پنجاب بايد زوړ حساب لا تصفيه كړي!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليکوال : عبدالحليم حلميار
زموږ زياتره ولسي وګړې لا اوس هم په افغانستان كې روان كشمكش او جګړه د پاكستان د ګټو جګړه نه بولي. دوى لا اوس هم دا جګړه د طالب او افغان دولت جګړه بولي. پاكستان د تېرو لسو كلونو په اوږدو كې د طالب په مټ په افغانستان كې جګړه وكړه، خو كوم هدف او غوښتنې چې يې درلودې، هغه ټارګيټ ته ونه رسېد او

اوس يې مخامخ په زغرده په جګړه لاس پوري كړى، كله د لېري واټن ويشتونكو توغنديي بريدونو په واسطه زموږ د سرحدي ولسواليو غيور ولس په نښه كوي او كله بيا د ډيورنډ پولي افغان غاړې كې په نوي امنيتي پوستو او دروازو جوړولو پيل كوي. مطلق هدف يې دا دى چې په افغانستان كې امنيتي حالت دومره ګډوډ كړي چې افغان دولت د دوى غوښتنې ومني. د ګاونډيتوب په قانون كې هيڅوك حق نه لري چې د دوو هيوادونو تر منځ په نښه شوې صفري نقطې ته ځان ورسوي او يا هم سرتېري او پوستې د خپل ګاونډي په خاوره كې ځاى پر ځاى كړي. د افغانستان او پاكستان تر منځ د ګاونډيتوب تعهد داسي ټاكل شوى چې بايد د دواړو هيوادونو سرتېري او قواوې د ډيورنډ د كرښي او يا د دواړو هيوادونو تر منځ، د صفري نقطې څخه يو كېلو متر فاصله ولري، خو اوس پاكستانيو پوځيانو د دواړو هيوادونو تر منځ دغه اساسي كرښې ماتې كړي او هره ورځ هڅه كوي چې تر صفري نقطې هم په سوونو كيلو متره دې پلو، خپلې امنيتي قرارګاوې ځاى پر ځاى كړي. د افغانستان مسلمان او مؤمن ولس بايد د پاكستان په غولوونكي او دوه مخي سياست نور پوه شي او پاكستان ته داسي ونه ښيي چې كه دولت غبرګون ته نه وي چمتو، نو چې پاكستان هر څه كوي افغان ولس يې هم په مقابل كې حركت او خوځښت ته چمتو نه دى. د پاكستان دا ډول هڅې بايد د سوله ييزو لاريونونو په واسطه په ولسي كچه وغندل شي، تر څو پنجاب ته پته ولګېږي چې افغان ولس نور د بهرنيو غولوونكو دسايسو په وړاندي حساس دى. په تېره لس كلنه دوره كې چې څومره افغانان د طالب او دولت په جګړه كې ووژل شول، اصلي عامل يې پاكستان دى، ځكه دا پاكستان و چې افغان طالب يې تجهيز او د افغان دولت په مقابل كې وروزى او څه د پاسه لس كاله يې نور د افغانستان جګړه وغځول. پاكستان په هر ډول چې وي په افغانستان كې د جګړې د تداوم پلوي كوي، تر څو چې د پاكستان ګټې په افغانستان كې تامين نه شي، د پاكستان جګړه به روانه وي. كله چې طالب وځپل شي او افغان ولس لږ د ارامۍ او سكون ساه واخلي، نو بيا پاكستان په سپين سترګۍ شروع وكړي او د افغان دولت سره مخامخ جګړې ته د چمتووالي او يا په ځينو سرحدي ولسواليو كې د ګوليو ويشتلو لړۍ پيل كړي. د پاكستان دښمني د هيڅ افغانه پټه نه ده، دا چې يو نيم كسان لا اوس هم د پاكستان پر تعصب سترګې پټوي، نو په افغانيت كې يې شك شته. پاكستان د افغان جګړې يوازي نننى عامل هم نه دى، د تېرو درېيو لسيزو راهيسي، په غيرمستقيم ډول، د جګړې د تداوم اصلي لوبغاړى دى، دا چې پاكستان څه فرمايشونه لري او څه غواړي چې نور له جګړې لاس واخلي، هغه فرمايشونه دي چې افغان دولت او ولس ته په هيڅ صورت د منلو وړ نه دي. پاكستان د افغانستان د اسلام مدافع نه دى، د خپلو ګټو دفاع كوي، كه ځيني افغانان په دې مفكوره وي چې پاكستان به د افغانستان او افغانانو لپاره، د اسلام او شرعي نظام د تطبيق او نفاذ لپاره دا ډول مغرضانه هلې ځلې كوي، نو دا په هيڅ صورت د منلو وړ نه ده، ځكه پاكستان بايد يو سوچه اسلامي او شرعي نظام په خپله خاوره كې نافذ كړي، لومړى بايد په خپلو محاكمو كې د (دلارډ ميكالي) زوړ انګرېزى قانون په شرعي قانون واړوي، په خپل هيواد كې د ځمكي پر سر جوړ شوي جنتونه او دوزخونه له منځه يوسي. په پاكستان كې دا اوس فحشاء اوج ته رسېدلې، ظلم، وحشت او بربريت خپل اخري حد ته پكې رسېدلى، په داسي حال كې چې په افغانستان كې هيڅ كومه داسي مرجع نشته چې د اسلامي مقرراتو او قوانينو په زغرده تخلف وكړي، خو بيا هم د دوى د نيمه مفتيانو په فتوا دلته جهاد روا دى او په پاكستان كې ناروا دى. زموږ علماء كرام او متدين ملت بايد د پاكستان  هر حركت تشخيص كړي او نور پاكستان  ته دا زمينه برابره نه كړي چې د افغان ولس پر سر تر قيامته پوري خپل تجارت ته همداسي ادامه وركړي، ځكه كه نن له پاكستان سره خبره حل نه شي، نو ډېر ژر ده چې له يوې خوا به افغان پوځ  له پاكستان  سره پر سرحد په جګړه كې ښكېل شي او د بلې خوا به په كورنيو جګړو كې له طالب سره ښكېل شي او پاكستان د دې لوبې پيل ته شېبې شمېري چې د افغان پوځ د لا تضعيف لپاره، دوى دوه ځايه په جګړه مصروف كړي. د ډاكټر نجيب الله وخت كې هم پاكستان كټ مټ همدا سوژې كارولې. د پاكستان حكومت د تېرو درېيو لسيزو راهيسي د افغان ملت سره د جګړې ډېره ښه تجربه لري. هره شېبه جګړې ته نوى رنګ وركوي. په ګاونډيو هيوادونو كې هيڅ هيواد د افغانستان په كورنيو چارو كې دومره مداخله نه كوي، لكه پاكستان، ځكه پاكستان افغانستان خپله پنځمه صوبه ګڼي، هر كال په پارلمان كې كلنۍ بوديجه ورته بېلوي، دوى خپله هم په دې اعتراف كړى چې زموږ پارلمان افغانستان خپله راتلونكې پنځمه صوبه ګڼي او د دې لپاره هر كال كلنۍ بوديجه ورته اختصاصوي. كه افغان ملت راويښ شي، د پاكستان او نورو لاس وهونكو ګاونډيو او بهرنيو هيوادونو په ضد متحد شي، نو زما په غالب ګومان، د پاكستان سره به افغانان تر درېيو لسيزو حساب او كتاب لا تصفيه كړي، ځكه پنجاب د افغان ملت نننى قاتل نه دى. پرونى حساب او كتاب هم بايد ترې وپوښتل شي، خو دا ارزو او هيله هغه وخت پوره كېداى شي چې افغان ولس دوست او دښمن سره تفكيك كړي، يو موټى شي او نور د جهالت په وړاندي كلكه مبارزه وكړي، تر څو افغانستان په سيمه كې يو ځل بيا ګل، سمسور او ياغي فرعوني طاقتونو ته يو ځلې بيا په امپراطور مبدل شي.
------------------
ليکوال : عبدالحليم حلميار
سرچينه : ټاټوبی اوونيزه