عزت الله ذکي
د بروكسل په ناسته كې جنرال كياني د اخطار په ډول ولسمشر كرزي ته وويل چې په افغانستان كې د جګړې موسم راروان دى. پاكستان ته د كياني د رسېدو سره سم، طالبانو په افغانستان كې د خالد بن وليد په نوم د عملياتو د پيل اعلان وكړ. سياسي شنونكي وايي، د خالد بن وليد عمليات اصلاً د جنرال كياني عمليات دي، دا ځكه چې طالبانو د روان لمريز
كال په پيل كې د خيبر په نوم د عملياتو د پيل خبر وركړى و. خو د بروكسل تر درې اړخيزې غونډې درې ورځې وروسته طالبانو په افغانستان كې د خالد بن وليد د پسرلنيو عملياتو د پيل خبر وركړ. د بروكسل په درې اړخيزه غونډه كې چې جنرال كياني له كرزي سره خبرې كولې، نو نوموړي د ګواښ په ډول كرزي ته په افغانستان كې د راتلونكو پسرلنيو عملياتو او جګړې د پيل په اړه خبردارى وركړ. د نوموړي تر څرګندونو درې ورځې وروسته، لكه څنګه چې كياني په بروكسل كې كرزي ته ويلي وو، طالبانو د تازه عملياتو د پيل خبر وركړ. اوس داسي راپورونه هم موجود دي چې د چترال د شاه سليم د لارې د افغانستان بدخشان ولايت ته يو زيات شمېر پاكستاني طالب وسله وال په پيكپ او ډاټسن موټرانو كې د درنو وسلو او مهماتو سره يو ځاى، داخل شوي دي. بل پلو پاكستان د ګوشتې ولسوالۍ په انارګي سيمه كې يوه بله لويه پلې لار هم جوړه كړې او غواړي د تورخم دروازې پر ځاى، اوس دغې لارې ته د تګ راتګ لپاره مشروع بڼه وركړي. د راپورونو له مخې، د پاكستاني جنرال كياني تر څرګندونو وروسته د سوېلي ولايت هلمند په شمول، غزني، بدخشان او كندوز ولايت ته هم په سلګونو پاكستاني ترهګر داخل شوي. افغان پوځ په غبرګون كې د بشپړ چمتووالي او ارضي تماميت څخه د دفاع خبردارى وركړى. پاكستاني ملېشې هم په ځينو سرحدي سيمو كې د لسو څخه تر ديارلسو كېلو مټرو پوري د صفري نقطې دې پلو خپل نظامي تاسيسات ځاى پر ځاى كړي. افغان دولت وايي، د پاكستان پوځ ته دغه تاسيسات ناټو قواوو ورسپارلي، خو د سرحدي ځواكونو مستٰعفي قوماندان جنرال اميرخېل وايي چې په دغه ځاى كې د ناټو سرتېرو هيڅ نظامي اډې وجود نه درلود. پاكستان نه يوازي په ګوشته، ننګرهار او ځينو نورو مشرقي سرحدي سيمو كې په لسګونو كېلو متره افغان خاوره غصب كړې، بلكې په كندهار كې هم تر صفري نقطې رااوښتى دى. د چارو كارپوهان وايي، د جيپوليټيك اهميت له كبله به پاكستانيو ترهګرو او ملېشو ته ګرانه وي چې د جنرال كياني آرمان به په افغانستان كې پوره كړلاى شي، دا ځكه چې يو ځل مخكې هم د ډاكټرنجيب الله په حكومت كې ګڼ شمېر پاكستانيو پنجابيانو پر جلال آباد باندي پوځي حمله وكړه، خو افغان ولس داسي غاښ ماتوونكى ځواب وركړ، چې پنجابيان د پېښور پر ځاى، په پنجاب كې هم له وېرې په لړزه وو. پنجاب غواړي يو ځل بيا ځان وازمائي، خو دا ځل د تېر په پرتله د سياسي ځيراكت څخه كار اخلي، قدم پر قدم خپله په فرقوي ډول پر سرحداتو د تمركز پاليسي پر مخ وړي او په داخل كې بيا پاكستانيو ترهګرو ته لاره وركوي، تر څو افغانستان ته داخل شي او د جګړې ډګر تود وساتي. جنرال کياني د افغانانو په احساساتو لوبې کوي. د خپلو ګټو لپاره د افغان ملت د ابرو او عزت هيڅ پروا نه لري. د پاكستان مفادات مشخص دي، پاكستان د افغانستان د خاورې د نيولو تمه او توان نه لري، خو يوه حساسه معضله غواړي په دې ډول لومړى نړيواله كړي او بيا يې په نړيوال ډول حل كړي. د ډيورنډ كرښه د افغانستان او پاكستان تر منځ يو فرضي كرښه ده، پاكستان ددغې كرښې د رسمي كېدو لپاره ډول ډول حربې وكارولې، خو كومه نتيجه يې ورنه كړه، لومړى يې د اغزن سيم لړۍ پيل كړه چې د افغان ولس له سخت غبرګون سره مخامخ شوه، په دوهم قدم كې يې په كندهار كې دروازه تر صفري نښې څو كېلو مټره دې پلو، جوړه كړه چې له حساسيت سره مخ شول، په درېيم قدم كې يې په ګوشتې ولسوالۍ كې په نوي تاسيساتو جوړولو لاس پوري كړ چې دا كار هم د ولس د سختو نيوكو سره مخ شو، په څلورم قدم كې يې مستقيماً د راكيټونو او لېري واټن ويشتونكو توغندويو بريدونو پيل كړه، چې زموږ په سلګونو بې ګناه كسان پكې ووژل شول، معيوب، بې كوره او مهاجر شول. پورتني فكټورونه يوازي او يوازي پاكستان د دې لپاره وكارول، چې ډيورنډ كرښه بايد رسمي كړل شي، خو هيڅ نتيجه يې تر لاسه نه كړه. پاكستان غوښتل چې په يو ډول افغان حكومت د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته عارض شي او پاكستان د افغانستان له دې معترضيت څخه د ځان په ګټه په دې ډول سوء استفاده وكړي، كه چېري افغان دولت رسماً د ملګرو ملتونو د امنيت شورا څخه وغواړي چې مداخله وكړي، نو پاكستان به د افغانستان په غبرګون كې د امنيت شورا څخه وغواړي چې، راشئ مهرباني وكړئ! زموږ او افغانستان تر منځ د كشالې د حل لپاره فرضي كرښه رامعلومه كړئ او په دې ډول به پاكستان كرښې ته په راتلونكي كې په يو ډول نه يو ډول، مشروعيت وركړي. پاكستان تر ډېره بريده هڅه كوي چې دغه مسئله نړيواله كړي او بالاخره نړۍ مداخله وكړي او د افغانستان او پاكستان تر منځ خطوط معلوم كړي، حال دا چې پاكستان بايد په دې باندي وپوهېږي چې افغان ولس تر امنيت شورا مخكې د خپلې خاورې او ارضي تماميت څخه د دفاع توان لري. د افغانيت په كلتور كې هغه مهال چې څوك يې پر خاوره او كور يرغل وكړي، د شكايت چانس او وخت نشته، اقدام كوي. پاكستان دې دا فكر نه كوي چې افغان ولس به پر نړۍ ژاړي، كه د دې ملت وسايل او د جګړې وسايط د پاكستان سره د مقايسې وړ وي او كه نه وي، خو غيرت يې پنجاب ته معلوم دى چې يو غيرتي ولس دى. كه دا ځل ولسونه منسجم شول او د پاكستان د دغې شيطاني لوبې په وړاندي متحرك شول، نو پنجابيان دې په پنجاب كې هم ووېرېږي. د افغان ولس په قهر دې نور لوبې نه كوي، د سېلاب په څېر به يې د بربريت څلي ور ونړوي. دا اوس د اروزګان په ولايت كې د ولسي وګړو نوم ليكنه شروع شوې او په سلګونو ځوانان دې ته چمتو شوي چې د پاكستان پر ضد په اقدام لاس پوري كړي. افغان ولس خاوره ناموس ګڼي او كله چې څوك په افغانيت كې د چا پر ناموس تېرى كوي، نو بيا ځاى د شكايت نه پاته كېږي. موږ ته د ناموس په دفاع کي د سر ساتل عار بريښي. د سوك جواب بايد په سوك وركړل شي. پاكستان دې دا تمه نه كوي چې افغانان به د ملګرو ملتونو د امنيت پر شورا ژاړي، كه دولت ژر تر ژره اقدام ونه كړ، ولسونه منسجم او متفق دي او فقط شېبې شمېري چې د پاكستان كږه خوله په سوك ورسمه كړي. كه پاكستانيان اټوم بم لري، د نړۍ په سطحه وژونكې او زهروي وسلې، توپ، ټانګ او طيارې لري، خو افغان ولس بيا داسي وسپنيز غيرت لري چې خپله وينه به يوه لحظه هم د خپلې خاورې په ساتنه كې درېغ نه كړي او تر وروستۍ سلګۍ پوري به په مېړانه وجنګېږي، تر څو د پنجاب په څېر، بزدله جغرافيې بيا دې غيرتي خاورې ته كاږه هم ونه ګوري.
--------------------------------
ليکوال : عزت الله ذکي
سرچينه : ټاټوبی اوونيزه