نوي کال ته!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

وړانګه لیکنه:أ- علي خان صافي.اې نوې کاله(۱۰۱۳م)!!
ټول خلک ستا په راتلو باندې خوښیږي،او پخپلو منځوکې ستادې راتګ مبارکۍ اړه وي رااړه وي،زه هم په تا باندې ښه راغلاست وایم اومبارکې دې ټول افغانستان ته وایم.


خوزه نه پوهیږم چې دې چا په خوله  درته ښه راغلاست ووایم؟
دې یتیمانو په خولوچې له تانه دې انساني رحمت د مرستو هیلې لري،
اوکه دې ناروغانو په خولو چې په تاپورې یې دې درملو ودوا دې پیداکولو امیدونه تړي دي؟
اوکه دې بوداګانو بې وزلو نیستمنو په خولو چې دې خیراتونو دې ټولولو تش کچکولونه به ستا دې بډایانوناامیده دروازي ورټکوي؟
 اوکه دې زخمیانو په ماینونو باندې لاسونه وپښې الوزول شویو په خولوچې ګوندې ستا دې انساني چوپړپه درملتون کې جوړشوي(صناعي) لاسونه  وپُښې پیداکړي؟
 او که دې بورو مندیو اوپه زړوزخمي خوندیو په خولو چې په هر مهال یې زامن وُوروڼه ږوندې تري تپ ورڅخه ورک وي؟
 او که دې وطن دې بیلتون په اور په زړنوسویو پردیسانوپه خولوچې دې ستا په راتګ باندې ښه راغلاست په پره دي هیواد کې ورته بې مانا ښکاره کیږي ؟.....
   خیرده موږه پښتانه یو افغانان یو، په دښمن باندې هم له خپل دود څخه نشو وتلی، همدغه دې موږه وفادارۍ دي،چې نوروته زموږه بربادۍ دي،هرڅه چې وي موږبه که په تشو نسونو او وچو شونډو هم وي موږ به درته ښه راغلاست وایو....
   ترتانه مخکې کال هم نوي وو،روان وو، خو نن هغه زوړ شو ، تیرشو،
سره له دې چې موږیې ډیرتاوده هرکلي هم کړي وو،
اودې ږوند دې امیل دې پاولیوډیرامیدونه موهم پرې ځړه ولي وو،
خو دریغه چې زموږ دې ږوند هیڅ غوښتنه یې راپوره نکړله،
نو ځکه موږ دې هغه په پای وپایله(نتیجه) رسیدلو خفه نه یو،
او ستا راتګ هم راته لکه ستا دې تللیو وروڼوکلوبې پایلې ښکاري،
 نو ایا ته به پخپل پسرلي باندې زموږ دې وچو دښتو ګلونه وڅپړوې؟
او زموږدې اهاړوهلو بڼونومړاوې  پټې خولې غوټۍ به راوخندوې؟
او دې یرغملو په ګولیوپه ورانو کورونو وبانډوکې به په ماتو زړوکې دې ږوند احساس را وتخنوي؟..
اې نوې کاله ته ماته مه وایه چې ځوابونه له موږ سره دي،
 موږه ګنګیان یو خبرې نشو کولای،
 موږه په پښتو لیکونه نشو لیکلای،
موږه یو دې بل اندونه ونظریات نه منو،
چیغې وهو خو اوریدلو ته مو غوږونه درانه وي، نه به وایم چې ګاڼه یو،
هرې ځیلنې ته ګوته نیسو،او په هر کږه باندې پوهیږو، خو په جوړولو اولیدلو یې کې یې مو په سترګو تیاره وي،نه وایم چې – الله دې نکوی ـ ړانده یو،
موږ ته دې هیواد قام وږبې چوپړیوازې خبرې اترې او بې له پایلې دمهال تېریدل دي،لکه چې وایې دې (دجګړې خبرې خوږز وي،خو دې پیل ګانټې یې ترخې وی)،
موږته پوه علم وپرمختګ کفر ښکاري که څه داسلام په چپون وي، هغه چې لمړۍ نښانه(آیت)یې په موږ باندې دې پوهې وزده کړې غوښت وامرکوي،  
موږه دې یوویشتمې پېړۍ به سمندرکې لاهو شوي یو،غوټې کونکي نه یو،په ډوبیدویو،
 خو دریغه چې په دې بې رحمه ونامرسته نړۍ کې هیځوک دې راوتلو لاسونه نه راکوي،
او که دې سمندرونو ترشاه غوټې خوړونکي مو مرستې ته راشي،نودکیڼ لاس به مو راویستل وخلاصول کوي د ښي لاس به موپرې کول وماتول کوي،
   موږ له تاڅخه ګیله نه کوو،ته خومهال یې دې الهي قدرت سره سم دې طبیعت له قانون سره غاړه ترغاړې روان یې..
که چا ګټه اخستل درڅخه وکړل ته بخیلي نه پرې کوې،او که څوک ګته نه درڅخه اخلې نو بیا ته هم همدري نه پرې کوې،
ته دې هرچا په هر لاس کې توره یې، که په کار واچول شولې برم و بریالیتوب یې، اوکه نه زنګ وهلې وسپنه یې بې ګټې یې لیونتوب یې،
ته به هم لکه تیر کال غوندې تیر شې،کړه وړه به دې تاریخونه شي، دې چا له لپاره به ښه یادونه وښې خاطرې وي ، دې چالپاره به بد انځورنه وخونړۍ منظرې وي،
څوک به پرې نازیږي ویاړنې به پرې کوي،څوک به پرې ږړیږې خاورې په سر ویرنې به پرې کوي،
په هره څنګوالۍ اوپه هرحال به ته راتلونکی یې،
 راتلل ونه راتلل ستا په لاس کې ندي، او نه ستا په خوښه وستا په غوښتنه دي،
نوځکه زموږپه ښه راغلاست نه خوښیږې،او په نه ښه راغلاست مو نه خفه کیږي،
یوازې ما ته پخپل خیال کې ږوندی کائن وګرځولې، چې دې پردیسۍ په نړۍ کې دې وطن په مینه ډکه زړه خواله درسره وکړم،
 کیدای شي چې الله ستا په راتګ سره موږ ته سعادت راوړي،او تعاست مو پای ته ورسوي.  
لیکوال:أ- علي خان صافي.