ښاغلي بختیار تلاش پيژندګلو

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

نوم-بختیارتخلص-تلاش
د پلار نوم-میرغلام تلاش
له نن نه ۲۲کاله اګاهو د ننګرهار د ولسوالۍ د ارباپانو په کلي کې زیږیدلی
په ۱۳۹۰لمریز کال کې د عبدالوکیل له لیسې څخه په ښه درجه فارغ شوی -دا وخت د ننګرهار د ښوونې او روزنې د پوهنځي د ادبیاتو د پښتو څانګې محصل دی-په ګڼو ژورنالیستیکو ورکشابونو کې يې ګډون کړی


چاپ اثر يې د ټپیزو ټولګه(په زړه مې ته وې خداي رانه کړې)نومیږي
ناچاپ اثار
۱-(کتاب پيژندنه)په کتابونو تبصرې دي
۲-یوه شعري ټولګه
۳-د انتوني رابنیز د ويئناو ژباړه
تلاش صیب لنډې کیسې له نورو ژبو راژباړي او کله کله پخپله هم لیکي او د ګڼو ویبپاڼو سره همکاري هم کوي-او دا وخت د افغانستان په ختیځه سیمه کې د (ارزو)په نامه له مزار میشتي ټیلیویزون او په جلال اباد ښار کې د صفا په نامه د یوې راډیو سره دنده لري
د تلاش صیب د شعرونو بیلګې
غزل
که مړ هم وم، نو زړه به مې درزېږي همېشه
له اوښکو به مې ستا تصویر جوړېږي همېشه

یوه شپه ده، چې قاموس کې یې مانا نه شوه پیدا
یو شپه ده، چې ستا نوم ترېنه جوړېږي همېشه

د نویو مینانو معصومیت مينه کې دا وي
چې کله مخامخ شي؛ نو رپېږي همېشه

دا ستا بې پروايي چې اضطراب شي، اضطراب
لفظونه مې په ذهن کې ماتېږي همېشه

دا ستا د ناهیلیو نه په خپله ساه کې ډوب شم
دا ستا د امیدونو ښار نړېږي همېشه

که زه او ته د خلکو له خولې نه وځو خو بس
مینو پسې، خو خود خبرې کېږي همېشه

ای مورې، زما مورې غریبو مو ده خو خیر
یخنۍ کې خو غریب سړی لړزېږي همېشه

زه نه تعبیروم ړوند شوی خوب د هغې شپې
په کومه کې چې څوک رانه ورکېږي همېشه
**********************************
نظم

(زه لېونی د یو ویشتمې پېړۍ)
!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!
په زړه مې ورحمېږه
خیال د بېلتون له زمانې لرې کړه
او زما پر مخ د لالهندو اوښکو ور وتړه
دا بې روخي او دا بې مینې سلام
راباندې سرګرځوي، وژني به مې
ګرانې تا هېر کړم، خو په خدای قسم دی
چې لا تر اوسه
زما بالښت په ژړا لوند وي، لوند وي
مور مې سهار کې رانږدې شي
په قراره مې په سترګو ښکل کړي
راته وايي زویه!
ناروغه شوی یې، د ځان غم وخوره!
دا ناروغي به دې بدرنګه کړي، خراب به دې کړي
خپلې خبرې داسې وغځوي
زویه زما ځویه قربان دې شمه!
ښايي، چې سترګو دې وي
د کمپیوټر له رڼاګانو څخه زیان لیدلی
زویه نه زویه یوه دا خو نه ده
اوس خو د شپې په خوب کې
ډېرې خبر کوې
او په ناڅاپې ډول
د یو چا نوم اخلې
زویه ناروغه زویه
که خدای کول، سبا ته پخیر
د رواني ناروغ ډاکتر ته لاړشه
او خپله دا شوې کیسه
ورته په ښه ډول بیان کړي، چې دارو درکړي درمل درکړي
++++++
اوفففففف زما مورجانه، زما په درد باندې خبره نه ده
زه که مریض یم او که زړه مې نه شته
هغه تر اوسه لا خبره نه ده
مور مې د تېرې زمانې ښځه ده
هغه ګومان کوي، چې زه د سترګو درد لرمه
او په رواني ناروغۍ هم اخته یم
خو هغه تر اوسه لا خبره نه ده
چې د یو چا دروغ، دوکه او فریب
هره ګړۍ ستره سزا راکوي
سپرلی، سپرلی زړه مې رژېږي، مرمه
مور مې تر اوسه لا خبره نه ده
چې د یو چا په ژوند کې مړیمه؛ خو هیڅ نه وایم
مور مې تر اوسه لا خبره نه ده
چې یو چا زه
آن له څلورو کالو
په خپل نامه، په خپل وجود باندې یاد کړی یمه
خو
که یې په خدای که په خپل ځان باندې ښاد کړی یمه
زه لېونی د یو ویشتمې پېړۍ
د ښار په ډېرو څراغونو کې ړوند، ړوند ګرځم
تت د حالاتو په ژوندون ګرځم
د وجدانونو په درون ګرځم
زه لېونی د یو ویشتمې پېړۍ
د یو چا درد خپله ښېګڼه ګڼم
چا چې ژوندی په خاور ننویستم
هغه د بل کور کې سپرلي شمېري
له نوم مې ډده کوي
له غږ مې وېره لري
تصویر مې وسیځي د اوړي په اورونو باندې
هغه د بل په ژوند کې ژوند تېرو
خو
ماته دروغ وايي، دوکه راکوي
چې زه خوشاله نه یم
ژوند راته دغلته دوزخ غوندې دی
زه لېونی د یو ویشتمې پېړۍ
مور مې تر اوسه لا خبره نه ده
چې زه د یو چا
بې روخیو
بې فکریو او آن
پرېشانیو له پخوا نه ور وژلی یمه

بختیار تلاش/۱۳۹۲/۱/۱۰

1