احمدالله رحماني
په نظر کي ده چي د افغانستان پارلمان د راتلونکي شنبې په ورځ پر هغه قانون خبري وکړي چي د ښځو په وړاندي د تاو تریخوالي نه مخنیوی کوي . له حالاتو نه داسی مالومیږي چي په پارلمان کي به په دې اړه خبري اتري له کړکیچ سره مخ سي . فوزیه کوفي چي په افغانستان کي د ښځو د حقوقو لپاره جنګیږي ،ویره ښکاره کوي او وایي چي کیدای شي
د پارلمان غړي چي په دي اړه ښه نظر نه لري ، دا قانون چي د دریو کلونو را پدیخوا نافذ دی، له بیخه وباسي . په دې ترتیب به هغه پرمختګونه وران شي چي د طالبانو د رژیم د ړنکېدو وروسته د ښځو د حقوقو په اړه لاس ته راغلي دي .
دا اوسنی قانون شل هغه کړني چي د ښځو په وړاندي تاوتریخوالی بلل کیږي ، تر جزا لاندي راوړي . په هغو کي د ښځو په کم سن او یا وړوکتوب کي واده کول او پر ښځي جنسي تیری کول شامل دي . څنګه چي دا شاني کړني په ځینو وروسته پاتي کړیو کي د جزا وړ نه بلل کیده ، د ښځو د حقوقو دفاع کونکو زیار وایست چي دا قانون دجمهوري ریاست په فرمان نافذ کړل شي . چي دا کار په ۲۰۰۹ کال کي تر سره شو . اوس چي دا قانون تر پارلمان پوري ورسیدی او هلته باید خبري پرې وشي ، دا د فوزیه کوفي د زحمتونو نتیجه ده . فوزیه کوفي زیات وخت مخکي ځان د ولسمشري ټاکنو ته نومولی دي . دا آغله په بهرنیو هیوادونو کي دښځو د حقوقوپه اړه مبارزه او ساتونکي بلل کیږي . ددې آغلې په دې ګام چي داقانون تر پارلمان پوری ورسوي ، د هغې په ښېګڼو کي نور هم زیاتوالی راولي .
ددې د مخه چي په پارلمان کي پر دې قانون خبري وشي او رایي ورکړه شي ، یو لوی د ښځو د حقوقو ساتونکي ګروپ چي په هغه کي پنځلس د پارلمان ښځینه وکیلاني هم شاملی دي ، زیار وایست چي پر دي قانون رایي نیول ونه شي . د افغانستان ولسمشر حامد کرزي چي د ښځو د حقوقو په اړه دوه مخیزه سیاست لوبوي ، وویل ، دی به دا قانون د پارلماان تر رایي نیولو وروسته یو ځل بیا وګوري . ولسمشر کولای شي چي پر دې قانون ویټو ورکړي خو بیا هم اخیري صلاحیت له پارلمان سره پاتي دی .
فوزیه کوفي چي په پارلمان کي د بشري او ښځو حقوقو د کمیسیون غړې ده ، دې ته حاضره نه شوه چي دا قانون د پارلمان له اجنډا نه وباسي . هغه وایي زه باور لرم چي په پارلمان کي به وتوانیږم پر دې قانون تر چوکاټ وتلي خبري ونه شي . اوسمهال په پارلمان کي هغه کسان چي پر دې قانون له خبرو سره مخالف دي ،مخصوصاً د پارلمان ۶۸ ښځینه غړي ، زیار باسي چي ددې قانون په اصلي مادو کي تغیر رانه وستل شي . د تیري پنجشنبي په ورځ دې کسانو غوښته چي پارلمان ته د میډیا له لاري اخطار ورکړي . دا ګروپ وایي : که په اوسني قانون کي د ښځو په تاوان بدلون راوستل شي ، موږ به ددې پایلې مسئولیت فوزیه کوفي ته متوجه کړو ، ځکه دا آغله غواړي چي پر دې قانون په پارلمان کي خبري وشي . دا ګروپ زیاتوي چي هغه کلکه مبارزه چی د ښځو او جنکیانو په وړاندي تاو تریخوالی تر جزا لاندی راولي ، باید په هیڅ صورت تر سوال لاندي رانه وستل شي .