شين له شان نه ښکاري!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليکوال: عزت الله ذکي
په ګڼ مېشتو سيمو كې ځان وژونكي حملې او ډلييز بريدونه د ولسي وګړيو ژوند اخلي. په تېرو يوولسو كلونو كې په افغانستان كې رواني سړې جګړې، د ملت وينه وزبېښل. ورځ په ورځ او كال په كال د ولسي مرګ ژوبلي ګراف صعودي حركت كوي. په تېرو څو كلونو كې چې څومره افغانان د جګړې د لمبو خوراك شول، څومره معيوب، بې كوره، بې حيثيته او در به

دره شول، يو الله ج ښه پوهېږي. د ځينو څېړنيزو بشري سر چينو تر شمېرو او اټكل، په ځلونو زيات ولسونه ټكول شوي، معيوب شوي، وژل شوي او آن د آبد لپاره ژوندي ورك شوي. يوازي په تېرو لسو كلونو كې چې څومره افغانان د طالبيزم د وحشت قرباني شول، د نه منلو خبره ده. په كلي او بانډو كې پر سړكونو او لويو لارو څومره بې ګناه افغانان د طالب د ماين خوراك شول، څومره افغانان د طالبانو په ډلييزو بريدونو كې ووژل شول. څومره وګړي د ناټو او افغان حکومت په چاڼيزو عملياتو کي ووژل شول. موږ بايد لومړى د بهرني پر ځاى، له خپله ګيله وكړو. د كلي كوڅې او سړك سره دښمنۍ ته جهاد ويل كېږي، د ښوونځي او روغتون سوځولوته جهاد ويل كېږي، د ښوونكي، ډاكټر، انجنير او امثالهم اشخاصو وژني ته جهاد ويل كېږي؟ خو طالب جان په تېرو يوولسو كلونو كې د پاكستان په مستقيم ملاتړ، دا ټولي حربې وكارولې. نن هم شېبه په شېبه او ورځ په ورځ د ولسي وګړيو د وژني حادثات هره لحظه صعودي پړاوونه وهي. افغان مظلوم ملت چې تېرو درېيو لسيزو جګړو هرڅه ترې اخيستي، نن هم په مرموز شكل هره ورځ په ډلييز ډول وژل كېږي. كرزى صاحب وايي، افغستان موږ په خپله هم ساتلاى شو، دا خبره سمه ده چې افغانان د خپل خاوري او ارضي تماميت د ساتني وړتيالري مګر په اوسنيو شرايطو كې به سخته وي چې ساړه ماغزه دا ومني چې افغانان د خپلې خاوري د بشپړي دفاع جوګه دي، ځكه زموږ ملت ګروګان دى، يو پلو پاكستان، بل پلو ايران په كورنيو ابعادو كې طالب او زورواكي تر دوه زره و څوارلسم كال وروسته، د نظام په مقابل كې پراته خنډونه بايد دومره واړه هم ونه ګڼل شي. اوس زموږ د بې ګناه ولس د وژنو او بشري زورونو ګراف صعودي ټوپونه وهي. دا چې په دوه زره و څوارلسم كال كې به خبره پر كوم محور چورلي، بېله خبره ده. د كارپوهانو په باور، كه چېري نړيواله ټولنه تر دوه زره و څوارلسم كال وروسته خپله همكاري تمديد نه كړي، نو له شكه پرته به نه يوازي بحران وزېږي، بلكې د تېرو يوولسو كلونو لاسته راوړنې به هم له خاورو سره خاورې شي. زموږ اوسنى دولت لا په بشپړه توګه په يوه داسي پايداره تعادل كې نه دى چې نړيوالو مرستوته اړتيا نه لري. د ډاكټر نجيب الله د حكومت تر سقوط وروسته، بحراني حالت او شېبې بايد په لوى لاس تكرار نه كړو. ځيني فرصت طلبه هيوادونه او ډلي په دې مفكوره دي چې تر دوه زره و څوارلسم كال وروسته، افغانستان تياره مړۍ ده، خو داسي هم نه ده، كه چېري موږ له نړۍ سره پرېكون ونه كړو، نو تر دوه زره و څوارلسم كال وروسته هم وېره نشته. افغان دولت بايد له موقع څخه اعظمي ګټه پورته كړي او په بېړني ډول ظرفيتونه لوړ كړي. د افغان دولت بهرنۍ او لاسپوڅي دښمن پرته له بهرنيو اهدافو، بل هيڅ هدف او مفكوره نه لري. د فراه د پېښي عاملين څوك وو، آيا د افغان او افغانيت ضمير به دا ومني چې په يوه ورځ خپل په سلګونو بې ګناه وګړي ښځي، ماشومان او سپين ږيري په ډلييز ډول ووژني؟ ستاسو ځواب به حتماً داوي چې نه، هيڅ كله هم نه، ځكه د فراه د پېښي مرتكبين افغانان نه وه، له بهره راغلي وه او په غوږونو كې يې ورپوكړل شوي وه چې هلته هيڅ اسلام او مسلمان وجود نه لري، چې مطلق فراه ته ورسېده لاست، مې سر ګورئ، مې پښې ګورئ. جنايت كارانو هم د خپلو بادارانو د خوشحاله كولو په موخه همداسي وكړل، د هيچا د مرګ پروا او صرفه يې ونه كړل، د ځنګله د اور په څېر يې وچ او لانده دواړه وسوځل. د فراه پېښه مې ((مشت نمونه اي خروار)) په ډول ياده كړه، په دې ډول په سلګونو بېلګې لرو. افغان دولت تر دې دمه د بهرنيو او كورنيو غرايضو دواړو هم مهاله خنثى كولو توان نه لري. كه نړيواله ټولنه نه وي، نو هيڅوك تر دوه زره و څوارلسم كال وروسته د اوسني نظام تعادل نه شي تضمين كولاى. موږ اوس هم د نړيوالو لاس نيوي ته اړيو او تر دوه زره و څوارلسم كال وروسته هم د نړيوالو لاس نيوى ته په مستقيم او غېرمستقيم ډول اړيو. د ناټو ځينو چارواكو ويلي چې راتلونكى دوبى به د افغان ځواكونو وړتيا ثابته كړي، خو د پښتو ژبي د يوه ضرب المثل په اساس شين د شان نه معلومېږي. دا اوس سره د دې چې د انتقال بهير په زياتره ولايتونو كې بشپړ شوى، مګر بيا هم زموږ سيمه ييزو چارواكو د عملياتو پر مهال د ايتلاف سرتېرو مرستي ته اړتيا نه ده پيدا كړې او كومك يې نه دى غوښتئ؟ سره د دې چې كرزي صاحب وويل، نور به له بهرنيو سرتېرو د عملياتو پر مهال مرسته نه غوښتل كېږي، مګر بياهم افغان ځواكونو تر دې فرمان وروسته، د هيواد په بېلابېلو برخو كې په ځلونو كومك او همكاري، غوښتې، دا ځكه چې د افغان نظامي ځواكونو مشران د ولسمشر كرزي د خبرو برخلاف، په دې پوهېږي چې موږ دومره وړتيا نه لرو، مګر د كرزي صاحب د خوشحاله كولو په موخه بيا تر دوه زره و څوارلسم كال وروسته هيڅ ستونزه نشته، خو په اصل كې خبره دا ډول نه ده، زموږ ظرفيتونه ټيټ دي او دښمن قوي دى چې سبا بيا د ناټو څخه د مرستي خواست كوو، نن بايد پښې ټينګي ولګوو، تر څو د سبا د پښېمانۍ جبيره مو وار له مخي كړې وي.
-------------------------
ليکوال: عزت الله ذکي
سرچينه : ټاټوبی اوونيزه