ليکوال : عزت الله ذکي
که څه هم افغانستان د تېرو يوولسو کلونو په ترڅ كې د پوهي په ډګر کې زيات پرمختګ کړی، خو بيا هم د يو شمېر پښتون مېشتو سيمو ځوانان هر کال په کانکور کې بې نتيجې پاتې کېږي چې له همدې امله اوس د بې سوادۍ له کبله په پښتني سيمو كې ډېري ستونزې شتون لري او ياهم په کې عملاً جګړه روانه ده. تېر
کال هم د نورو کلونو په پر تله په کانکور کې د پښتنو ځوانانو سره د مور او ميرې چلند شوى وو، خو بايد پښتانه ځوانان په دې پوه شي چې د پرمختګ، بدلون (نوښت) لاره يوازي او يوازي په پوهه کې نغښتې ده او بايد زموږ ځوانان په دې مايوسه نه شي چې ولې زه بې نتيجې شوی يم، هسي هم د لوړو زده کړو په وزارت کې د افغان ځوانانو د کانکور نمرې (ايرانی سافټ وېر) تر نظر باسي. نو ايرانی سافټ وېر به د پښتون زوی يا بچی څه وپېژني او ولې به يې له لوړو زده کړو نه محروموي. دوی خو دا دېرش کاله پر موږ کلتوري، سياسي، يرغلونه کړي. البته د تېر کانکور د پايلو په اړه ډېري خبرې وشوې، خو اوس داسي راپورونه موجود دي چې د ايران ځيني مخصوص کمپيوټري (سافټ وېرونه) د دې لامل شول، چې په پښتون مېشتو سيمو کې يو زيات شمېر ځوانان د کانکور په ازموينه کې ناهيلي پاتې شي. ان داسي هم ويل کېږي چې ايران دغه سافټ وېرونه په ډېر مهارت سره جوړ کړي وو او د سافټ وېرو نبض يې يوازي د افغانستان هزاره لږکي توکم (اقوامو) نومونه بريالي کولاى شوای او په همدې وزن جوړ شوی وو. بدبختانه اوس مو لوړي زده کړي هم د ايرانيانو او پاکستانيانو په خوښه دي، هر يو چې په دې وطن کې ايران او پاکستان ته سر ټيټ کړي، هغه نو بيا کولاى شي چې لوړي زده کړي وکړي او بېله شکه چې کامياب شوي هم دي. (احمد شاه بابا) وايي:
ځان به ويښ کړو هري خوا ته هري خواته رقيبان دي
يو پر بل مو سره وژني وايي خپل يو، غليمان دي
د لوړو زده کړو وزير هم د يوه ايراني په څېر د دې وزارت څوکۍ اشغال کړې او هغه ځوانان لوړو-لوړو پوهنځيو ته استوي، چې په سر کې يې (الف) نه وي او ياهم د ايران او پاکستان له خوا په فرمايش پر کاغذ ليکلي ورکول کېږي. لکه افغان ځوانان چې د پاکستان او يا ايران د پوهنتونو لپاره کانکور ورکوي. ان تر دې چې يو شمېر پښتنو ځوانانو ته د خدای (ج) ورکړی حق چې د بهرنيو هيوادونو بورسونه دي، هم د وزير صيب خپلوانو او ياهم ايراني او پاکستاني مهاجرو ته ورکول کېږي او د افغانستان په مالي مرسته استول کېږي او لوړي زده کړي کوي، خو پښتنو ځوانانو ته د تېرو يوولسو کلونو راهيسي د ګوتو په شمېر بورسونه ورکړل شوي چي هلته لاهم ظلم پرې روان دی، مياشتنۍ مالي مرسته يې د وزارت مامور او ياهم د وزير صيب جېبونو ته ځي او د پښتون قوم بچی در پردر او خاوري په سر په پرديو هيوادونو کې ګرځي، په داسي حال کې چې ايران او پاکستان زموږ ډېری افغانان وروڼه په ډېر بې عزتۍ او احمقانه ډول په وژنو او اعدام محکوموي، په زندانونو کې يې اچوي، ظلم پرې کوي او په وحشت پوښتني ګروېږني ترې کوي، خو په افغانستان کې اوس د پښتنو ځوانانو پرځای، ايراني مهاجر، ناپېژندل شوي په لږکيو پوري تړلي او د پاکستان تالۍ څټي د افغانستان له لارې بهرنيو هيوادونو ته په بورسونه کې ځي. او افغان (پښتانه) ځوانان چې پوره يوه کال يې د دماغ پر کوپړۍ زور راوستلی، ناکام او بې نتيجې کېږي.
------------------
ليکوال : عزت الله ذکي
سرچينه : ټاټوبی اوونيزه