ژباړه: ع. شريف زاد
تاسو به اورېدلي وي چې د يونان فيلسوف سقراط ٣٩٢ق،م، دخپل وخت د عياش او عوام دښمنو حاکمانو سره سخته دښمني درلوده او سخت تنقيد به ېې ور باندې کاوه . په همدې علت ورته د زهرو جام ورکړ شو. د مرګ څخه يوه ورځ مخکې د هغه يوه شاګرد په محبس کې ور سره وليد او لاندې خبرې اترې دهغوى ترمنځ وشوې:
سقراط: يو شاګرد ته وويل چې ته ولې ژاړې؟
شاګرد: ددې لپاره چې سباته دغه خلک تا وژني.
سقراط: ايا ته غواړې چې سباته زه هغوى قتل کړم؟
شاګرد: افسوس په دې خبره باندې چې داخلک تا بې ګنا وژني.
سقراط: څنګه ته غواړې چې لومړى ګناه وکړم او بيا دې دو ى ما ووژني.
شا ګرد: استاد محترم ! که ته له محبس څخه تښتېدل غواړې د زندان ناظم مونږ سره مرسته کوي. هغه مونږ اخيستى دى.
سقراط: ايا د خپل څخه تښتېدل بد د يانتي نه ده!
شاګرد: زمونږ پاچا چيرته ديانت کار دى چې مونږ ديانت کاري وکړو.
سقراط: دا کوم معيار نه دى چې تاسې رښتيا وايي. کله چې ستا سو يقين دى چې نور هم رښتيا وايي . پس که زه چيرته لاړ هم شم نو ايا هغه خلک به ما معاف کړي؟ چې خپلوان مې د مرګ لايق ګڼي نو د پرديو څخه به څه توقع ولرو؟
په درناوي