کې دافريقا دملي کارنامو ستاينه شوې ده، په دې اثر کې دايټاليې دملي ازادۍ ستاينه او دپرديو دتيري غندنه شوې، پتراکه يو بل ادبي اثر چې د(سترو شخصيتونو) په نوم ياديږي ، هم يو ځواکمن اخلاقي او ټولنيز اثر دى ، په دغه اثر کې دروم مشهورو شخصيتونو ، لکه ( ګنې بل) او دمقدوني سکندر او داسې نورو په هکله خبرې شوي
دي ، ( له سيسرانو څخۀ تر عيسويانو ) پورې يو بل په زړه پورې فلسفي او اخلاقي اثر دى، چې دپتراکه په ښو اثارو کې راتلاى شي .(م٦_م١٥٠)
_ پتراکه په ځوانۍ کې په شعر ويلو خپل احساسات ، خپله مينه ، او خپل عشق خپلې هورې چې هدف يې خپل وطن دى وقف کړى دى. او له دې جملې څخهد ( هورې ژوند) او د ( هورې مرګ) شعرونه يې ډېر شهرت لري ، دژوند په وروستيو کلونو کې يېدسياسي شعرونو په ويلو پيل وکړ ،دسياسي شعرونو په ويلو سره يې دفيوډالي يا ځمکواکۍدورې او دکليسايې نظام له خيا نتونو سره ضديت ښودلى او هغه يې غندلى دى . پتراکه ديو بشر دوست شاعر په حيث ، ديوې ګډې او يو موټى ايټاليې له پاره مبارزه کوله ، ځکه ايټاليه دکورنيو جګړو له کبله له برمه لويدلې او لږځواکه وه ، چې په نتيجه کې دپرديو تيري او يرغل ته لاره هواره شوې وه ، په يو شعر کې داسې وايې :ژپاړه
اى زما ګرانې ايټاليې
بيا هم څوک خلاصون نه درکوي ،
ستا په وينو رنګ زخمونه زما شعر دى ،
ستا نرم او ښکلى بدن خرابوي ،
زما زړه ډېر په عذاب او ستا په درد دردمن دى،
زما هېواده ! زما وطنه ! زما ګرانه!


په تا کې جګړه ده ، داور لمبې دي ،
ستا يووالي ته خطر دى ،
په رنګارنګ پلمو څنګه تا نابودوي .
_ پتراکه انساني شخصيت ته په پوره ارزښت او احترام سر ټيټ کړى او دسترو انسانانو
معياردهغهله پاره عقل وه ، نه ټولنيز موقف او مقام دپتراکه و لېکنې په نړېوا ل فرهنګ کې ستر ځاى لري .

٣_ جوني پوګاچوف_( ١٣١٣_  ١٣٧٥م): :جوني پوګاچيوف دايټاليادويم هومانيست ليکوال او دپتراکه همزولى دى ، خو دپتراکه په څير نړېوال شهرت ته نه دى رسيدلى ، دپوګاچيوف هنري اثار تر ټولو وړاندې  دهغه ناولونه ، دايټاليا دادبياتو په تاريخ کې مهم او لوړ ارزښت لري .
_ پوګاچيوف ديو ناقانونه فلورا نسي سوداګر زوى وه ، په پاريس کې زيږيدلى و، پلار يې په پاريس کې په سوداګريزو کارونو بوخت و. له يوې فرا نسوۍ پيغلې سره اشنا شو ، او ډېره مينه يې ورسره لرله ، ددواړو ددوستانه اړيکو محصول پوګاچيوف دى ، ماشوم يې دفلور انس ښار ته راوړ ، دپلر په غوښتنه يې له څه مودې وروسته ، په کار پيل وکړ ، پوګاچيوف ، حقوق ولوستل ، خو له حقوقي علومو سره يې هيڅ مينه نه لرله ، له خپل پلار څخه يې په پټه لرغونې ژبې ، ادبيات او فرهنګ ولوستل ، پوګاچيوف په څوارلس کلنۍ کې له خپل پلار سره د (نياپل)ښار ته سفر وکړ، او دخپلې ځوانۍ ښه کلونه يې هلته تېر کړل ، نياپل دهغې زخت دځمکواکۍ لوى مرکز و، دنياپل پاچا ( رابرت) يو زيات شمير شاعران خپل دربار ته راوبلل، او ادبي چارو ته يې ډېره پاملرنه کوله ، پوګاچيوف دنياپل دهوما نستانوپه واسطه د(رابرت ) دربار ته لاره پيدا کړه ،دنياپل دپاچا پر لور( ماريا ) يې زړه بايلود . خو دغې مينې ډېر دوام ونه کړ،     ( ماريا)له يو ځوان سره واده وکړ ، له ماريا سره مينې او محبت دپوګاچيوف په زړه کې دتل له پاره ځاى ونيوه ،او ټول عمر يې دهغه ستاينه وکړه . لږه موده وروسته دپوګاچيوف پلار هغه ور وغوښت ، کله چې پوګاچيوف ، له نياپل څخه راوګرځيده ، دفلورا نس دښار په ټولنيز ژوند کې يې  فعاله ونډه واخيسته ، او په فلورا نس کې پر( ١٣٤٣_١٣٤٥) ميلادي کلونو کې لومړنى کارګري غورځنګ جوړ شو
_ پر (١٣٧١) ميلادي کا ل نوموړي ستر کارګري غورځنګ ، دوړيو اوبدلو دفابريکې له کارګرانو سره خپلې اړيکې تينګې کړلې ، پوګاچيوف د( ګوليفيانو) له ګوند سره اړيکې لرلې ، او دجمهوري نظام غوښتونکى وه .

_ پر( ١٣٥٠) ميلادي کا ل يې له پتراکه سره وليدل ، خو له دغې لېدنې څخه وړاندې يې يوازې دهغه اثار لوستي وو .له پتراکه سره يې دوستانه اړيکې درلودلې ، هغه يې دخپل استاد په حيث پيژانده ، دليدنو کتنو په پايله کې يې ديونا ن او ايټاليې په ژبو او ادبياتو خپل کار پيل کړ . دفلورا نس ژوند دليکوا ل په نړۍ ليد ډېره اغيزه وکړه ، دپتراکه شعرونه داسې وو : (( دخداى(ج) له پاره خدمت او قرباني دظالم دوېنې تويېدل دي )) ، پوګاچيوف دپتراکه په شا ن ، انسا ن ته دهغه دقابليت او استعداد په ارزښت قايل و. عادي او با استعداده انسا ن يې پوه باله ، خو اريستو کراتان يې ناپوه  او بېلېدونکي بلل ، دپوګاچيوف په اند ، سعادت ، عشقاو ژوند ، دهر ا نسا ن طبيعي حق دى .(م٧_ م٣٨٢)
_( فا لاګا لا او اميتو)، دشاعر دځوانۍ دورې اثار دي ، ( فالا ګالا) دايټاليې دمنځنيو پېړېو يوه ا فسانه ده ،چې په نوي ډول ليکل شوې ده ، (اميتو ) دشاعر غنايې اثر دى ،چې له شعر او نثر څخه جوړ شوى دى ،په دغه اثر کې شاعر حقيقي ژوند ،انځور کړى دى ،او ددانته خلاف يې دا نسا ن مينه د  مادي نړۍ له ارزښت سره محکومه کړې ده .
_ دپوګاچيوف دځوانۍ دورې له اثارو څخه يو هم ( فيه ميتو ) يو په زړه پورې او خوندور اثر دى ، په دغه اثر کې يې دځوانې ښځې روحي عذاب بيان کړى دى ، چې خپل عاشق ته دروغ وايې ،په نوموړي اثر کې ليکوال ، دخپل ژوند دځوانۍ دورې پېښې راوړي دي ، دليکوال په نظر په دغه اثرکې دمحبت احسا ساو دعشق درد ، له مار يا سره انځور شوى دى .(م٨_م٢٨).
_ فيه ميته يوه ځوانه ښکلې ښځه وه چې دفيه ميته په نامه ياديدله ، فيه ميته له ځوان پامفيلا سره په کليسا کې اړيکې پيداکړلې ، او له خپل خاوند سره يې خيانت وکړ . ددوى مينې ډېر دوام ونه کړ ، ځکه چې ځوا ن پامفيلا  خپل پلار ور وغوښت پامفيلا خپلې  دغې معشوقې ته وعده ورکړه ، چې تر څو مياشتو وروسته بېرته راځي ،فيه ميته دځوان پامفيلا انتظار کاوه ، او دهغه خطونه به يې په جار سره هر چاته لوستل ، ځوان پامفيلا خپلې ورځې او شپې شميرلې ، ډېر غمجن وه ، دژوند خوښي يې هېره کړې وه ، تر څه مهال وروسته ، ورته خبر ورسيده ، چې فيه ميته له يوه ځوان سره واده وکړ . ددغه خبر په اوريدو سره ځوان پامفيلا، غوښتل له خفګان څخه خپل ځان ووژني .خو تر خه وخت وروسته يې له فيه ميته څخه تمه پرې شوه ، او دخپل ناکام عشق او مينې کيسې يې هر چاته کولې ، چې په ژوند کې بايد له دارنګه اشتباه سره مخامخ نه شي.(م٩_ م٦٨)
_ پوګاچيوف د فيه ميته عشق او مينه دټولو رواني لاملونو له مخې بيان کړې ده ، او په دغه کار سره يې دلومړي ځل له پاره دا نسا ن ددروني نړۍ انځور داروپا په ادبياتو کې راوړى دى . تر پوګاچيوف وړاندې دليکوالو په اثارو کې ښځې داحترام او ستاينې وړ وې   .(م١٠_م٤٤)


پوګاچيوفيو مذهبي شخصيت او دکاتوليک مذهب پېرو ي يې کوله ، دپوګاچيوف کيسې په ايټالوي ښکلې ژبه ليکل شوي دي ،او اثار يې دښه نثر نمونه ده . پوګاچيوف ددانته او پتراکه په څېرله انسا ني احساساتو او عاطفې  څخه ننګه کوله ، پوګاچيوف له معشوقې څخهکرکه کوله ، او دغچ اخيستلو په خاطر يې دغه داستان ليکلى دى . ددغه کتاب په سريزه کې ليکوا ل داسې يادونه کړې ده ، چې دفلورا نس بېرحمې ښځې زه ځان وژنې ته اړ کړى وم . اثر داسې و، چې ليکوال خبر تر لاسه کړى و، چې دهغې معشوقې دده ليکونه په جار خلکو ته لوستل ، ليکوال دخپل ژوند په وروستيو کلونو کې ددانته داثارو په څېړنه بوخت وه ، دپوګاچيوف نوم بشري تاريخ هېرولى نه شي ، او هغه تر نن ورځې پورې په نړۍ کې دشهرت خاوند دى(م١١_م١٢١)
نتيجه يا پايله : دايټاليې درنسانس دورې ادبيات دنړيوال ادبي تاريه په چوکاټه کې مهم ادبيات دي، همدا دايټاليې هېواد او ددې هېواد دفلورانس ښار وه چې دژوند په هر ډګر کې په کې رنسانس پيل شو همدا هېواد وه او دهمدې هېواد دهمدې زمانې دايټالوي وګړو هڅې وې ، چې نړۍ يې دپيژندلو وړ کړه ، دهمدې هېواد اوسيدونکى کريستف کولمب وه ، چې دامريکا وچه يې کشف کړه ، دهمدې هېواد دمنځنيو پېړيو او رنسانس دورې ليکوا ل دانته وه ، چې دخپلو ليکنو او مبارزې په نتيجه کې يې په ايټاليه کې يوه نوې روښانه دوره (رنسانس ) راوزيږوله دهمدې هېواد دليکوالو ( دانته _ پتراکه او جوني پوګاچيوف مبارزې او هڅې وې ، چې دايټاليې درنسانس دورې ادبيات يې رامنځته کړل و او له همدوى نه په الهام اخيستنې سره نن داروپا هر هېواد درنسانس دورې خپل خپل ادبيات لري. مونږ کوښښ کړى او يوې موټلې پاى ته رسيدلي يو او هغه دايټاليې درنسانس دورې ددريو ليکوالوپيژندنه ده .
مناقشه:ددې څېړنيزې لېکنې په پاى کې دې پايلې ته ورسيدو چې دنړۍ په هر ګوډ کې نن درنسانس دورې ادبيات موجود دي ،نن داروپا په ادبي تاريخ کې درنسانس دورې ادبيات ځانته ادبي تاريخ او ځانته خپل خاص انځور او خاص پيغام له ځانه سره لري دا پيلامه له ايتاليې خخه شوې ده ، او د نړۍ دوګړو د ژوند په هر ډګر  کې لا رنسانس دوام لري .


اخځليکونه :
١_ ايوبي، محمد نادر ، سياسي نظريات، صحاف نشراتي موسسه ، کوټه و ٢٠٠٩م کا ل، مخ٩٨
٢_ ايوبي، محمد نادر، اقتصادي  نظريات، صحاف نشراتي موسسه ، کوټه ، ٢٠٠٤م کا ل مخ ١٠٠
٣_ ايوبي و محمد نادر ، فلسفه، صحاف نشراتي موسسه ، کوټه ، ٢٠٠٦م کا ل مخ٣٨٦
٤_بګوسلاوسکي، و.ن.دشلمې پېړء نړېوالو ادبياتو تاريخ، په روسي ژبه ، مسکوو پرسويشينيه،  ١٩٨٩  ل کال، ١٤٠ مخ
٥_ توماس ، هنري او توماس ډانالي، په فلسفه کې تل پاتې پيښې، دانش خپرندويه ټولنه ، ١٣٨٤ ل کال، ١٢١مخ.
٦_ رشيدي ، جمشيد ، ادب تېوري ، انتشارات نامي، ١٣٩١ ل کال، ١٥٠مخ.
٧_ روهي و محمد صديق، ادبي څېړنې ، دانش خپرندويه ټولنه ، ١٣٨٦ل کال، ٣٨٢مخ.
٨_ زيرکيار ، رحمت ربي ، سياسي فکرونه او سياسي نظامونه ، پيښور ،١٣٨٤ ل کال،  ٢٨ مخ.
٩_ شميساوداکتر سيروس، انواع ادبي ، چاپخانه رامين ، ١٣٨٣ ل کال، ٦٨مخ.
١٠_هاشمي ، سيدمحۍ الدين ، دنثري ادب ډولونه، وحدت خپرندويه ټولنه ، ١٣٨٩ ل کا ل،٤٤ دمخ.
١١_ وزيري، محمد داقبا ل،دادبياتو تېوري ، دانش خپرندويه ټولنه ، ١٣٩١ل کا ل ، ١١٢ مخ