ژباړه:ع. شريف زاد
يو ځل يو زمرى په ځنګله کې ناروغ شو ، ټول حيوانات يي پوښتنې ته راغله ، څوک له ډاره څوک بيا د بدې هيلې لپاره او څوک نا بللي . دزمري په شا وخوا کې ګڼه او ګوڼه ډيره وه. په دې وخت کې ګوري چې ګيدړه نه ده راغلې ،وږى او شيطان ليوه زمري ته اطلاع ورکړه چې نور ټول حيوانات راغلي دى خو يواځې ګيدړه غير حاضره
ده، زمرى په ډير ه غصه کې وويل چې کله هغه راغله ما خبر کړه! لږ وخت وروسته هغه راغله اووږي ليوه هم زمري ته اطلاع ورکړه. زمري په ډير ه تنده لهجه کې هغې ته وويل : اې مکارې ته چيرته وي؟ او د خپلې ببرې لکۍ او پوستين سره ورکه يي، کله هم نورو ته لاپې شاپې وهې، مخ دې ورک شه؟
ګيدړې له ويرې وويل: چې صاحبه ! زه فلاني طبيب ته تللى وم، چې ستا دبيماري د علاج پوښتنه ځينې وکړم. زمرى مسکى شو او ګيدړې ته يي وويل چې هغه طبيب څه وويل؟
مکارې، دروغجنې او له پلمو ډکې ګيدړې وويل چې د ليوه ښنګرى( بجلک) ستا د بيمارى دواده. زمري په ليوه ور ودانګل او د ليوه ښنګرى يي مات او نوش جان يي کړ . کله چې ليوه په ډير تکليف سره ګوډ ګوډ دزمري له درباري غونډې څخه ووت نو ګيدړې ور باندې غږ وکړ:
چې اى د لويو طاقتونو دوسته د شا هانو( پاچيانو) په محفل کې د خپلې ژبې خيال ساته!!!
په درناوى