سید ولي حامد
ګېدړه خو هسې هم په چالاکۍ مشهوره ده، وايي یو وخت یوه ګېدړه ډېره مسته مسته کېده، اخوا دیخوا به یې ټوپونه وهل، چا ورته ویل چې ولې څه در باندې شوي؟
دې ورته کړل چې نن د پلانکي باغ ته ځم، چا راته ویلي چې ډېر ښه خوندور انګور یې دي، ښه ینه به پرې یخه کړم! که تاسو را سره ځئ نو هم راځئ چې ور مو ولم، هغوی ورته ویل چې ګوره درواغ به وايې، هسې مسخرې مه کوه! دې ویل، درواغ به ولې وایم راځئ چې ور مو ولم، کله چې باغ ته ورسېدل په رښتیا هم ښه باغ و، انګور یې په خوند پاخه وو، هر څوک یو یو ځای خته شول، انګورو ته خو د ګیدړې خولې مخکې له مخکې اوبه کړې وې؛ ځکه دانګورو خوند یې اوریدلی وو! مګر ستونزه دا وه چې انګور لوړ وو او دا غریبه یو خو هسې له ځایه ټوله ببره لکۍ ده او بل له نسله هم یو څه وړه وه! هر څو یې چې ټوپونه موپونه ووهل انګورو ته ور و نه رسېده! نو له ځانه سره یې وویل چې راځه هسې اخوا دیخوا ځان مصروف وساته، د تاکونو په بیخ کې به یې کله یوې خوا ته او کله بلې خوا ته چکر ووهلو او نورو انګور نوش جان کول.
د یو چا ورته پام شو، که ګورې ګېدړه وچې شونډې ګرځي نو یې پرې غږ کړ: ګېدړې توړۍ! ته ولې انګور نه خورې! دې ویل چې یاره! دا انګور خو ډېر تروش دي، غاښونه مې بریښوي ځکه یې نه خورم!
تېره ورځ چې کله کرزی او د بانډ څو کسان یې قطر ته روانېدل خورا په درز کې یې لوی لوی ډولونه غاړو ته واچول چا ډولونه وهل، چا سورڼي ورته غږول چا اتڼ ورته کولو! چې قطر ته به ځو او هلته به د طالبانو له استازو سره خبرې کوو، دفتر به ورته خلاصوو! خو کله چې هلته لاړل طالبانو مخکې له مخکې رسنیو ته وویل چې د قطر دفتر تر کرزي پورې کوم تړاو نه لري، او نه هم دوی له نوموړي سره د کتلو هوډ لري، خو بیا هم کرزی او یاران یې پټه خوله وو، دوی فکر کولو چې ګوندې قطر هېواد د طالبانو له استازو سره د خبرو اترو زمینه ورته برابره کړي؛ ځکه خو فعلا پټه خوله پرده ده، تر څو معلومه شي چې څه کېږي؟ خو کله چې لاړل او هلته یې حالات ولېدل، او هڅې یې وکړې مګر کومه نتیجه یې ور نه کړه نو یې وویل چې انګور ترووش دي ځکه یې دوی نه خوري!
سید ولي حامد