د نور الله نامي د اوتو بوتو په اړه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

توريالی هېواد وال
يو ملګري کيسه کوله، وايي يو دوست مې له وطن نه پېښور ته راغلی و، په عام ډول پاکستاني پوليس خو هسې افغانان ځوروي، بيا په تېره چې کله کومه پېښه را منځ ته شي هلته خو بيا ددوی ميره وي!


په دې ورځو کې هم څه پېښه شوې وه، دوست مې غوښتل بازار ته لاړ شي زه هم ور سره روان شوم، خو له روانېدو مخکې مې دوست ته وويل چې سړيه راځه دا ساټ باټ دې لږ بدل را بدل کړه، که په دې بڼه دې پوليس وويني ما ته به هم کار در سره وګورې، جامې مې ورته بدلې کړې، واسکټ، خوله، هر څه مې د پېښور ور واغوستل، له کور نه روان شوو، ښار ته چې ورسېدو يو ځای د پوليسو ناوليو را باندې پام شو، غږ يې را باندې وکړ د ورتګ يې را ته وويل، ور روان شوو، چې ور لنډ شوو پوليس را ته وخندل، او ويې ويل: مړه نور خو دې خه برابر کړی مګر بوټانو ته يې دې نه دی پام شوی! په رښتيا هم چې زما يې بوټانو ته نه و پام شوی، همغه کليوالي لوی لوی بوټان يې په پښو وو، ما چې ورته وکتل ما ته هم خندا راغله، لنډه دا چې يو څه مو پوليس ته ور کړل، ځان مو ترې خلاص کړ!
د نور الله په نامه کوم کس کله کله د افغان مسلمان او مجاهد ولس د ارادې پر خلاف او د يرغلګرو په ملاتړ ګډې وډې له درواغو ډکې ليکنې کوي، خو ددې لپاره چې خبره يې ځای ونيسي له ځان سره د مولوي ټکی ليکي، ځکه دی هم په دې حقيقت رسېدلی چې افغان مسلمان او مجاهد ولس ته لکه څومره چې دديني عالمانو خبره ارزښت لري د بل چا دومره ارزښت نه ورته لري.
نوموړي له خپله ځانه د ګوشتې په اړه داسلامي امارت نظر جوړ کړی او بيا يې له يوې او بلې خوا اوتې بوتې ويشتې دي، خو د الله جل جلاله کارو ته ګوره چې دا دي اسلامي امارت دګوشتې په اړه خپله معقوله، پخه، کره، په اسلامي اصولو اوملي ګټو ولاړه اعلاميه خپره کړه.
خبره مې د نور الله نامي د تقلب او ځان د مولوي په جامه کې نغاړلو کوله، نوموړي غريب خو له ځان سره د مولوي په ليکلو خپله خواري کوي، مګر خبره يې د ليکنې ده، يقينا که هر څوک دده ليکنه ولولي نو له ورايه به ورته جوته شي چې ياره! هسې کوم د ناټو او امريکې مركب استازی دی، نه مولوي دی او نه دمولوي تر څنګ تېر شوی! ځکه مولوي دا رنګه سر چوک جملې او عبارتونه نه کاروي، ته که هر څوک په سر له اخو ديخوا نه جنډې تاو را تاو کړې، ځان ملا اومولوي کړې، له بيخ نه دې پته لګېږي چې څوک يې؟!
نوموړي له خلکو غوښتي چې طالبانو ته افغانان مه وايئ! سړی نه پوهېږي چې ته په کومو سترګو او له کومه افغان يې! څه باندې د څلويښتو هېوادونو يرغلګر در باندې راټول دي! د نړۍ په کچه په فساد کې اول نمبر مافيايي ادراه يې درته جوړه کړې ده، شپه او ورځ په کليو او کورونو بمباريانې درته کوي،  په مقدساتو دې لوبې کوي، د شهيدانو په جسدونو بولې کوي، د شهيدانو جسدونو ته اور اچوي، د شهيدانو د جسدونو غړي له ځان سره د ياد ګار په توګه ساتي! په ماشومانو دې جنسي تيرې کوي! خپله دوی درته وايي چې معاشونه دې زه در کوم نو څه رنګه د خپلواکۍ دعوې کوې؟!
ستا ضمير او وجدان دومره ويده دی چې لا تر اوسه نه پوهېږې! لا تر اوسه سره کفار، يهود او نصارا د ماما او خاله زامن درته ښکاري؟!
ته وايه له تا سره په رښتيا د ولس او هېواد غم دی؟ که ته په رښتيا د يرغل خلاف وې نو دا يوولس کلنې لوبې ته څه رنګه پرتوګ کوې؟! کم تر کمه يوه ورځ خو به دې د خپلو ماما زامنو او خاله زامنو د ناکردو په اړه هم ګوتې لږ کړولې وای! په اړه به يې دې يوه وړه ليکنه کړې وای!  تندی خو به دې لږ تريو کړی وای!
 خو اصل حقيقت دا دی چې ته خپله د يرغلګرو محصول يې، ستا هست او نيست تر يرغلګرو پورې تړلي، ته هم په دې ښه پوهېږې چې که دا د ماما او خاله زامن دې نه وي نو بيا يو ساعت هم په دې غيرتي او مجاهده خاوره کې نشې تم کېدای! ځکه خو بايد ډالر ځان ته حلال کړې! نمک حرامي ونه کړې! د ديني ارزښتونو او ملي اقدارو په بيه سره او شنه ياران خوشحاله کړې!
توريالی هېواد وال