د شېرزي او عبدالله نوی اېتلاف!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

»ټول افغانستان«
د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي له ډاکټر عبدالله عبدالله سره کتلي دي. شېرزي ته یوې نېږدې سرچینې تېره ورځ رسنیو ته ویلي ول، وروسته له هغې چې د شېرزي  او په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي حاجي عبدالظاهر قدیر ترمنځ کړکېچ رامنځته شو نو شېرزي له ولسمشر کرزي سره د ستونزې د حل خبره

وکړه خو کرزي کوم مثبت ځواب نه دی ورکړی.
د ولسمشر کرزي او شېرزي تر منځ له ډېر وخت راهیسې اوبه خړې دي. ځکه څو ځله ولسمشر د شېرزي د لرې کولو او بدلولو هوډ کړی و، خو دا چې شېرزي د امریکایانو له مستقيم ملاتړ برخمن دی، نو د ولسمشر کرزي وس پرې ونه رسېد. ویل کېږي، چې ګل اغا شېرزی له پاکستان سره هم ډېرې نېږدې اړیکي جوړ کړي او پاکستان په ننګرهار کې د شېرزي شتون په خپله ګټه ویني.
ګل اغا شېرزی د یوه ځواکمن والي په توګه تبارز کړی. له دې وړاندې هغه مهال چې د کندهار والي و، په کندهار کې ګڼ د بیارغونې چارې تر سره کړې وې او کله چې ننګرهار ته لاړ، په لږ وخت کې يې د ننګرهار بڼه هم بدله او بیارغونیزې چارې یې په کې تر سره کړې، له همدې امله ورته ولسمشر کرزي د ( بېلډوزر ) لقب ورکړ.
خو شېرزي له یو څه ننداریزې بیارغونې پرته د خان په غونډۍ کېناست. په ننګرهار کې بنسټیزې ستونزې حل نه شوې، برېښنا، د اوبو بندونه، د کانال پروژه او صنعتي ښارګوټي جوړولو چارې په ټپه ولاړې دي. د ځمکو غصب، فساد او بې عدالتۍ اوج ته ورسېدې.
له همدې امله ترې د ننګرهاریانو زړه تور شو، خو اوسنۍ لاریونونه هم د یوه داسې چا له لوري رهبري کېږي، چې هغه په خپله له والي سره په ګټو او د ځمکو په غصب وران شوی او تر شېرزي لوی غاصب او فاسد دی. که چېرې همدا اوس شېرزی، ظاهر قدیر ته د سرخ ديوال په ۱۲۰۰ جریبه ځمکه کې پوره ونډه ورکړي نو د نوموړي له ملاتړه به برخمن شي.
شېرزی له عبدالله سره په یو ځای کېدو غواړي چې په راتلونکي حکومت کې خپله ونډه او ځای ځایګی ثابت کړي او همدارنګه په ولسمشر کرزي فشار راوړي.
دغې سرچينې ویلي، شېرزی د کرزي له هغې جفا هم د عبرت درس اخیستی چې په تېرو ټاکنو کې یې له نوموړي سره وکړه. په تېرو ټاکنو کې کرزي د ګل اغا شېرزي له لوري  او د ده په مرسته په شمال ټلواله کې درز واچاوه. نوموړي ولسمشرۍ ته ځان نومولی او د ملي جبهې اوسنی مشر احمدضیا مسعود او د هغه وخت والي نورستانی يې د خپل لومړي او دویم مرستیال په توګه ټاکلي ول، چې په سبا یې له ټاکنو تېر شو او د نوموړو اعلان يې وکړ، چې ورسره یې مرستیالې منلې وه. په دې توګه له مسعود سره د عبدالله او عطا محمد نور اړیکي خرابې شوې، ځکه دوی ټولو په یوه خوله له عبدالله نه ملاتړ کاوه.
کله چې ولسمشر کرزی بیا ولسمشر شو، نو له شېرزي سره یې کړې ژمنې ټولې پوره نه کړې.
شېرزی په کندهار کې د بارکزیو د قوم له پوره ملاتړه هم برخمن دی او ورسره ورسره ډېر شتمن هم دی، چې له دواړو خواوو نه یې له عبدالله سره یو ځای کېدل د نوموړي په ګټه دي او کېدای شي په ټاکنو کې ترې ښه ګټه پورته کړي.
دغه راز عبدالله، د شېرزي له ملاتړه برخمنو د ولسي جرګې له دوو غړو سره هم لیده کاته او خبرې پیل کړي. حمیدزی لالی او عبدالرحیم ایوبي چې پر حکومت له سختو منتقدینو څخه دي، په دې وروستیو کې پراخ ولسي ملاتړ هم خپل کړی. دوی هم د شېرزي په څېر بډایه دي، ځکه شخصي امنیتي کمپنۍ یې درلودې او پرې د نشه يي توکیو د کارو بار تورونه هم دی. په داسې وخت کې، چې د ډاکټر عبدالله ملي اېتلاف له مالي ناورین سره مخ دی، نو د  دوی یو ځای کېدل به ورته نوی روح ورکړي او ښايي په راتلونکیو ټاکنو کې شېرزی د عبدالله لومړی مرستیال هم شي.
خو د دې ټولو وړاندوېنو اصلي څېره به د جوزا په میاشت کې روښانه شي، هغه مهال چې د نوماند د خپلې نوماندۍ رسمي اعلانونه پيل کړي. د ولسمشر کرزي له حکومته  ډېر شمېر نور چارواکي هم په راتلونکیو  ټاکنو کې د یوه مخکښ نوماند د موندلو او ورسره د یو ځای کېدو هڅې کوي لکه د بلخ والي. او ښايي ډېر نور د وخت په تېرېدو سره روښانه کړي، چې په راتلونکیو ټاکنو کې له چانه ملاتړ کوي. ولسمشر کرزی به په پای کې له خپل نوماند سره یوازې په ډګر پاتې شي هغه ډول چې اوس له پاکستان او امریکا سره په مخالفتونو کې یوازې پاتې دی.