سيد ولي حامد
انسان بلکې هر ژوی په فطري لحاظ له خپل ټاټوبي سره طبیعي مینه لري، له همدې کبله خو هېڅ ژوی خپل کور، ځالې او غار ته نېږدې څوک نه پرېږدي، که څوک د ور لنډېدو هڅه وکړي نو تر خپله وسه یې د مخنیوي هلې ځلې کوي، آن تر دې چې ډېری وخت خبره د سر او ځان تر تېردنې پورې ورسېږي.
خو کله چې د انسان فطرت بدل شي، بیا نو دومره بې غیرته شی چې د میږي او چینجي غیرت ترې زیات شي، هو! د کابل مافیايي ادارې ګوډاګي مامورین همدې حد ته را رسېدلي دي، بلکې له دې نه هم په ټيټ پٍړاو کې قرار لري، او دا رتبه یې هغه وخت تر لاسه کړه کله چې د یرغلګرو لپاره لارې جارو کولې!
نېږدې دوه کاله کېږي چې ناولی پاکستان زمونږ پر ګران هېواد باندې راکټي بریدونه کوي، ماشومان، تور سرې، سپین ږیري او عام وګړي په خورا وحشت سره په شهادت رسوي، مګر یوه ورځ هم د ګوډاګیانو تلخه په حرکت را نغله، نه پکې افغاني غیرت په خوځښت راغي، نه اسلامي، نه انساني او نه هم حتی حیواني غیرت، او دا ځکه چې ددوی فطرت بدل شوی، دوی په لومړي سر کې د خپلې خاورې او هېواد سودا له غربیانو سره کړې وه، د دوه ډالرو په بدل کې یې هر څه د هغوی په پښو کې غورځولي وو.
دا چې اوس یې پنجابیان ورو ورو له پایڅې را وباسي بې غیرته ګوډاګیان ددې پر ځای چې ځواب ور کړي له ډار نه په سپینه ماڼۍ کې تور اوباما ته پناه وړي! د ارګ سنډه ( خرم ) وايي چې مونږ اوباما ته لیک لېږلی! او ترې پوښتلي مو دي چې دا خاوره خو مونږ په تا خرڅه کړې وه! تا اوس ولې پاکستان ته ور کړه؟ ډېر د تاسف ځای دی! ته چې اوباما ته عریضه کوې نو دا شل منه ور مېږ دې د څه لپاره دی! په دومره لویه تنه کې کم تر کمه یو پاو غیرت هم نشته؟
له اوباما سره ددې ډېر ښه لنډ ځواب شته، هغه به ورته وايي چې آشنا! ته ولې سر ګردانه یې، خاوره دې په ما خرڅه کړې وه، او ما یې په بدل کې خوله در خوږه کړه، اوس ستا له خاورې سره هېڅ تړاو نشته، زما خپله خوښه ده چې هر چا ته یې ور کوم، پنجابي ته یې ور کوم، که يې هندو ته ور کوم، ته دې کرار په ځای کښېنه! که په تا کې په رښتیا غیرت وای، له تا سره په رښتیا د خاورې او هېواد غم وای، ته په رښتیا سالم انسان وای نو تا به په لومړي سر کې دغه خاوره په ما نه پلورله؟ !
کله چې تا په لومړي سر کې له هر څه نه ځان خلاص کړ، غیرت او سړيتوب دې په ما وپلورلو، اوس په هېڅ صورت ددې واک نه لري چې له ما نه پوښتنه وکړي یا لیک را ته را ولېږي چې په دې پوستو کې څوک وو او اوس پکې څوک دي!
او یقینا چې دا بالکل پر ځای او معقوله خبره ده، د کابل په سنډه ګانو کې که په رښتیا د میږي او چینجي هومره غیرت وای نو په خپله به یې د پنجابیانو ځواب ویلی وای، دیته څه ضرورت و چې سپینې ماڼۍ ته عریضه وکړي، له همدې نه معلومېږي چې د ارګ کرزیان، خرمان او سنډه ګان هم پوهېږي چې دا خاوره اوس د امریکایانو ده، ځکه خو یې د ساتلو لپاره هغوی ته عریضې کوي!!!
الله مو وشرموه! تاسو خو د افغان غیرتي او میړني ولس تاریخ وشرمولو! د احمد شاه او میرویس رنګه مو بده کړه، ای کاش چې د افغان نوم خو نه وای در پورې! تاسو په اصل کې افغانان نه یاست، افغانیت، اسلامیت او انسانیت مو ټول له ډالرو قربان کړي! الله جل جلاله زر تر زره افغان ولس در نه بې غمه کړي، او د اشغال له تورو څپو پرته په آزاده فضا کې د خپل برخلیک په اړه ګام پورته کړي.
سيد ولي حامد