تورې تور سپین کړل!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سید ولي حامد
په رښتیا هم چې آخره زمانه ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو مبارک حدیث په یوه برخه کې فرمايي چې په آخره زمانه کې به خیانتګر ته امانتګر ویل کېږي، امانتګر ته به خیانتګر ویل کېږي، نن همغه وخت را رسېدلی، هر څوک چې تر ټولو ډېر خاین وي هغه تر ټولو ډېر ښاغلی دی، هر څوک چې تر ټولو زیات خیانتګر وي

هغه ته تر ټولو د زیات امانتګر په سترګه کتل کېږي، او ددې لپاره دکابل  د ولسي جرګې لوبه یوه ښه بیلګه کېدای شي!
هسې خو د کابل اداره له پښو نه تر سره په فساد، خیانت، درغلی او غدارۍ کې ډوبه ده، هېڅ داسې برخه او ارګان یې نشته چې د فساد او خیانت جنډه یې پر سر نه وی ولاړه! مګر د غور ټکی دا دی چې همدغه خیانتګر او غله یو او بل ته برائت ور کوي! یو او بل سپینوي! دا ځکه چې ټول په مرداره سره اخته دي، ټول د ولس وینې څښي، د کونډو او یتیمانو په اوښکو او سلګیو معاملې کوي! هسې لکه په اوړو کې مالګه که کوم یو پکې پاک وي نور له یوې مخې لړلي دي.
 ټوله نړۍ پرې ستړې شوه، سهار او بیګاه ورته وايي چې ملا مو ماته شه! سم شئ، غلاګانې مه کوئ، فسادونه مه کوئ، درغلئ مه کوئ، چور او چپاول مه کوئ، مګر چا ته وایې!  وچ دیواله ته خاورې ور شیندل دي! ځکه نړیوال خپله له فساد او ظلم نه ډک دي.
  ددوی په ژبه ولسي جرګه چې په اصل کې توره تبیله ده، ځان د ولس نماینده ګان بولي، له ډېر وخت راهیسې به یې هره ورځ نارې سورې وهلي چې حکومت غل دی، فاسد دی، له درغلیو ډک دی، مونږ به یې دا ځل سم کړو، ځکه چې مونږ ته ولس رايې را کړې دي، مونږ د ولس استازي یو، مونږ پټه خوله نشو پاتې کېدای، د وزیرانو لکۍ به پرې تاو کړو، د ځینو به ښکر ور مات کړو، هغه به وکوو او دغه به وکوو!
 اګر چې ولس ته هر څه ښکاره دي،مګر بیا هم ددوی  ډېرو نارو سورو  ځینو خلکو ته داسې فکر ور کړ چې کېدای شي د تورې تبیلې جنابان به رښتیا وايي، کېدای شي یو څه نیم ژواندی ضمیر او وجدان به ولري، کم تر کمه دومره خو به وکوي چې ددغو یوولسو غلو لکۍ لږ لږ پرې تاو کړي!  مګر خبر نه وو چې په اصل کې ولسي جرګه هغه توره تبیله ده! یوولس چې کله تبیلې ته ور دې ننه شول د تبیلې تور والي ته دوی توروالی سلامي شو! ځکه خو سپین ترې راووتل! په دې معنی چې توره تبیله داسې له  غلا، درغلۍ، خیانت، غدر، فساد او ظلم نه ډکه وه چې حکومتي غله نسبت دوی ته سپین بازان شول! او دا یقینا چې بالکل سمه خبره ده، ځکه حکومتي غله خو حکومتي غله دي، دومره ګیله به یا څوک ترېنه کوي او که نه! همدا یې کار او کسب دی، مګر دا ولسي غله، چې ځانونه د ولس استازي بولي، د ولس په نامه ناست دي، د ولس په نامه خوري، څښي او اغوندي، مګر بیا هم چې غلا، خیانت، فساد او ظلم کوي نو یقینا چې حکومتي غله نسبت دوی ته ډېر ښه لري!
  یرغلګرو داسې ډالري واکسین راوړي چې چا ته یې ور کړي که هر څو سم وي له لخکه یې وباسي، حکومتي غلو چې بوجۍ یې ښې ډکې کړې دي، یو څو څاڅکي ډالري واکسین یې د ولسي غلو په خولو کې ور واچول هغوی هم ښه په خوند خولې پرې وچړپولې، داسې یې بې خوده کړل چې هر څه ترېنه پاتې شول!
 ددې ټولو ناخوالو لوی لامل دا دی چې که حکومتي غله دي که ولسي غله دکفر په غېږ کې پراته دي، تر څو چې دوی همدا رنګه اسلام او قرآن ته شا کړې وي، د کفر او صلیب په غېږ کې پراته وي هېڅکله به افغان ولس ددوی له لاسه ښه ورځ ونه ويني، ددې ټولو دربدریو علاج د نیواکګرو ورکېدل دي،او دا چې ګوډاګیان يې په رښتیا سره  توبه وباسي قرآن ته مخ کړي له الله جل جلاله نه ویرېږي، له خپل ضمیر او وجدان سره محاسبه وکړي.
سید ولي حامد