دشیخ العارفین حضرت ابوالمجد مجدود آدم سنایی(رح) دڅلوریځو مرغلرې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

نجم الرحمن مو اج
دحضرت سنایی(رح) څواړخیز سمندریز شخصیت دتاریخ په اږدوکې په نړیواله کچه دعلم وپوهې مشالوالوڅېړنکیو دقلم په همت خپله ځلانده عرفانی څېره لاپسې څرګندوي.


دحکیم سنایی(رح)غزنوي عرفانی هغه وخت خپله معنوي رڼاپرروڼ اندوعرفانپالو ذهنونوشیندي چی
دعرفان اوحقیقت لټون لار نیسي اودشخصی غوښتنو له کړاوه ځان ژغوری.
حکیم سنایی(رح)د شاعری په لومړي پړاوکې دغزنوي واکمنانو اودرباریانوپه مدحه کی بوخت شوی اوددریم سلطان مسعود اواړوندوچارواکودستاینې لپاره یې قصیده(بوللې) کښلي دي.
زه دحضرت سنایی دتصوف اوعرفان پرپراخه اوبی پولې برکتي نړۍ دڅه لیکلواویا هم دڅېړنی تکل نلرم.داځکه چی پدې اړه زموږ ویاړلی څیړونکی اوهمدا راز دسیمی قلموالو اوڅېړونکیو څېړنې کړی دي،چی دالړۍ به دنړۍ ژوند پرپل ژوندٌۍپاتې شي .
حضرت سنایی(رح)ته دټینګې ارادې اوعقیدې له کبله مې وپتییل ترڅوددې تاریخی نامتو شخصیت څلوریځې پرپښتو څلوریځو وژباړم.
ددې نامتو عرفاني شخصیت دڅلوریځو شمېر دمحمد تقی مدرس رضوی په اهتمام چاپ شوي کتاب(ابوالمجد مجدود بن آدم سنایی)کی چی ۱۲۲۷مخونوپه کال۱۳۸۰لمریزکال دسنایی خپرونوله خواپه ایران کی خپورشوی دﺉ(۵۳۷)ښودل شویدﺉ.
ما پدې برخه کی تردي دمخه هم دحکیم عمرخیام،آیت الله خمینی  استاد خلیل  الله خلیلی څلورېځې اوپروین اعتصامی دوه  ییزې(مثنوی)ژباړلی چی څوکاله پخواچاپ شویدي،ډېره پخوانۍ ا وهمیشنۍ هیله مې داوه چی دحضرت سنایی(رح)څلوریځودژباړلوتوان ومومم اوس می یوازې(سل)څلوریزې له ژباړل شویوڅلوریځو نه راغورچاڼ کړیدي او په راتلونکی کې به دنوروغورچاڼو څلوریځوچاپ له پاره هم لارې چارې ولټوم.
داچی دآیسسکو موسسي له خوا دغزنی ولایت داسلامي تمدن پلازمینې نوم ویاړوګټې اوفرهنګ وزارت په دې اړوند دکتابونوپه چاپولواغېزمن ګام پورته کوي ماهم وپتییل خپل دغه اثردچاپ له پاره وړاندې کړم.داطلاعاتواوفرهنګ له جلالتمآب دکتورسیدمخدوم رهین څخه ډېره مننه اوهمدارازدبیهقی له رییس منلی قلموال ښاغلی     محتاج نه چی زماله دې سره مینه وښوده اوپه خپرولوکی یې مرسته کړې،اوهمدا شان دهمدې برخې له ځوانو کارکونکیو هریوه....نه ډېره مننه  چې خپلې هلې ځلې یې نه دي سپمولی دزړه له کومی مننه اوهریوه ته دژنوند په چاروکې بریالیتوب غواړم اوددوی دفرهنګی خدمتونودرناوی کوم.
ښایی زماپدې ادبی تکل کی ځینی تېروتنې ترسترګو شي،خو له لاس ترزنې ناستې نه په یوه غوره تکل کې  له تېروتنې نه یوازې وېره نه لرم بلکې آن داچی غوره یی ګڼم. له درنو قلموالو،کره کتونکیو اونظروالونه په پوره مینه هیله من یم چی پرخپلو کره کتنوسره، مامی خپلو تېروتنوته ځیرکړي چی  په خپلو نورو،ورته هڅوکې مې یادې تیروتنې ترسترګو نه شي.                                                                                             
                                                                       په پوره ادبی مينه
                                                                     نجم الرحمن مو اج