احمدالله رحماني
په تاند ویبپاڼه کي مي ولوستل چي د ایران بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي ویلي دي ، په افغانستان کي د امریکا متحده ایالتونو پوځي اډو ته اړ تیا نه شته ، دا ځکه چي افغان امنیتي ځواکونه د هیواد بشپړ امنیت په لاس کي اخیستلای شي .
د ښاغلي علي اکبر صالحي دا خبره پر ځای ده چي افغان امنیتي ځواکونه د هیواد امنیت سانتي اهلیت لري او کولای سي دا مسئولیت پر غاړه واخلي . خو باید ووایو چي افغانان ددي اهلیت پېژندني لپاره د ایران سلا او مشورې ته اړتیا نه لري او نه به کوم بهرني هیواد مخصوصاً ایران ګاونډی ته حق ور کړي ، د افغانستان په کورنیو چارو که لاسوهنه وکړي . که افغانستان تر کال ۲۰۱۴ وروسته کوم وخت چي بهرني ځواکونه له افغانستان نه ووزي ، له بې امنۍ سره مخ کیږي ، نو دا بې امني به هم د ایران له خوا وي . له ایران نه باید پوښتنه وشي چي هغوی له کومه وخت د افغانستان د امن په غم کي دي . د افغانستان د اوسني حالت یو مسئول ايران دي . د افغانستان په شمال کي د ایران ګوډاګیان خو په هر قیمت حاضر دي چي د امریکا اډې په افغانستان کي ومني . ایران که د خپلو ګوډاګیانو په وړاندي داسی اظهارات کوي ، نو مانا به یې دا وی چي دادوه مخئ هیوادد خپل ځان په غم کي دی او د امریکا د اډو څخه وېره لري . تر اوسه خو د امریکایي اډو په اړه د افغانستان له خواکوم ثابت ګام ندی پورته شوی . د افغانستان ولسمشر څو ورځي مخکي وویل چي امریکا له افغانستان نه د نهو اډو غوښتنه کړېده ، خو امریکا بیا دا خبره تائید نه کړه . ایران ته لازمه نده چي په اصطلاح »د اوبو له مخي ګاولي وباسي « .
د تاریخ په اوږدو کي افغانستان د ایران په کورنیو چارو کي هیڅ وخت لاس نه دی وهلئ . خو ایران هر وخت زیار ایستلئ دئ چي د افغانانو تاریخ ، کلتور او نور اثار د ځان کړي . اوسمهال یې په افغانستان کي ځیني وطن پلورونکي په دې عقیده کړي دي چي افغانستان پر دوو برخو وویشي . ایران که په نړۍ کي د یوه پیاوړي هیواد نوم لري ، خو دافغانستان غیرتمنو زامنو په وړاندي باید له احتیاط نه کار واخلي . هغه متل دی چي وایي » بازي ، بازي ، نه به ریش بابا بازي « . ایران باید پوه شي چي د افغانستان په کورنیو چارو کي لاس وهنه د زمري په بریتو بازی دي . افغانستان د زمري په شان دی ، هري خواته چي یې مخ وګرځاوه ، هغه خوا دتباهي سره مخامخ کیږي .
په افغانستان هم ډیر کسان شته چي د امریکا د اډو سره لیوالتیا نه ښکاره کوي . خو دا هغه کسان دي چي پدې کار کي د ایران سلا ته اړتیا نه لري او دخپل هیواد تصمیم په خپله نیولای سي .
د ښاغلی علي اکبر صالحي داسی خبري جوته کوي چي دا سړی یا د افغانستان په اړه پوره مالومات نه لري اوکه یې ولري ، ښه دیپلومات نه دی . په افغانستان کي که کوم شي ته ضرورت نه وي هغه به د ایران دومخیزه سلاکاري وي . افغانانو ایرا ن په ښه توګه پېژندلی دی . دا څنګه مهربانه ګاونډیتوب دی چي له یوې خوا مو هره ورځ وطنوال را اعداموي او له بله پلوه د افغانستان د امن او ښېګڼو په اړه خبري کوي . شرم او حماقت هم خپله اندازه لري . ایران هیڅ وخت د افغانستان دوسته نه وو او نه به هم شي . هر هغه افغان چي د ایران پلوي کوي او دهغوی په خبرو غولیږی ، هغه به داسی کسان وي چي شمسي کال ته خورشیدي کال وایي ، پوهنتون ته دانشګاه وایي ، افغان ته افغانستانی وایي او یا د افغانستان جادې د ایرانیانو په نومونو نوموي . داسی کړني په افغانستان کي ابن الوقته بلل کیږي او بقا نه لري . بیلګه یي د جلال اباد ښار دی چي یو وخت د »تړون ښار په نوم ونوملول شو« ، خو نن ورځ نه تړون شته نه یې ښار ، د جلال اباد نوم پر ځای دی .
تاند- د ایران د بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي وايي، د امریکا متحدو ایالتونو ته اړتیا نشته چې په افغانستان کې پوځي اډې جوړي کړي ځکه چې افغان امنیتي ځواکونه د خپل هیواد بشپړ امنیتي مسوولیتونه په غاړه اخیستلی شي.
د ایران د باندنیو چارو وزیر پرون په تهران کې د افغانستان لپاره د ملګروملتو له خاص استازي یان کوبیش سره په کتنه کې په افغانستان کې د امنیت د ټینګولو لپاره د افغان حکومت پر وړتیا ټینګار وکړ، ویې ویل: له دې هیواده د امریکايي پوځیانو د وتلو په نتیجه کې به افغانستان د ناامنۍ ښکار نه شي.
ده تاکید وکاوه چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو اډو ته اړتیا نشته او د هغوی په ځای دې د امنیتي چارو مسوولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
ده دا څرګندونې په داسي حال کې وکړې چې ډېر کتونکي وايي چې له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته به دا هیواد یو وار بیا د نوي یمې لسیزې په شان په کورنۍ جګړه کې وسوزي.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په وروستیو کې وویل چې د امریکا متحد ایالتونه له افغانستانه د نهو اډو غوښتونکې ده خو امریکايي چارواکو د ښاغلي کرزي څرګندونې تایید کړي نه دي.
یان کوبیش په سیمه کې د ایران رول مهم وباله او له دغه هیواد او د افغانستان له نورو ګاونډیو څخه یې وغوښتل چې د افغانستان له بیارغونې سره لا زیاته مرسته وکړي.