دښاغلي کرزی اعترافات:

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکوال:انجنیرعبدالصبورساپی
دالجزيرې تلویزون خبریال سره دښاغلی حامدکرزی مرکه ډېره په زړه پورې وه په حقیقت کې ښاغلي کرزي یوه لنډه برخه دهغوواقعیتو په ډاګه کړي چې ترې هیڅ سترګې نشي پټېدی، اوخبریال هم داسې پوښتنې مطرح کړي چې دښاغلي کرزی دزړه نه ئې دهغو واقعیتونوغوټې راسپړلي چې په مخامخ پوښتنوکې ترې

انکارکړی، اوهیڅکله هم حاضرنده چې دغه واقعیتوته غاړه کېږدي که څه هم لکه دلمرپه شان روښان دي.
خوحقیقت هرڅومره چې پټ کړې پټېدلې ګران کاردی  که څه هم ښاغلی کرزی به داسې فکرکوي چې ډېرښه ځوابونه ئې ورکړي اوځانې له ټولو تورونه سپېڅلی راوېستلی خولمرپه دوګوتونه پڼېږي اوهیڅکله ترې انکارنشي کیدلای.
د روان کال مارچ د میاشې په آخرکې ښاغلی کرزی قطرته یورسمي سفردرلود،که څه هم ددغه سفرلاسته راوړنې لادوخته معلومې وې، اوطالبانوهررازخبرې دکابل سره مردوده بللي، خوسره له دې هم داسفرپه راتلونکې کې ددپلوما تیکو اړیکو دپرانستولولپاره ګټورده، خوزماخبردې دغه سفرپه ګټه اوتاوان چې دطالبانوددفترله پرانستولوپه اړوند ده؛ نه ده، زه غواړم دښاغلي کرزي د مرکې ځني هغه ټکي وڅيړم چې دخارجیانو دیرغل په هکله ئې د الجزیرې د تلویزون خبریال ښاغلي «احمدمنصور» سره ترسره کړي دي، او دښاغلی «عبدالرحیم ثاقب» له خواژباړل شوي دي۰

ایاافغانستان یواشغال شوی ملک ده ؟
داخبردښاغلي کرزي دمصاحبه ډېره غوره برخه جوړه وي،
ښاغلی کرزی په خپل تاریخی مرکه کې ویلي چه داملک یو اشغال شوی ملک نه ده، اوداخبره ئې په ډېر ویاړسره کړې ده، چې ګواکې افغانستان یومستقل خپلواک اوسرلوړي ملک ده،
موږهم خدایته همدغه دعاده چې داملک کله هم داشغال دیوغ لاندې رانشي اوتل سرلوړی اوآزاد وي، که څه هم ډېره اسانه خبرده چې په خوله وویل شي؛ داملک داشغال لاندې نده، خوایاپه عمل کې همداسې ده اوکنه! ښاغلې ولسمشر په دې هکله په ژبه څه واي اودزړهٔ ئې څه راوځي توجه وکړئ دمرکې اصلي برخېته:
احمد منصور:
 افغانستان باندې دشوروي یرغل  کوم چې افغانانویې ډیرکلونه مقابله وکوله اودهغه امریکايي یرغل ترمنځ چې ته يي په سیوري کې واک ته ورسول شوې څه  فرق شته؟
حامد كرزی:
هو ! ددې ترمنځ ډیر ښکاره توپیرشته دی.
ښکاره توپیر؛ دشوروي اتحاد ځواکونه خو په افغانستان کې ښکاره یرغلګروه .
احمد منصور:
امریکایان خو هم ښکاره یرغلګردي؟
حامد كرزی:
 خواهش کوم ... خواهش کوم !
احمد منصور:
 مهرباني وکړئ هغه فرق يي راته توضیح کړئ!
حامد كرزی:
 افغانستان ته دامریکایانو راتګ دملګروملتونو دامنیت شوراپه موافقه ترسره شو ،ټولې نړۍ دهغوئ ملاتړوکړ، روسانو، چینایانواوچینایانويي مرسته وکوله ، پاکستانیانو خپل فضايي حریم دهغوۍ په خدمت کې ورکړ، همدا راز هند  له هغوۍ سره مرسته وکوله همداټول حاضرول چې په بن کې دافغانستان انتقالي اداره تاسیس شوه، چې له همدې امله دشورویانو اوامریکایانو دراتګ ترمنځ ډیر فرق دی ، افغانستان ته دامریکایانوراتګ دنړیوالې ټولنې په موافقه او دهغوئ په هڅو ترسره شو چې ټوله اسلامي او غیراسلامي نړي هم دامریکایانو ملاتړې اودهغوئ مؤیده وه ،اوپه پیل کې افغان ولس هم دغه کار دخپل ځان دآزادي لامل وباله چې په حقیقت کې دغه کار له ګډوډي او دایران دلاس وهنې څخه دټول افغانستان دآزدي په معنا وبلل شو۰(کرزي صیب دپاکستان په لاس وهنې سترګې پټې کړي دي) ٬٬لیکوال٬٬
څنګه ښایسته خبراوډیردویاړ خبرموږهم دامنوچې افغانستان دبربادي خواته روان و اودې دوی راتک له برکته و ژغورل شو، داچې افغانستان کوموکسانوته وسپارل شو اوڅرنګه کسان ورباندې حاکم شول، ایا ددغو کسانولاسونه دافغانانو په وینو ککړو اوکنه؟
دوي هغه ټوپکماران اوفاسدکسان وو چې وطن ئې دتباهۍ سره مخ کړي ؤ دکوموښېګڼوپربڼڅټ داکسان دافغانستان په ستم ځپولوخلکو وتپل شول، اوولی؟
دلته دچاګټې په پام کې نیول شوې وې ؟ دافغانستان دخلکواوکه خارجیانوخپلې ګټې په پام کې ساتلي۰
ښاغلی کرزی وائي :
«خو وروسته بیا امریکایانو او دناټو ځواکونو هم ډیرې تیروتنې وکړې ؛ځکه دوی له ترهګري سره جګړه په افغانستان کې پیل کړه چې افغانان له دې امله ډیر وکړیدل،حال داچې تروریزم دافغانستان په دننه کې نشته ،خوبیاهم ددوئ راتګ افغانستان ته په ګټه تمام شو».
سوال داده چې ولی دترهګري سره جګړه په افغانستان کې پیل شوه؟
که دلته ترهګرنه ود دوۍ راتلوته څه اړتیالیدل کیدله؟
 افغانستانته ترهګرله کوم ځایه راتلل، القاعده چاجوړه کړې وه اوهم  طالبان چاجوړل کړي و،دطالبانو اوپاکستان ترمنځ اړیکې څومره نږدې وې ؟ مګرامریکاپه دغوټولوچلندونو پونه وه؟ بی له کوم شکه چې ډېرښه پوه وه، خو دلته په افغانستان کې دامریکا هغه امیدونه بیاتازه شول چې له ډېرو کلونوئې په سیمه کې تسلط پیداکول و، اودغه مقصدته رسیدولپاره ئې خپل ځانته یواځې پښتانهٔ چې ډېرسرتېري اوپه وطن مین دي خنډګڼل، پاکستان خولادوخته ددوۍ غلام واوپدې اړونددوۍ ډاډه اوخاطرجمع ول، اود پښتنودځپول لپاره داجګړه په افغانستان کې له هغې ورځې پیل شوه چې په زرهاوپښتانه طالبان په قندوزمزاراوشبرغان کې په کاتنرونوکې هلاک شول اویاتربمولاندې ووژل شول، داکار که شمالی ټلوالې اودوستم ترسره کړ، خودامریکا په مستقیمه لارښوونه اودې دوۍ په موجودیت کې ترسره شواوپه دغه بشري ناورین کې بې امریکا بل څوک مسئول نشي کیدالی۰
اوس بیا دمرکې برخې ته راځو؛
احمدمنصور:
زماددې پوښتنې ځواب راکړه ، دپروني ببرک کارمل چې دشوروي ټانګ په سرافغانستان ته راوستل شو له نني کرزي سره چې دامریکايي الوتکې په وسیله هیواد ته راوړل شو څه توپیردی ؟
حامد كرزاي:
 «نه ! داپرتله ناسمه ده ؛ دپرون اونن ترمنځ ډیر فرق دی !
زه درته وایم چې د امریکایانو راتګ دنړیوالې ټولنې دپریکړې له مخې شوی اونن په ټولې نړۍ کې مونږسفارتونه لرو او دشورویانو راتګ دنړیوالې ټولنې په خوښه نه وه .»

داسمه خبرده چې شورویان یوناڅاپه راغلل، داهم سمه خبرده چې شورویانوزموږپرملک ئې یرغل وکړ،خود دواړو اشغالو ترمنځ ښکاره توپیرونه هم شته چې ټول افغانان دهغه ژوندي  شاهدان دي ډېرڅه هغه وخت وچې اوس نشته اوډېرڅه اوس شته چې هغه وخت نه و منظورمې مثبت اومنفی ټکي دي، هغه وخت هم دښاغلی کارمل حکومت دشوروی له طرفدارو ملکوله خوا په رسمیت پېژندل شوي و آن زموږ دنږدې ګاونډي هندوستان له خوا،اودپلوماتیک ارړیکې دیوسولوشلو ملکونو سره درلودلې ٔ، خوپېژندل ویا نه پېژندل اشغال ته یوښه معیارنشي کیدلی اوکه نن شوروي  وای نوډېرو ملکوبه دامریکې مخالفت کړی وای خواوس چې امریکا یواځنې قدرت ده نوځکه مخالفت چا وناکاوه نودایوشین چراغ شوامریکې ته،
خارجي قوتونه په ډېروملکوکې شته خواشغال نه بلل کېږي یومثال ئې دترکیې هیوادده، داشغال نورفاکتورنه دي چې دهغه په معیارکولای شوچې څه اشغال وګڼواوڅه ونه ګڼو.
دښاغلي کرزی داستدلال سره سره بیاخبریال داپوښتنه تکراروي:
احمد منصور:
خو له دې هرڅه سره بیاهم افغانستان اشغال شوی دی.
حامد كرزی:
نه ! خواهش کوم هیڅکله نه دی اشغال .
احمد منصور:
 د دوولکوبهرنیو پوځیانو له راتګ سره بیاهم نه دی اشغال ؟
حامد كرزی:
 «ماته غوږشه ! زه د دې پوښتنې ځواب درکړم .
دنړیوالې ټولنې ځینې کړنې زمونږ نه خوښیږي ، خودا کله هم داشغال مانا نه لري ، ددوئ ځینې کړنې دي چې مونږ ورسره ورباندې اختلاف لرو۰»

داکړنې  څه  دي چې ښاغلی کرزی وائي « چې ځینې کړنې دي چې موږ ورسره اختلاف لروخودا داشغال مانا نه ورکوي» ښاغلی کرزی دې خبرې ته پام ندی چې ایا داکړنې دافغانستان ملي حاکمیت استقلال اوخپلواکي،آن دخپله کرزی  صیب صلاحیت ئې صلب اوترخپل سیورې لاندې راوړې که نه؟
دښاغلی کرزی حکومت ته ارزښت قایل دي که نه؟
دافغانستان قوانین ترپخولاندې کوي که نه ؟
دخلکوفرهنګ اوکلتورته احترام قایل دي که نه؟
دوستانو اوس تاسې داخبرې په ډېرزیرسره ولوَلئ چې ښاغلی کرزی دته اشغال نه وائې زه دښاغلی کرزی خبرې دخبریال سره کلمه په کلمه څیړم تاسې پرې قضاوت وکړئ:
ښاغلی کرزی په خپله ژبه دالجزیرې خبریال ته وائې دالاندې کړنې ئې ښوښې ندي اودی ورسره اختلاف لري؛ خواشغال ئې نه بولي:
۱-ښاغلي کرزی وایی:«دخارجیانوله خواټولوکارونوپه خپل واک کې اخیستل۰»
۲-ښاغلی کرزی وایی:«په ولسي خلکوبمبارکول۰»
۳-ښاغلی کرزی وایی:«په کورنیوچاروکې مداخله کول۰»
۴-ښاغلی کرزی وایی:«په ټولټاکنوکې ددوۍ شرموونکې لاس وهنه۰»
۵-ښاغلی کرزی وایی:«دطالبانوسره په خبروکې مونږله پیل نه له هغه سره نه یو موافق اودهغه په خلاف موخپل احتجاج وړاندې کړی،  ځکه هغه هیڅ نتیجه نه ورکوي ،خو امریکایان هغه غواړي او له طالبانوسره يې تماسونه پیل کړي او دغه تماسونه يي هم دافغانستان دحکومت او سولې شورا له خبرتیا پرته پیل کړي۰»
داټول کارونه اشغال نه بولي خوورسره اختلاف لري،
هغه خبرې چې ښاغلی کرزي په دې مرکه کې ندي ویلي زه ورته په لاندې ډول اشاره کوم:
─دخارجیانوله خواپه هیوادکې دافغانانولپاره زندانونه درلودل۰
─دولسي وګړوپه کورونویرغل دخلکونیول لټول اوزنداني کول او وژل۰
─امنیتی شرکتونه درلودل اوټول هیوادکی دې همدغوشرکتونو له خواجاسوسي فعالیتونه ترسرکول ۰
─قراردادنه ځانګړوافرادو اشخاصوسره بی له دې چې دولت خبروي ورسپارل ۰
─دالوتکوتګ اوراتګ بې له کومې څارنې اوداسې نور۰

خوښاغلی کرزی بیاهم په ټینګارسره وائي «نه؛خواهش کوم خواهش کوم  دااشغال نه ده» ۰
اشغال څه ده ؟
که دا پورتني صلاحیتونودلاسه ورکول اشغال نه بلل کېږي
چې باید ښاغلی کرزی درلودلی؛ خونې لري، اوني د ترلاسکولووس اوتوان لري، بیاهم وائي؛ چې نه دااشغال نه ده ، دادحیرانتیاخبرده، موږپونشؤ چې اشغال څه ته وائي اوڅه رنګ وي ،نوښاغلی کرزی صیب دې موږته تعریف کړي چې داڅه واک لري اوکه واک لري نوبیاشکایت دڅه لپاره ده.
احمد منصور:
ایاهغوئ (خارجیان) دلته خرابي اوتباهي نه ده جوړه کړې؟
حامد كرزی: نه !!!
 «ته ما لږ پریږده چې زه خپله خبره پوره وکړم .
هغوئ خپل خاص اهداف لري ،هغوئ اهداف اعلان کړي، دوئ وايي چې مونږدلته له تروریزم سره دمقابلې لپاره راغلي یو.
هو! خامخا دوئ نورخاص اهداف هم لري ،خوافغانستان هم خپل مصلحتونه په نظرکې لري اودخپلو خاصو اهدافو لپاره کارکوي .»

دښاغلي کرزی خبربه هغه وخت درسته وه چې دوی په افغانستان کې دافغانستان قانون سره سم فعالیت درلودی اویواځې ترهګروپسې ګرځیدای دافغانستان قانون ته ئې درناوی درلودلی، نه داچې دپښتنوپه وژولوپسې راخیستې دي، دپښتنووژل دامریکا اوپاکستان دې یوګډ اوشریک پلان پربڼڅټ ترسرکېږي ،پاکستان پښتون په پښتون وژني اودبلې خواامریکائې بی پیلوټه الوتوکوته ئې هم اجازه ورکړې چې پښتنې سیمې په پاکستان کې بمبارد کړي، اوهم پاکستان د افغانستان په سرحدي ولایاتو ګولۍ وروي چې داټول همداې پټ ټړون برخه جوړوي، چې مقصدې په سیمه کې دپاکستان په مرسته شتون ده، ددې خبرې ښه بیګه د«پروېزمشرف» ورستنی اعتراف ده چې د سي ان ان سره ېی کړې ده،مشرف دامریکاسره په یوپټ تړون کې بی پیلوټه الوتکوته اجازه ورکړې وه چې په پښتنوسیمود طالبان پرضد حملې وکړي، اونارې سورې اچولې چې داحملې ناسمې دي اوامریکا باید زموږحاکمیت ته درناوی ولری، دافقددخلکوپه سترګوکې خاورې اچول وو، داخبرتراوسه پټه ساتل شوې وه خواوس مشرف پرې اعتراف وکړچې داسې یوه پټه معامله شوې ده۰(روهی وپ پاڼه)

افغانستان به هغه وخت داشغال نه خلاص شي چې ټول افغانان سره یوموټی دملي ګټوترشا ودرېږي اوخپل منځي اختلافات له منځه یوسې اوپه یوه ملی اجماع سلاشي اودټولوخارجیانو لاس دافغانستانه لڼد کړي، ټولې اړیکې دخارج سره دملي ګټوپر بڼڅټ اویوبل ته دهمکارۍ په  اصولواستوارې کړي، دادخوشالي خبرنده چې خارجیان وځي افغانستان آزاد اومستقل شوجشنونه ونیسو، دخوشالي خبرهغه وخت ده چې موږ په دې پوشوچې دخارجیان له وتلوروسته څوک راځي! کورنۍ جګړې، که وطنپال په علم پوه یوموټي افغانان، اوکه دپاکستان ګوداګیان مخامخ یادپردې ترشا دا د اهمیت وړخبرده داسې نه چې دبارانه وتښتواودې ناوې لاندې موشپه سي۰
                                     پای