يوه خره فدايي حمله وکړه، بل ونيول شو!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليکوال : عزت الله (ذکي)
عجيبه هيواد او وطن دی، د روح سکون او ارام اخلي، د جګړې داسي ډول پکې وهل کېږي، چې نړۍ هم د حيرت ګوته په غاښ ورته نيولې. دلته اور دئ، د اور ابزار خلك دي، دلته جګړه ده او د جګړې خوراک ولس دی، دلته جبر، دلته زور دی او د زور زبېښاک ملت دی. دلته قدم پر قدم باندي هديرې، جنازې د غم ساندي او نارې

دي، دلته انسان او حيوان دواړه ځان وژنه کوي. داد مېلو او تماشو وطن نه دئ، دلته له هرڅه وېره په کار ده. دلته انسان له انسانه وېريږي او داسي شيطاني لوبه روانه ده، چې هره ورځ نوی رنګ بدلوي. دا هيواد اوس د پخوانيو امپراطوريو او نوميالو، شازلميو د شهکاريو د امثالو رنګ نه لري. هر څه په وينو رنګ دي، ورور په ورور پسې د مرګ توره کښلې او د الله اکبر شعار يې پرې ليکلئ. پلار زوی ته په کمين کې ناست دئ او زوی پلار ته. انسان چوي، حيوان چوي، موټر چوي، پګړۍ چوي، ږېره چوي، برېتونه چوي، موټرسايکل چوي، بايسکل چوي ..............!
له هر شي وېره په کار ده. څو ورځي مخکې د لغمان ولايت د سيمه ييزو پوليسو پر پوسته يوه خره فدايي حمله وکړه، چې په پايله کې يې يو سيمه ييز پوليس ووژل شو...........!؟ دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې خره په داسي ناځوان مردانه عمل لاس پوري کوي، تر دې مخکې د اروزګان ولايت د دهراود ولسوالۍ د يوه سيمه ييز قوماندان کور ته هم د چاودېدونکو موادو بار خر وراستول شوی وو، چې تر چاودنې مخکې ژوندی ونيول شو. دغه سيمه ييز قوماندان (شاه محمد) وايي: ((په هغه ورځ زه په کور کې وم، نابلده خر کور ته راغى، خوشبختانه خره د سرای په ليري کونج کې نور حيوانات او مرکبه (خره) وليدل، د دې پرځای چې زموږ خوا ته راسي، هغې خوا ته يې منډه کړه. د خدای (ج) په فضل موږ په دې ډول له چاودنې خلاص شوو او خر مو ونيوى، منفجره مواد مو خنثا کړل.)) جالبه دا ده قوماندان شاه محمد وايي، کله چې مو خر په کلي کې ازاد کړ او موږ په پسې شولو، سيده د خپل خاوند کور ته چې طالب و او په سوو کيلومتره يې کور زموږ له کوره لېري و، ورغى او په دې ډول مو مجرم ونيوى. د افغانستان هره قضيه هم د خندا او هم د ژړا ده. څو ورځي مخکې مې يو دوست کيسه کول، چې د لعل محمد اکا زوی لعل محمد اکا ته اخطار ورکړی، چې نور به له خپلې دېرش کلني وظيفې او کاره لاس اخلې، که نه نو ستا په مقابل کې جهاد روا دی. لعل محمد اکا شپېته کلن سړی دی، چې د ماين پاکۍ په يو سيمه ييز دفتر کې د دېرشو کلونو راهيسي کار کوي، خو اوس بېچاره د زوی په فتوا کافر شوى! لعل محمد اکا وايي: ((دا مې مشر زوی دی، پاکستان کويټې ته مې د درس لپاره استولی و، خو اوس چې دا ځل راغلى، نو په دې ډول اوتو بوتو سر دی، خدای (ج) سته موږ هم ورسره په مشکل کې يو او ما دا دېرش کاله خپل اولادونه تر ده پوري په خپل معاش روزلي او په دې موسسه کې کار کوم.)) په افغانستان کې د دې او دا ډول پېښو ډېري بېلګې موجودي دي، چې نوره نړۍ يې هيڅ احساس هم نه شي کولاى، آن تر دې چې اوس په خېټه کې لا هم چاودېدونکي مواد ځای پر ځای کېږي او چوي، چې انسان او بشر يې په اورېدلو هک پک پاتې کېږي. هره لحظه د افغان ملت د وژلو لپاره داسي نوي طرحي او مېکانيزمونه عملي کېږي، چې تر اوسه به په ټوله نړۍ کې نه وي ازمايل شوي. د درېيو لسيزو د رنځور ملت د شفاء شمع مړه شوې او فقط تودې اوبه غواړي. د ملت د امپراطوريو ذهني نشه د وطن په ساندو او ويرونو خړوبه ده. هر څوک په خپل غم اخته دى، هر څوک د نجات تمه لري. ژبه ګونګۍ او د عاطفې احساس کمزوری شوی. د ماديت ترجيح، تر معنويت زياته شوې او هر څه برعکس روان دي. د وطن د شفاء نسخه له هيڅ چا سره هم نسته، هر يو د جېب شفا‌‌ء کوي. د تېرو څه د پاسه درېيو لسيزو راهيسي افغان ولس، د وينو په ښار کې اوسېږي، نه لاره مومي او نه په لاره سيخ (برابر) شو. اله ګولې دي، چور چپاول دی، د ځمکې او اسمانه بمونه دي، او ښايسته وطن يې په دوزخ بدل کړى.
ليکوال : عزت الله (ذکي)
سرچينه : ټاټوبی اوونيزه