بې حاله کرزی او ذو الحاله ديپلومات!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سید ولي حامد
  کرزی خو ټولو ته معلوم دی چې کله کله په حال وي، خو خبره یې د پيخاړو ده، ما فکر کولو چې شاوخوا ترې راټول به تر ده یو څه ښه وي، مګر ورو ورو را څرګندېږي چې: نه لیلی ښه ده نه ګله دوی دې وخوري یو له بله.


  د کرزي اداره چې په نړیواله کچه یې په فساد او درغلی کې لومړی مقام تر لاسه کړ په حقیقت کې د هغو غرب زده ګانو او ور سره مختاړو او وروستاړو د هڅو او زیارونو پایله وه کوم چې ددیموکراسۍ په شیدو را لوی شوي وو، څوک له وړکتوب نه ددیموکراسۍ په وړکتونونو کې را لوی شوي وو، او ځینې یې بیا داسې وو چې په وړکتوب کې ددیموکراسۍ شېدې نه وې ور ته رسېدلې، کله چې را لوی شول، د روس په مقابل کې د جهاد له برکته یې د لاس او پښو وهلو چانس تر لاسه کړ غرب ته له رسیدو سرهسم یې په لویو تنو د دیموکراسۍ په غولانځه خولې کېښودې یو په یو بدل شول!
   د ا رنګه خلک هغه په اصطلاح دو رګه شول، همدا دي چې له یوې خوا دجهاد او اسلام نارې وهي، او له بل پلوه بیا ددیموکراسۍ په غېږ کې خمار ټالونه خوري! دوی چې کله له داسې چا سره مخ شي چې ګومان یې پرې راځي چې دا کس لکه څه رنګه چې د روس د یرغل مخالف و همداسې د امریکې د یرغل هم مخالف دی، په دې حالت کې نو خپل یو رنګ جامې ورته واغوندي بس په سندرو پیل وکړي: زه خپله مجاهد یم، د روس په مقابل کې مې جهاد کړی، اوس هم د امریکې د یرغل خلاف یم، له مجاهدینو سره مرسته کوم، لنډه دا چې بس له ځان نه به مجاهد وزیر اکبر خان در ته جوړ کړي، خو له دې ټولو سره سره یې د غږ په انګازو او په مخ او څېره کې د منافقت علامې له ورایه ښکاري.
  کله چې بیا له غربیانو سره یو ځای شي هغوی ته بیا بل ساز شروع کړي، ځان غربیانو او دیموکراسیانو ته ور خورځه خورځه کوي، تملق او چاپلوسي ورته کوي، له خپلو دیني مقدساتو، اسلامي ارزښتونو او ملي منافعو نه له یوې مخې ورته تېر شي!
  هو! دا په اصل کې د منافقینو خوی او عادت دی، منافقین چې باطن یې له حق او حقیقت څخه خالي دی، هر څه تر ظاهري اسبابو پورې تړي،  ډوډۍ به له کومه کوم؟ ژوند به څنګه کوم؟ چېرته به اوسېږم؟ دا لږ او ډېر مال به مې څنګه ساتم؟ اولاد به مې څه خوري؟ دهمدې لپاره له هر څه تېر شي، هغه د دنیا یو څو ورځې ژوند هم کله کله  دځینو په برخه شي او ځینې یې بیا خسر الدنیا و الآخره شي.
   دا رنګه خلک  تل شرمېدلي او پریوتي وي، درواغ وايي، داسې درواغ چې خپله یې یو په بل پسې رښتیا کوي، د ځان مطرح کولو لپاره هر څه تر پښو لاندې کوي.
   په قطر کې د کرزي په اصطلاح دیپلومات ځينې اوتې بوتې مې تر سترګو شوې، نوموړي دطالبانو په اړه یو څو داسې خبرې کړې وې چې په حقیقت کې یې خپله دده په ماشومتوب، نا اهلۍ او بې ظرفیتۍ دلالت کولو، نوموړي ویلي وو چې په قطر کې طالبان خوري او څښي او اولادونه زیږوي، یقینا چې ډېره ماشومانه او د خندا خبره ده، که یو څوک سر څه چې په پښو کې هم لږ عقل ولري داسې د مستو بدلې به و نه بولي؛ ځکه چې خوراک او څښاک خو هر انسان کوي، له آدم علیه السلام نه را نیولې بیا تر قیامت پورې به هر انسان خامخا خوراک اوڅښاک کوي، یو دا چې که نوموړی خپله ډوډۍ نه خوري او یا اوبه نه څښي په هغه  کې نو بیا څه نشو ویلی!
  بله یې دا خبره کړې چې اولادونه زیږوي، پکه دا دې لا پسې بله سپکه! اوس نو دې دیپلومات ته پرتوګ وکړئ! غریب غرب زده ديپلومات تر اوسه په دې نه پوهېږي چې د اسلام په مبارک دین کې نکاح کول د څه لپاره دي؟ که دنکاح یو لوی هدف د انساني نسل بقا او دوام نه وي نو ديپلومات صیب دې ووايي چې دی خپله له کومه شوی؟ پلار او نېکه یې له کومه شوي؟ په دې لا نه یم خبر چې ماشومان لري او که هسې د جرمنیانو په څېر د ورځې په نرخ چلیږي!؟
  وايي یو وخت ددیپلومات په څېر دیوې بې لارې ښځې له بلې ښځې سره جنجال شو، بې لارې ښځه ټولو ته معلومه وه، نکلونو او کیسو یې سیمه په سر اخیستې وه، نو دې بلې ښځې طعنه ور کړه چې: ته خو پلانۍ یې له پلاني او پلاني سره دې ګوتې خوږې کړې دي! بې لارې هم څه کمه نه وه؛ ځکه خو یې ورته کړل چې وۍ! وۍ! تر خدای مې جار کړې! دا نو څه خبره ده! خدای مې دې له داسې حاله وساتي چې غوا مې پۍ کمې کوي! او ددغه بلې بیا غوا پۍ کمې کولې!
اوس هم ديپلومات ته د اشغالګرو غلامي، ددین، خاورې او هېواد پلورل هېڅ کومه د انديښنې وړ خبره نه ده! خو دا بیا ډېره د اندېښنې خبره ده ورته چې مجاهدین خوراک او څښاک کوي، او اولادونه زیږوي!
که څوک تله د انصاف په لاس کې در کړي                                 خپل ټټو او د بل آس به برابر کړې
     تو لعنت دې په دا هسې منصفۍ شه                                چې له حق نه و باطل و ته ګذر کړې
  کېدای شي د نوموړي مطلب دا وي چې طالبان هم باید ددوی په څېر اولادونه ونه لري، بلکې لکه دوی چې چېرته یې ښه هلته یې شپه! او دا احتمال ځکه قوي بريښي چې په اصل کې نیواکګر راغلي د همدې هدف لپاره دي، دوی وايي چې باید ټوله نړۍ ددوی په څېر شي، د انسانیت له چوکاټ نه ددوی چوکاټ ته ور داخل شي، لکه دا ذو الحاله ديپلوماتان او بې حاله کرزیان چې ور داخل شوي! داسې بريښي لکه نوموړی چې د خندا او چکچکو له کوم ګرم مجلس نه ګرم را پورته شوی وي، او په همدې حالت کې کوم خبریال پرې ور برابر شوی وي!
دا خو دکرزي د ادارې د یو دیپلومات ساز دی، بل لوري ته بیا خپله کرزی او ور سره یاران یې وايي چې طالبان له امریکایانو سره پټې خبرې اترې کوي! اروپايي هېوادونو ته سفرونه کوي، اوس به نو دکوم یو منو! د ذوالحاله ديپلومات او که د بې حاله کرزي؟
بې حاله وايي: طالبان په مرکو او خبرو لګیا دي او ذو الحاله وايي چې نه، خوراک او څښاک کوي!
ملامت نه دي، اوس دې هم پرې آفرین شي چې څنګه لا جامې په غاړه ګرځوي! آخر دوی به څنګه نه ذوالحاله او بې حاله کېږي! لس یوولس کاله یې په تول تللې پخه غلامي وکړه! یهود او نصارا یې هېواد ته راوستل،  ولس یې ښه پرې وټکولو، پرې بې عزته یې کړ! په مقدساتو یې ملنډې ووهلې، بمبارۍ یې پرې وکړلې، کلي او جوماتونه یې ور وران کړل! بچیان یې ور یتیمان کړل! مېرمنې یې ور کونډې کړې، د هېواد کانونه یې په دوه توته پر یرغلګرو خرڅ کړل!  دنړۍ په کچه یې افغانستان اول نمبر کړ!
له دې ټولو سره سره، نن نه یرغلګر د سړي په سترګه ورته ګوري، نه نړیوال او نه هم طالبان، او ولس خو یې له پیله دښمن و!
 لیرې نه ده چې بې حالان او ذو الحالان له یوې مخې ځانونه په خړو ولړي، په لارو او کوڅو کې یوې او بلې خوا ته ځغاستې ماستې پیل کړي او خلکو ته وايي چې: هر چا چې د خپل ولس پر ضد له یرغلګرو سره لاس یو کړ نو دا به یې حال وي، هو! دهمدې ورځې د راتلو په هیله.
سید ولي حامد