انتخاب يا ټاکل

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ع. شريف زاد
ګو ستا و لو بون وايي چې دا خبره په يوه ټولنه کې رښتيا ده ، چې په خلکو باندې حکومت کول دومره ګران کار نه دى لکه په خلکو کې د لايقو، خبيرو، د وطن رښتيني اتلا نو، صادقو، ټا کل.


زما ملګرى دا يوه لويه اشتباه ګڼي چې ا جتما عي کارونه داسې کسانو ته وسپارل شي چې هغوى په خبروکې ډير مهارت لري او په خبرو ډير ښه پوهيږي.
ده د کوم عالم دا خبره ډيره خوښه کړې ده، چې په خبر لوڅو او نطاقانو کې د فکر خاوندان ډير لږ پيدا کيږي. دده په باور هغه څوک چې ډيرې خبرې کولاى شي، ښه ښه کارونه نه شي کولاى او ډير فکر کوونکي هم د کار خلک نه دى. زه دده دا خبره ځکه ښه ګڼم چې دى په خپله د فکر خاوند دى او په خبرو کې هم ډير ښه دى.هغه څوک چې د ځان په حصه کې هم له حقه نه تيريږي او د قضاوت په وخت کې په ځان هم حکم کولاى شي بايد ښه يي وګڼو او په قدر ورته وګورو.
زمونږ د ټولنې نري او با ريک عيبونه ډير زيات دي په ځينو بر خو کې د انتقاد له دايرې نه هم لوړ يږي او ډير زيات په زړو کيسو را څرخي.نو سوال پيداکيږي چې يا مو انتخاب سم نه دي او يا له خپلو خلکو، هيواد، کلي او کوره ښه پيژندګلوي نه لرو ا يا د هوسو نو په يابو سپاره يو.کيداى شي چې د جاپاني لنډ کرزورو تاثير هم وي څومر چې بي بي سي رابندې وګړيده بيا هم پوه نه شو. ولس د شورا لپاره وکيلان انتخابوي نه شورا د ولس لپاره او همدارنګه د حکومت مشر وزير ان ټاکي نه وزيران له کوم بل ځا ى نه.دغه اسا سات او ټاکنې په دولتي چارو کې ډيرې مهمې دى او عادى خبره نه ده چې ناديده ېې وګڼو.
زمونږ د ټولنې ټول ادبي محا سن او معايب بايد څنګ په څنګ په کلکه تو ګه محا سبه او وڅيړل شي ځکه چې ډير اهميت لري او د پاملرنې وړ دى.له بده مرغه دغه ټولې ستونزې مونږ ته په لمړي سر کې د ملګرو ملتو چې ملګري نه دى او په تيره بيا د بن له معاهدې چې له ديورند څخه يي څيره کمه نه ده را په برخه شولې . زمونږ فکرونه او نظرونه يو نه وه، زمونږ د ټولنې ټول اخلاقي مسايل د روسانو د تجاوز او بې شرمي له کبله ستړي او ستومانه وه، مونږ د هيواد لپاره څه نه لرل او په لومړي سر کې اى اس اى هم استاد رباني ته زعامت وسپاره او استاد هم د خپلې مرام نامې سر غړونه وکړه د پخوانې رژيم له سرو
سره ېې سازش وکړ . د خپلو ګټو لپاره تر څو چې کابل فيصله نه کړ له خپلې څوکي بيرته نه شودده په څنګ کې ېې نا لايقو، بې کفايتو، بوالهوسو د ملي فرهنګ او اسلامي اساسا تو دښمنانو ته ډيره مناسبه زمينه برابره کړه د هيواد په تاريخي اهميت ېې ور ودانګل اود شخړو ميدان همدغو افغان وژنکو ته پريښود په ډاکه د ژبې کرکه ورسره ملګرې او تر څو يي چې زور ورسيد د خټو زمري سره مرستې وکړې.
چې په نتيجه کې يي ډير ناوړه کارونه وکړه که نه زمونږ ټولنه چيرې او تروريزم چيرې؟
زمونږ نوى نسل، په جنګ او جګړو خوړلې هيواد کې را لوى شوى ځوانان دې ته بايد ښه پاملرنه وکړي چې په خاوره کې هر ډول کرکه،غاښ چيچل، پټ او ښکاره هلې ځلې که په هر نوم وي او هر رنګ و لري د يو ويشتمې پيړۍ کار نه دى زمونږ عقيده او ايمان د هغو مخالف دى او هر مسلمان پر دې باندي ښه پوهيږي. او نتيجه ېې هم سل په سلو کې صفر ده. نو دا لازمه ده چې ټول قومونه او قبيلې يو د بل په څنګ کې کلک ودريږي او له هر ډول توپير نه ځا نونه وژغوري.د ټولنې يووالي ته ځا نونه چمتو کړي چې دګران افغانستان لپاره يوه حياتي مسله ده او د هيواد ابادي د پوهې په حکمت سرته رسيدونکي ده نه د ملګرو ملتو
او نه بل چا.
په درناوي