طالبان كرزي ته د ډاكټر نجيب الله په سترګه نه ګوري

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليکنه : عبدالحليم (حلميار
د طالبانو د تحريك پخوانى غړى او د جيش المسلمين ډلي مشر، سيد اكبر آغا وايي طالبان  كرزي ته د ډاكټر نجيب الله په سترګه، نه ګوري. دا خبرې د طالبانو تر هغه غبرګون وروسته كېږي، چې ويلي وو كرزى به هم د ډاكټر نجيب الله په سرنويشت اخته شي. سيد اكبر آغا چې اوس په كابل كې اوسېږي او په وينا يې له

طالبانو سره اړېكې نه لري، دا خبرې ردوي او وايي ((ملاعمر او طالبان كرزي ته د ډاكټر نجيب الله په سترګه نه ګوري او زه فكر نه كوم چې داخبرې دې حقيقت ولري.)) سيداكبر آغا د طلوع نيوز خبريال سره په يو ځانګړې مركه كې دا هم نه مني، چې افغان طالبان د پاكستان ملاتړ لري او ډېره جالبه خو لا داچې نوموړي افغانستان يو اشغال شوى هيواد  وباله. په پلازمېنه كابل كې د كرزي د واكمنۍ تر چتر لاندي، ډېر لوړ پوړي طالبان اوسېږي چې د دولت څخه د كور د كرايې، ساتونكو، معاش او نورو مزاياوو څخه هم برخمن دي، مګر داسي برېښې چې اصلاً د پردې تر شا بله لوبه روانه ده او دا طالب چارواكي اوس هم، د خپلو پخوانيو ياغي ملګرو پر لاره او پلونو روان دي. احمد شاه بابا وايي امپراطوري درلودل، مګر د نغري غاړه يې نه شواى رعيت كولاى. كرزى صاحب غواړي د كويټي شورا او يا نورو افراطي طالبانو سره خبرې وكړي او سولې ته يې راوبولي، خو لكه چې خبر نه دي، چې تر اوسه مې خپل د نغري غاړه لا نه ده رعيت كړي، ځكه چې تاسي درانه لوستونكي قضاوت وكړئ، د سيد اكبر آغا د خبرو مفهوم څه شي كېداى شي؟ آيا افغانستان رښتيا هم يو اشغال شوى هيواد دى؟ آيا افغان طالبان رښتيا هم د پاكستان ملاتړ نه لري؟ او آيا طالب د اوسني نظام او ولس د نجات دښمن نه دى؟ فكر كوم هيڅ د عقل، شعور او منطق خاوند به د جيش المسلمين د مشر سيد اكبر آغا سره دا ونه مني چې افغان طالبان د پاكستان ملاتړ نه لري. له اقتصادي ملاتړه نيولې، تر پوځي، لوژستكي، تعليمي، جګړه ييز او فيزيكي ملاتړه. دوهم د جيشن المسليمين مشر وايي، چې افغانستان يو اشغال شوى هيواد دى، چې په هيڅ صورت د نوموړي داخبره قابل د توجيه نه ده او نوموړى پردې هم ستر ګي پټوي چې پاكستان د افغانستان اصلي او اساسي دښمن دى او نېغ په نېغه، د افغان طالبانو په مټ د افغانستان له دولت سره په زغرده جګړه كوي. سيد اكبر آغا وايي، دى خپله داسي فكر نه كوي چې طالبانو ته دې كرزى او ډاكټر نجيب الله په دې ډول د مقايسې وړ وي، حال داچې دا د طالبانو د ويبپاڼي د رسمي ليكنو د يوې سر مقالې رسمي نظر و، چې طالبان كرزي ته  د ډاكټر نجيب الله په سترګه ګوري او شايد نوموړى هم د طالبانو له خوا د هغه په سرنويشت مبتلا شي. ايا د دې راز خبرو استنباط دا كېداى شي چې په كابل كې پراته طالب چارواكي اوس هم له بهرنيو هيوادونو او طالبانو تر اغېز لاندي دي، ځكه د هر طالب چارواكي سره چې د افغان دولت تر سيوري لاندي د څو كلونو راهيسي خوندي او د ژوند له هر راز اسانتياسره برابر ژوند كوي، پوښتنه كېږي، زيات د وسله والو پر خوا كږېږي. اصلاً د اوسني نظام سره هيڅ فكري توافق او خواخوږي نه لري. په هره لوبه كې اوس هم دوى د پاكستان د ګټو او مفاداتو حاميان برېښي. سړى نه پوهېږي چې د دغو پخوانيو چارواكو خبرې په څه ډول تعبير او تفسير كړي، ځكه دا ډول خبرې د دلت اوسني پرسټېج او حيثيت ته نوره هم صدمه رسوي. ښاغلي سيد اكبرآغا د خبريال د دې پوښتني په ځواب كې چې د پاكستان د مفتي طاهر اشرفي د فتوا او په افغانستان كې د وروستيو څرګندونو په اړه څه نظر لري، وويل ((زه طاهر اشرفي له نژدې نه پېژنم، چې څومره علميت لري او څوك دى، نو چې سړى يو څوك نه پېژنې او په علم يې خبر نه وي، نو قضاوت هم نه شي كولاى.)) ايا د خبريال د پوښتني ځواب دادى؟ ستاسو قضاوت څه دى؟ بايد په دې ډول دغه پوښتنه نوموړي ځواب كړې واى؟. هرچا په افغانستان كې د پاكستاني مفتي تالۍ څټي طاهر اشرفي او عمران اجړا فتواوي وغندلې، خو د جيش المسلمين د مشر او سيد اكبر آغا ځواب او نرم دريځ چې ما وليدئ، نو مې له ځان سره وويل چې كه كرزى صاحب سوله كوي، نو بايد لومړى يې له كابل مېشتو طالب چارواكو سره وكړي او لومړى دوى رعيت كړي، ځكه په دوى كې اوس هم د زياترو دماغ د پاكستانۍ پېچكارۍ لړزه لري، خبرې، كارونه، هڅي، ناستي او ولاړي مركې، ليكني او ويناوي يې، ټولي پردۍ ګټې تمثيلوي، نو پر همدې اساس بايد د كرزي حكومت چارواكي د دغو هيښوونكو خبرونو د مخنيوي په موخه راويښ شي او لاس په كار شي او له مرتکيبينو يې پوښتني ګروېږني وكړي. يوه فتوا په پاكستان كې مفتي طاهر اشرفي صادره كړه او يوه فتوا بيا چې افغانستان اشغال دئ، د طلوع نيوز له خبريال سره د (جيش المسلمين) مشر او د طالبانو پخواني كليدي غړي، سيد اكبر آغا صادره كړل. ماته خو دواړو فتواوو هيڅ توپير نه درلودئ، ځكه سيد اكبر آغا چې د كابل په دروازه كې دا ډول فتواوي وركوي، طاهراشرفي او عمران خان خو ملامت نه دي، ځكه هغوى خو پردې كار تنخوا اخلي او رسمي وظيفه لري چې د تقسيم اوقات مطابق دا ډول خبرې وكړي. كه افغانان خپل ازلي دښمنان ونه پېژني او يو مټى نه شي، نو ورځ تر قيامته به يې دا حال وي، ځكه الله (ج) په هغه قومونو كې تغير نه راولي، چې خپلو ځانونو ته خپله تغير ورنه كړي. راځئ چې راويښ شو، تغير راوړو، ثبات، امنيت او پوهنه راوړو.       
ليکنه : عبدالحليم (حلميار)
سرچينه : ټاټوبی اوونيزه