رفيع الله روشن
دپښتوهغه مشهور متل به موهرو مرو مرو اورېدلی وي هغه وايي: چې تنګ شي نوپه جنګ شي ،کله چې څوک ډېر په تنګ شي بيا مجبور شي چې جنګ ته بډې ووهي اوپه داسې حال کې بيا هر عمل عکس العمل لري.
په دې ورستيوکې دافغانستان اوپاکستان لفظي شخړې او ناندرې سره يودبل پرضد دسنګرونو په نيولو بدلې شوې اوسره ګوته په ماشه شول،چې دروان لمريز کال د غويې دمياشتې په ۲۱مه دپنجشنبې په ورځ ماښام ناوخته دواړو خوايو يوپربل د درنو او سپکو وسلو ډزې پيل کړې اوټوله شپه يې سره وډزوله،چې دمالي زيانونوترڅنګ يې ځاني تلفات هم له ځانه سره لرل،له دواړو ښکېلوغاړو تر ۷۱ تنو سرتېروته مرګ ژوبله واوښته چې دافغانستان دسرحدي ځواکونولخوا دپاکستان ۹تنه عسکر مړه،۲ټپيان او يو ژوندی نيول شوی دی ،ددې ترڅنګ دپاکستانيوځواکونو دوه جنګي چورلکې هم دافغان ځواکونولخوا رانسکورې شوې دي اوهغه چوڼئ ،پوستې،دروازې اوديوالونه چې دهغه هېواد دځواکونولخوا دګوشتې ولسوالي په مربوطاتوکې ،جوړ شوي وو ،ړنګ او دافغان ځواکونوپه ولکه کې شول، په نوموړې شخړه کې دافغانستان دسرحدي پوليسو يوسرباز قاسم مجاهد شهيد اودوه تنه نور ټپيان دي.
دغه درنې شخړې اوپه دې نږدي وختونوکې بې مثاله مخامخ تلفات هغه وخت منځ ته راغله کله چې دهغه هېواد لخوا دکونړ ولايت ترڅنګ پرګوشتې ولسوالۍ هم بريد اوترخپلې ولکې لاندې د راوستلو هڅه يې وشوه او هغلته يې دنويو تاسيساتو دجوړولو کارونه پيل کړل ،خوکله چې افغان دولت دهغې دړنګولو او له منځه وړلو ګواښونه وکړل په مقابل کې هغه هېواد دافغانستان اوپاکستان ترمنځ لويه ترانزيټي لار تورخم وتاړه او دافغان مهاجرو پرمخ يې دالاره ددوه ورځولپاره بنده وساتله چې دبنديدوپه لومړۍ ورځ يې څلور افغان ناروغان چې پاکستان ته ددرملنې لپاره روان وو خپل ژوندونه يې له لاسه ورکړل،داهغه نه زغمونکې کړنې وي چې دافغان سرحدي ځواکونو دصبرکاسې يې ډکې او اوبه يې په سر واوښتي اوله هغوي سره يې د جګړې اوخپلوحقوقو اوپولو دغوښتلوپرېکړه وکړه اوپايله يې هم ددوي په نصيب صوه شوه.
داسمه ده چې مونږ قاسم مجاهد له لاسه ورکړ،که دپاکستان ټول يرغلګر هم ووژنوخو قاسم بيا نه راژوندي کېږي،مګر قاسم دخپل ولس وينه په جوش راوسته هغه يو لوی وياړ وګاټه،هغه شهيد دی اوسپيڅلی شهيد،که چېرې دشهيد او جهاد تعريف په سمه توګه وشي نو قاسم دخپلې خاورې دساتلوپه خاطر جهاد وکړ او دشهادت لوړ مقام يې په نصيب شو،اودده په شهادت اودافغان زمريانو (سربازانو)دغه لويه بريا دهېواد په ډېرو ولاياتوکې داکثريت ملاتړ سبب شوه.
په ننګرهار ولايت کې ددغه اتل شهيد جنازه دزرګونه خلکو لخوا بدرګه اوپه ولوليزو مراسموسره خاوروته وسپارل شوه،دقاسم شهادت داپه ډاګه کړه چې داهېواد ډېر زيات دملي ،نېک او مجاهد احساس لرونکې پرګنې لري،همدا اوس موږ دومره ځواک ،وسله اوپه هېواد مين ساتونکې لرو چې،دخپلو خلکو اوخاورې ساتلوته تيارسۍ ولاړ دي،خوافسوس چې دسر سړي مو نااهله مسؤوليت نه پېژندونکې اونه ژمن خلک دي.
ديوه سياسي کارپو له خولې مې په يوه راډېوي بحث کې واوريدل چې ددفاع وزارت يوه لوړ رتبه چارواکې ورته په تمسخر سره ويلي وو چې کرزي ددفاع وزير ته ويلي چې تاسو له هر ډول امکاناتوڅخه په استفادې له پاکستان سره وجنګېږي اوخپله خاوره مه پرېږدي چې هغوی پرې تېري وکړي اوترخپلې ولکې لاندې يې راولي،داخبره دغه ښاغلي ته يو ريشخند اوبي مسؤوليته ښکاره شوي ،خوپه حقيقت کې کرزي ښه اوپرځاي خبره کړې،ځکه که چېر ي بسم الله محمدي په رښتيا ددفاع وزير وي نو دايې دنده ده ترڅو دهېواد ساتنه وکړي او دبل ديرغل به مقابل کې بې له مشورې اوپوښتي راپورته شي او ځواب ورکړي ځکه کله چې په يوچا تعرض کېږي نو هغه اړتيانلري چې له مرکزي دولت يا خپل امر څخه هدايت ته په تمه شي ،که چېري دی داسي وکړي نو ددښمن له لوري له پښو غورځېږي،پکار داده چې په هرحال وي خپله دفاع وکړي، اوس سوال داپيداکېږي چې ښاغلي بسم الله محمدي ځان ددفاع وزير هم بولي نوبيا ولي ددې هېواد په ساتنه اوخپله دنده کې هرځل بې کفايتي کوي،ولې ځان اوخلکوته ژمن نه پاتې کېږي،دغه ښاغلي کله هم داخپل ملي رسالت اوجيبه نده ګڼلي چې دنده دي په سمه توګه سرته ورسوي ،که چېري داسي وای نو له مخکنۍ دندې چې دکورنيوچارو وزارت يې په غاړه لاره ګوښه شو،خوداهم دړندو دولت دی،له بغل جېب نه يې ووېست اوپه مخکې جېب کې يې وټومبه،له ده څخه به هېڅکله هم داتمه ونشي چې دوطن په ساتنه کې دې برخه واخلي،مګر که دورانۍ خبره وای نو حتمي ده چې تر ټولو به دمخه شوی وای،ځکه يوڅوک په هغه برخه کې ښه ځلېدای شي ،چې سابقه پکې لري، داښاغلي او نورملګري په ورور وژنو،ورانيو اوپه ځورولو کې کافي تجربه اوسابقه لري.
خوافغانستان يواځې دبسم الله محمدي،پشان بزدله اوله کرکې ډک وګړی نلري ، بلکې دقاسم مجاهد په شان له مېړانې ،تورې اوله خاورې سره مينه لرونکې بچېان هم لري ،داهردم شهيده خاوره، خپلې مور(هېواد)ته ژمن ،معتقد اوقرباني ورکوونکې پرګنې هم لري ،دې هېواد په خپله پيوند پيوند لمه کې خپلوژمنو بچېانوته له مورسره دمينې درس ورکړی دی اوهغوی به لکه دقاسم مجاهدپه شان دژوند تر اخري سلګۍ دپولو ساتنه کوي، که يواځې يوتن هم پاتې شي بيابه هم دډېورنډ په نوم دغه کرښه په رسميت ونه مني اونه به مشروعيت ورکړي.