سرلوڅ مرادزی
فراه ولایت کې د روان کال د اپریل په دریمه ترهګري پېښه، چې هغې کې ۵۳ تنه افغانان وژل شوي او تر ۱۵۰ زیات ټپیان شوي، په۲۰۱۱ کال د فبرورۍ په ۱۹ مه، جلال اباد کې پر کابل بانک له برید روسته چې هلته ۱۸ تنه وژل شوي او ۷۰ تنه ټپيان شوي اوهمدارنګه د کابل د شیعه ګانو د محرم پر مراسمو تر برید روسته چې بیا هم ۶۰ تنه وژل شوي وو، د طالبانو ترټولو خونړۍ پېښه ګڼل شوېده.
فراه ولایت کې ددې تروریستي پېښې په اړه د رسنیو په غبرګون او په تېره بیا ملت ته د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي په راډیوي وینا کې ځیني داسې ټکی ویل شوي چې په تېر کې د لوړپوړو چارواکو په خبرو کې له لازم وضاحت پرته او کم اوریدل شوي او ایجابوي د هغو منځپانګه او لوري د سپيناوۍ او راسپړلو لپاره تر پوره غور اوتبصرو لاندې ونیول شي.
دا چې ولسمشرکرزی د خپلې وینا په یوه برخه کې وايي« په دې ورځو کې موږ په هېواد کې د ملي حاکمیت او سولې د لازیات ټینګښت لپاره یو بل بریالی ګام پرمخ واخیست، د بګرام زندان د افغانستان حکومت ته انتقال شو، له بګرام او نورو زندانونو څخه ډېر بې ګناه طالبان او د طالبانو په نامه نیول شوي بندیان خوشې شول. د دې انساني عمل په وړاندې طالبانو د دې لپاره د فراه غمیزه وزیږوله چې له زندانونو د طالبانو د خلاصون په وړاندې زموږ خلک بدبینه کړي»
دا پوښتنه رامنځته کوي چې طالبان ولې د بګرام زندان څخه د خپلو ملګرو، طالبانو د خوشې کېدو سره همهال، یا د لوګر ولایت څخه د امریکایانو په وتلو، هغه دولت چې د هغوی په هڅه دا هرڅه تر سره شول، تر برید لاندې نیسي؟
د کرزي له وینا داسې ښکاري چې داسې پېښو کې د طالبانو ملاتړي یوازې پنجاب نه شي کېدای، نور څوک هم شته چې طالبان هڅوي او ملاتړ يي کوي!
دا چې دا نور څوک دی، کرزی يي یا له ډاره نوم نه شي اخیستلای او یايي پخپل اند سیاسي مصلحت نه بولي او یا يي وخت نه بولي چې دوی افشاکړي.
د طالبانو پروژه له پیل څخه لکه د مجاهدینو پروژه، یوازې پنجابۍ طرحه نه وه. د دغو دواړو پروژو په جوړښت، پالنې او تمویل کې پنجاب، د لویدیځ په مشرۍ امریکا او عربي شیخان شریک وو.
نن بیا هم پنجاب د پخوا پشان، د طالبانو دومره لویه پروژه په یوازې ځان نه شي چلولای او ددې پروژې تمویلوونکي خامخا باید د طالبانو او مجاهدینو په زړو یارانو کې ولټول شي.
د ولسمشرکرزي دا خبره او پر هغې پرله پسې ټینګار چې د ترهګرو ځالې د افغانستان په کلو او بانډو کې نشته، دا ځالې او مرکزونه باید د پنجاب په بنګلو اوکوڅو کې وپلټل شي او له منځه یووړل شي، خپل ارزښت نور هم زیاتوي. د ولسمشرکرزي دا بله خبره هم ریښتیا ده چې وايي امریکا او لویدیځ له هغه څه پسې چې افغانستان او سیمې ته راغلي وو او هغه په ځالو او اډو کې د ترهګرو له منځه وړل وو، نه دي ترلاسه شوې.
دا چې کرزی وايي ستونزه په ګاونډي هیواد پاکستان کې ده چې لویدیځ تر اوسه د هغې په حل کې اقدام نه دی کړی، نه یوازې د پاکستان بلکې د امریکا او لویدیځ دوه مخې هم رابرسېره کوي.
دا پوښتنه اوس هم د پخوا پشان پخپل ځای پاتې ده چې امریکا او لویدیځ ولې د ترهګرو ځالې په پاکستان کې دننه په نښه نه کړي او هغه يي له منځه یونه وړلې؟ ترهګر ولې د کمزوري کېدو او له منځه تللو پرځای، پړسیږي او لاپیاوړي کیږي؟
همداراز په هیواد دننه، په پاموړ ځایونو کې امریکا او لویدیځ د مرکزي دولت د پیاوړتیا پرځای، د واک سیمې په هیواد کې پاشلې وساتلې، سیمه یزه قومندانانو او والیانو ته يي مخه وکړه او بل پلو په تېرو یوولس کلونو کې د روشنفکرانو پرځای جهادي او طالبي مافیا غښتلې او پیاوړې وساتل شوه.
دې او دا ډول نورو پوښتنو ته په پام، ویل کېدای شي لویدیځ او امریکا طالبان، اسلامی ګوند، په جمعیت او نظارشورا کې زیرمه شوي مجاهدین ددې لپاره وکارول او وجنګول چې د دوی په وسیله او پلمه سیمې ته راشي او روسته د ستراتیژیک تړونونو په چوکاټ په افغانستان کې ځای پرځای شی.
اوس هم دا اندیښنه پیاوړې ګڼل کیږي چې امریکا او لویدیځ به جهادي او طالبي ځواکونه ترهغو ساتي، پالي او غښتلي کوي چې د دوی په مټ افغانستان ته له راتګ او فتحې روسته د چین ، روسی او ټولې سیمې په وړاندې له هغو بیا کار واخیستل شي.
د ډيرو په اند افغان دولت کې ځینې روستۍ څرګندونې او دریځونه له دې خبرې سره تړلي ښکاري چې نه ښايي افغانان دا ځل بیا د بیواکه سرتېرو پشان، د لویدیځ له ملاتړه ددغه برخمن تنظیمونو یرغمل پاتې شي او لویدیځ بیا هم یاد تنظیمونه، یوازې د خپلو ګټو لپاره بې له دې چې د افغانانو ملي ګټې او د افغاني ټولنې خیر ښېګڼه په پام کې وي د روسيي، چین او نورې سیمې په خلاف، لکه پخوا چې د لویدیځ او پنجاب د ګټو لپاره، د پخواني شوروي په وړاندې وجنګول شول، وکاروي.
د جرمني فوکس په نوم خپرونې د اپریل په دوهمه د ولسمشرکرزي له هغې مرکې څخه چې د جرمني د ( زود دویچه ) له ورځپاڼې سره يي کړې لیکلي « کرزی وايي د ده حکومت د لویدیځ له لورې د نه درناوۍ سره مخ شوی، خو موږ غواړو په دې برخه کې زیات کار وشي. موږ غواړو موږ ته د یوه متحد په سترګه وکتل شي، نه د هسې شي پتوګه »
که امریکا او لویدیځ، افغانان متساوی الحقوق شریکباڼي نه بولي او یايي خپل مساوي سیال نه شمیري او غواړي بیايي د خپلو یووستوو ګټو لپاره د چین، روسيي او نورو په وړاندې وکاروي، افغانان به دا ځل د دوی په دوکه تېر نه وځي او ځان ته به د نورو شریکباڼو د پیداکولو چې یودبل ګټو ته درناوي ولري او هغه وپالي، لټه او هڅه وکړي.
افغانان د کوریا په ټاپووزمه او سوریه کې د امریکا او لویدیځ سپن سترګی دریځ هم وینی چې هلته څنګه د خپلو پلویانو او شریکباڼو په ګټه وچ او لانده، تور او سپین، واړه تر پښو لاندې کوي، خو کله چې د افغانستان پر ځمکه او حریم باندې د پنجاب د ښکاره یرغل پوښتنه رااوچتیږي، دلته د افغانانو او نړیوالو تر برنډو سترګو لاندې بیا هم د پنجاب په ګټه ښویه تیریږي او له افغانانوسره د اتحاد خبرې هسې لاپې شاپې مالومیږي او د افغانانو قربانۍ ته دوه توته ارزښت نه ورکول کیږي.
ډیری افغانان په دې اند دی، داچې امریکا او لویدیځ د افغان مرکزي دولت په پیاوړتیا کې مرسته نه کوي او د هغې پرځای طالبي او جهادي ځواکونه غښتلي ساتي او بلخوا پاکستان ته د یوه ترهګر هیواد په سترګه څه چې هغه سره پرله پسې مالي او پوځي مرسته کوي او هلته د ترهګرو ځالي نه یوازې دا چې نه ځپي، بلکې د پخوا پشان هغه د سبا لپاره زیرمه او خوندي ساتي ترڅو په راتلونکې کې يي د چین ، روسی او سیمه کې د خپلو نورو پرمختیايي موخو لپاره وکاروي.
څو کاله مخکې هیچا داسې فکر نه شو کولای چې نږدې راتلونکې کې به، د دیني علومو ساده زده کوونکی او طالب په جومات او مدرسه کې، راز راز پوځي زده کړې ترلاسه کوي، د هر ډول سپکو او درنو وسلو په کارونه به وپوهیږي او په ځانمرګې لویه بلا به بدل شي.
په اسلام او افغاني دود کې جومات او مدرسه سپيڅلي ځایونه دی چې د لمانځه، د ټولنې خیر ښېګڼې او دیني زده کړو لپاره کارول کیږي، خو استخباراتو د دیني علومو له ساده زړې طالب څخه د کلاشینکوف د ډزولو او د توپ ویشتلو حرفوي فنکار او له جومات او مدرسې څخه يي د توپ ویشتونکو او واسکټی ځانمرګو د روزنې او پالنې مرکزونه جوړ کړل!
نن سبا یوخوا جومات او مدرسه د مذهبي توندلارو اوترهګرو د روزنې له مرکزونو اوبلخوا طالب او استخبارات داسې یوله بل سره تړلې او اخښل شوی چې په اسانۍ سره یو د بل په ځای کاریدلای شي!
د ۲۰۱۳ کال د اپریل ۵ مه
سرلوڅ مرادزی