ليکوال : عزت الله ذکي
ايران قدم پر قدم په افغانستان كې د پاكستان پر پله روان دى. د پاكستان سره خو افغان ملت د نولسمي پېړۍ راهيسي حقوقي ستونزې لري او تر اوسه لا د افغانستان او پاكستان تر منځ حقوقي مشكلات لاينحل پاته دي، ولي د ايران سره افغان ملت كومه حقوقي ستونزه مخكې
نه درلودل، خو اوس تر پاكستان ايران د افغانستان په كورنيو مسايلو كې ډېر ښكېل دى. البته سړى نه پوهېږي چې ايران د كوم هدف په لوري درومي، خو په دې وروستيو كې د ايران افغان وژونكې توطيې له هيچا پټي نه دي. ايران په افغانستان كې ډلي، احزاب او ځيني بهرنيو ګټو ته وفاداره كړۍ لري چې لحظه په لحظه راپور ايرانيو چارواكو ته رسوي. يو ځل مخكې چې له امريكا او نړيوالي ټولنې سره د ستراتيژيك تړون په اړه خبرې پيل شوې، نو ايران په افغانستان كې د خپل سفير په مټ نهايي هڅه وكړه، تر څو د افغانستان د ستراتيژيكو همكاريو د تړونونو د لاسليك كېدو مخه ډب كړي. دوى په داخلي او نړيواله كچه ځان ستړى كړ، چې په هر قيمت د دې تړونو مخه ونيسي او په هيڅ صورت افغانستان له نړۍ سره متصل نه شي. اوس يو ځلې بيا چې د امنيتي تړون مبحث پيل شوى، نو څو ورځې مخكې جناب اصف محسني صاحب په خپلو مذهبي خبرو كې چې هره ورځ يې كوي او په آخر كې بيا سياسي رنګ وركړي، وويل: له بهرنيو هيوادونو سره هر ډول امنيتي او ستراتيژيك تړونونه د افغانستان په زيان دي. د نوموړي خبرې كټ_مټ د ايران د سفير خبرو ته ورته وې. زموږ دا ډول سياستمداران دې دا ډول فكر نه كوي چې ولس تر آبده دومره سياسي شعور نه لري. ملت نور ويښ او د ملي ګټو په وړاندي همږغى دى او هر څوك چې د پرديو هيوادونو په نفعه تبليغ كوي، اوس يې ولس په نبض تر پخوا ډېر ښه پوهېږي. ښاغلى محسني صاحب! سره د دې چې د تړونونو د زيان لپاره يې مؤثق او قانع كوونكي دلايل نه درلودل، په وچ كلك زور له نړيوالي ټولنې سره د افغانستان له يوځاى والي سره مخالفت درلود. موږ وايو ښاغلې محسني صاحب! دا پوښتنه به تاسو ته راجع كړو چې د ايران سره د افغانستان دوستي كوم مفهوم لري؟ آيا ايران د افغانانو دوست گڼلاى شو؟ زه يوازي د روان كال د پيل راهيسي د ايران د ښكاره دښمنۍ څو بېلګې ستاسو مخ ته ږدم، نور قضاوت په تاسو او ملت اړه لري. ايران له افغانستان سره زر كيلو مټره ګډه پوله لري، يوازي د روان كال دپيل راهيسي ايران دوه ځلې پر دغه ګډه پوله په لسګونو افغانان په شهادت ورسول. څو ورځې وړاندي ښايي د فراه بريد چې پنځه دېرش تنه بې ګناه افغانان پكې ووژل شول او په لسګونو نور ژوبل شول، هم ستاسو ياد وي، تر دې بريد وروسته افغان چارواكو داسي شواهد وړاندي كړل چې دغه بريد په ايران كې ترسيم شوى وو، بريد كوونكې د ايران د زاهدان ښار څخه راغلي وو، هلته روزل شوي وو او مجهز شوي وو او بيا د ايرانيو افغان ضد ډلو په واسطه فراه ته رارسول شوي وو. بريد كوونكو د فراه په حمله كې تر ډېره ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واړول. همدا راز څو ورځې مخكې درې سوه تنه بې ګناه افغانان چې غوښتل يې ايران ته واوړي، پر پوله د ايرانيو ملېشو له خوا، تر ډزو لاندي ونيول شول، چي لس تنه پكې ووژل شول او په لسګونو نور زخميان شول. د تېرو څه دپاسه يوولسو كلونو په ترڅ كې ايران په سلګونو افغانان په ايران كې پرته له محكمې او قاضي اعدام كړل، چې د يو شمېر جسدونه يې هم افغان ملت ته تر ډېرو مظاهرو وروسته، وروسپارل. ښاغلى محسني صاحب! دا اوس په ايران كې د ټولو اسلامي او نړيوالو قوانينو پر خلاف، پر افغان مهاجرو دا ډول بنديزونه ايران وضع كړي چې هيڅ بشر او بشريت ته د منلو وړ نه دي. ټول مهاجر د خپلو كارونو په ځاى كې يرغمل دي، آن داسي راپورونه هم وركړل شوي چې د زياتره افغان كارګرو څخه په ايران كې د كلونو حق الزحمه ګرځول شوې او اوس دغه مهاجر له وېري د ايران استبدادي حكومت ته عرض هم نه شي كولاى، ځكه افغان مهاجر په ايران كې په قاچاق مبدل شوي. ښاغلى محسني صاحب! ايران د ټولي نړۍ د مهاجرو سره د ملګرو ملتونو د(۱۹۵۱) كال د كنوانسيون پرېكړه ليك مراعتوي او د همدغه پرېكړه ليك پر بنسټ ورسره پر نړيوالو معيارونو برابر چال چلند كوي، خو د افغان مهاجرو لپاره ايران د (۱۹۵۱) كال د كنوانسيون د پرېكړه ليك دوهمه ماده چې كډوالو ته په يو هيواد كې د تګ او راتګ اجازه وركوي، پاكه كړې او هيڅ درنښت ورته نه لري. د ايران د هر ولايت په زندان كې په سلګونو افغان ځوانان د تېرو څو كلونو راهيسي بې سرنوشته شپې او ورځې تېروي. افغان دولت هم دهغه افغان مهاجرو چې په ايران كې بنديان دي، كره شمېره نه لري. ښاغلى محسني صاحب! تاسو خو يو مذهبي او روحاني عالم ياست، تاسي په افغانستان كې د ايران پر سياسي مداخلې سربېره د ايران د سپاه پاسداران ډلي مستقيمه مداخله نه وينئ چې هره ورځ زموږ بې ګناه وګړي د ايرانيزم د توطيو په واسطه خپل ژوند له لاسه وركوي؟ په هر صورت، ډېري داسي بېلګې موجودي دي چې ايران د افغانستان ازلي دښمن ثابتوي. ايران پر دې سربېره چې افغانان اعداموي او بيا يې جسدونه هم نه راسپاري، عملاً دااوس د دولت وسله وال مخالفين تمويلوي. په افغانستان كې فرقوي او مذهبي شخړو ته لمن وهي او په افغان ملت كې طبقات متقاسيم جوړوي او قدم پر قدم په افغانستان كې د پاكستان د پالېسۍ تمثيل كوي، نو نن د افغان ولس سياسي شعور په هيڅ صورت د ايران ځيني اجيران نه شي منحرفولاى. زموږ ولس اوس د پاكستان او ايران په سياست تر بل هر وخت ښه پوهېدلى او په دې هم متفق دی چې دا دوه هيوادونه د افغان ملت ازلي، اساسي او نه پخلا كېدونكي آبدي دښمنان دي.
---------------------
ليکوال : عزت الله ذکي
سرچينه : ټاټوبی اوونيزه