وحــــــــــــــیــــــــــد مــــــــلا
ما په( داتصادف مه ګڼئ جدی خطر ده) تر عنوان لاندی څولیکني ولیکلي او هغه داسی څه ؤ چې زما د سترګو لیدلی حال او یا مي له ډیرو باورئ کسانو اوریدلی ؤ خو نن زما هغه ویره او خوب رښتیا شولو چې ما تری وهم درلود خو صرف توپیر يې دومره ده چې د پاړاچنار د سرحد په ځايې په ننګرهار ګوشته کې په لوړه سطحه راڅرګند شو ، څو کاله پخوا د
ځاځیو په سرحدی سیمه کې هم ددواړ خواؤ تر منځ وسلواله نښته وشوه زه د جګړې له ډګر پنځه کیلومتره لیری د کوټګئ بازار سیمه کې ووم خو له بده مرغه هلته يې زمونو افغانئ لوري ورخطا کړ او پاکستان هغي جګړی ته بوره تیاري نیولی و پدی اړوند می یو دوست راته کیسه کوله چې هغه د تری د بازار تر شا ېوند کوئ او د تورئ قبیلی اړوند ده ویل يې ملیشه ته توپونه راورسیدل او په تراکتورونو کې د وړو کاڼو راوړل هم پیل شول هغه يې هوار کړل توپونه يې پری ودرول او ټانکر اوبه پری وپاشلی چې لوخړه ونکړئ او ځايې يې معلوم نشئ نوبیا يې د افغانستان په طرف ډزی پیل کړي له دی معلومیده چې د مخه يې یوی پیښیدوونکئ جګړی ته اماده ګئ نیولی وه. که د ځاځیو د سیمه ولسی خلکو د افغان سرحدی پولیسو وسلوال ملاتړ نه وايې کړی نو خدای خبر زمونږ به څه حال و خو هغه به می هیر نشی چې پاکستانی ملیشی زمونږ د پولیسو نیولئ پک اپ ګاډئ يې په راکټونو ویشتل او لمبی يې وهلي خو زمونږ سرحدایانو هم ددوی پوستی او تاڼي په هغو ټانکونو وویشتی چې د حزبیانو او طالبانو له وخته هلته موجود وول او دا جګړه بیا د امریکایانو په مستقیمآ مداخیله ودرول شوه ، له دی جګړی وروسته پاکستان دی سیمه ته وسلوال طالبان را مرش کړل چئ قومندانان يې ټول کوچیان ټاکلئ دی او د هغوی په مټ يې د یو لوی سړک جوړولو پروژه شنډه کړه نو اوس دی ددولت له سره فکر وکړئ چې که دی سرحد کې داسی مسله پیښه شی نو ملی پوځ څو ساعته کې رسیدلي شی؟ ایا سړک ورته لرو؟ ایا د طالبانو له شتون نه په امن کې یوو؟ ایا دی سرحد کې د ګوئ د کوتل نه پاکستاني تاڼي ندی رامخکې شوی؟ ایا د سیاف د غنډ سرحدی بوستی د هغوی په واک کې ندئ؟ ایا د حزب اسلامی د غنډ ساحه (سپینه شګه) دوی نده لاندی کړي؟ زما معلومات دادی چې دا هر څه يې نیولی او رشتیا ده خو رژیم او میډیا پری غلی ده او ۱۱ کاله يې کیږئ نو چې حکومت په ازره ولسوالی کې د ترکانو د برمته شوی کسان راخلاص نکړل نو سرحد ته به پوځ په دی ځنګلونو او غرونو کې څنګه ځئ؟ د ګوشتي اتل قاسم خان دی خداي وبښی او نور دی الله خیر کړی خو زما په نظر ددی قضیي د حل کیلی په دوه شیانو کې وینم
۱: د افغانانو ملی یووالی
۲: پاکستان دی عاجل له هغو سیمو بیرته شا ته شئ چې له ۲۰۰۱ کال وروسته يې نیولئ دی او د ډیورند مسله جدا حل غواړئ
نــــــــــور بــیــــا له ضرورت سره سم
وحــــــــــــــیــــــــــد مــــــــلا