محمد نقیب تره خیل
د ښاغلي ذکریا پوپل ټولنیزه او څېړه نيزه لیکنه چې د پورتني عنوان لاندې کړېوه څه موده دمخه مې په پښتو وېبپاڼو کې ولوسته، په ريښتیا چې آړینه موضوع یې په غوره عنوان په خواږه او ارزښتمن متن کې کاږلی ده. پوپل صیب د بې اتفاقي لاملونه په ګوته کړي وه.
عقلاني خبره ده څه د افرادو،ولسونو او ملتونوعفت عزت عظمت او بقا په اتفاق کې نغښتي. ما هم په خپل وس سره هڅه وکړه چې د نفاق علت او د اتفاق وصلت وموندم .که خدای ₍ج₎ وکړي چې زموږ د وېشل شوی قام د ېو ځاې کېدو تومنه شي.
د اسلامي احکامو په اساس اتفاق اخلاقي اصل او ځان غوښتنه نفسي کړنه ده. اخلاق د ټولنیزو اړیکو د نښلولو ټینګولو د ولسونو، ملتونو، ان د انسانیت د سرلوړۍ اوعظمت اړین عنصردی.اخلاق د اعمالو مالګه ګڼلی شو. څنګه چې سينګار د مېرمنو ظاهر ښکلي کوي بیا عاطفه درناوی مینه وفا او سپېڅلتیا د انسانانو فکري ذهني او قلبي ښکلا ډېره وي.زړونه صفاکوي.بښنه او تېرېدنه ورښیئ قانع اوراضي کوی یی ترڅو داتفاق په لیکه یی ودروي. په سپېڅلي کتاب قران مجید او نبوي احادیثو کې د اخلاقو او اتفاق پوره واضحت شوي، او اخلاق د ایمان له ۷۲حصو نه ۲۰ برخۍ ګڼل شوی. حضرت محمد ₍ص₎ متمم الاخلاق دی ځکه د خدای ج له لوري رحمته اللعالمین وبلل سو او د محمود مقام ورته اعطا شو. په خپله نبي کریم ص فرمايلي زه د ښو اخلاقو د تکمیل لپاره رالېږلی شوی یم. یانې زما د رالېږلو عظیم مقصد انساني اخلاق، ريښتینی بیان او د کمال درجې ته د خلکو رسول دي. حضرت جبیر ابن معطم د نبوي اخلاق واقعه په دې الفاظو بیان کړې! کله چې نبي کریم ص دحنین د غزا نه واپس راتلو د لاري په اوږدو کې یوغریب کليوال نبی ₍ص₎ پورې ونښتلو تر دي حده یی ټینګ ونیوه چې مبارک یې په کشولو سره د کیکر یوې ونې ته داسې نږدې کړ چې څادریې د وني په آغزو کې ونښت. نبي ₍ص₎ په ډیرې بېچاره ګۍ سره ايسار شو. وې فرمایل راوړې زما څادر خو راکړې. ګنې که ما سره د دې ښار د ونو په شمېر چېلئ اوښان او نور څیز واي ما به ټول پر تاسو وېشلي وه. تاسو به پوه شوي وۍ چې زه بخیل نه یم، د دروغو وعده کونکی نه یم او نه وړوکی زړه لرم.
اسلا مې اخلاق د فرد له ذهن او ضمیر نه پیلیږي او پرکړو ختمیږي. چې څنګه یې باطن وي همهغسې ظاهرهم وښیي. څومره چې یې په وس وي هومره ټټر ووهي څه چې د ځان لپاره غواړي هومره په نورو هم پېرزو کړې، خپله پوهه د نورو په وړاندې خنډ نکړي د هغوي علم د ځان لپاره خنډ ونه ګڼي.
دا اخلاقي عمل نده چې د سیمینار غونډې او بانډار لپاره څېري په اخلاقي ارزښتونو فېشن شي، په ځوړند ورمېږ، ویرجنه بڼه په خوږه ژبه د دریز له سره جذباتي غږ اوچت سی ̎̎ یا به یو کېږو کنه ورکېږ̎.دا تمثیل دهغې بدرنګې ناوې هنر وي چې په مصنوعې ښکلا د واده د شپې لپاره تیاره سي، سهار چې لیدونکې حقیقي څېره ووینې دماغ یې وسېزي. زموږ اخلاقي ښکلا هم دغونډو او ناستو تر پایه وي. همدا وجه ده څه بې اتفاقه یو. پدې چې پرون ښاغليو د دریز په سر په دروغ ریا تکبر تعصب حرص فساد خیانت جاسوسۍ او غدارۍ بد ویلئې نوریې ترې منع کول خو نن دا بدرنګه عملونه په خپله کوي.
ټول یې منو چې ګلاب ښاېسته او اغزي بدرنګه ده. د ګل په نیم سانتي متر مساحت کې سل پاڼې سره نښتي خو اغزي په هر یوسانتي کې یو یو شین وي.پدې چې بدرنګي نژدېوالی نفي کوي.
موږ اخلاقیات د ثروت قدرت او شهرت سکه ګرځولې. پدې تمه چې چټک یو شي رانه جوړ سي. نو شرم په شرم ست ره ؤ. ضمیر ته وایو، له هغوی خو کم نه یو،څه د ایمان، وجدان او وفادارۍ په پېر وزیر کېدای شي او موږ نه. والله چې زه یې په مدیریت ورنکړم. دغسي هیله نفاق ان وینې ته سیخه وي.
ښایی موږ اخلاق د احترام زنا او لواطت په مانا ګڼو؟ ای اشرف مخلوقاته داسی نده، اخلاق د اعمالو د ملا تیر ده.د هغو له شتو پرته به د کار ثمره شله او شډله وي،دينې علما اوغيرې اسلامې خداي منونکی مفکرین اخلاق په لاندې ټکو راښئي.
د یونانې مفکر زنون په آند د اخلاقو هدف دا ده چې انسان عقل په خپلواعمالو حاکم وګرځوي. فرانسوی مفکر رنه دکارت هم ورته نظر لري وائی اخلا ق هغه باور دی چې انسان خپل اعمال پرې برابر کړي.او چنايي عالم موتي پدې عقیده دي چې دټولنیزو ستونزو یوازني دحل لار ټولنیزه مینه ده، او د اسلامې علومو او تصوف لوي عالم امام غزالي، عاطفه درناوی اومینه د اخلاقو هډ ګڼي. لومړیو دوو پوهانو زموږ نیمګړی اند تصحیح کړې چې د اخلاقو هدف تر عیاشي اوبې احترامي پورې لنډ ندی بلکې د انسان هر عمل څه دعقل په دائره کې نه وي، هغه کې اخلاق هم نه وي. په کړو کې څنګه د عقل په تشه پوه شؤ؟ امام غزالې عقل پدې وینا راپېژنې، عقل عبارت د هغې قوي څخه ده چې د کار په عواقبو پوه شي او هغه شهوتونه څه د لذتو د ژر تېرېدو موجب ګرځي له مینځه وړي .
امام غزالې عاطفه درناوی او مینه د اخلاقو ستنې ګڼي.څه زړه سوی لاسنیوی مادي معنوي او لفظي مرسته د عاطفی اجزآ راځي. په درناوي کې انساني کرامت، روغتیاحالت جنسې نوعیت مادۍ او معنوي حقوق نغښتي دي. او په مینه کې سلام ویل روغبړ کول راشه درشه وفا سپېڅلتیا په درنښت یاده ول یو او بل ته خلعت ورکول شامل دی .
د مسلمانانو د نژدېوالي او ېووالي په خاطر نبي کریم₍ ص₎ فرمایلي: تر هغه چې ایمان رانه وړي جنت ته نشې داخلېدای او ایمان مو تر هغه نه بشپړېږي چې خپلو کې راشه درشه ټینګه نکړی. د اړیکو د مضبوط ولو ښه وسیله سلام ده، چې آشنا او نا آشنا ته یې واچوۍ.
حضرت ابن عمر نه روایت دی! یوه سړي له نبي کریم ₍ص₎ نه وپوښتل چې د مسلمان کوم
خصلت بهتر دی مبارک وفرمایل طعام ورکول، بلد او نا بلد ته سلام ورکول.
د بېلوالي اصلي موریانه نفس دی. نفس د اتفاق انفلاق ده. هغه د هوس، مستي او خوند لپاره حواس او زړه تحریکه وي،ایمان کمزوری اوعقیده سسته وي. نفس د کوکنارو د ګل په څېر، زړه راښکونکي لېکن شیره یې مغز ځبېښونکې ده.هاغه سترګې د خلکو مال او صورت ته سیخه وي. غوږونه د آدمیانوغږ او د پښو درب ته څک کوي. پوزه د نامحرمو مېرمنو خوشبويئ ته هرګه وي. لاسونه د پردیو صورتو مښلولو او د حرامو چنګالولو ته په خارښت راولي او ژبه دروغ غیبت او بهتان ته لمسوي. ذهن او فکر شل او شنډه وي زړه فعال او په ټول بدن یې مطلق حاکموي. نو ځکه الله ج نفسي جګړه اکبرجهاد نومولی ده. او سرور کائنات محمد ص فرمایلي: د خپل امت په آړوند د دوه څیزونو په وجه زه ډېر زیات وېرېږم. یو د نفس غوښتنې بل دغفلت لامله په عمل کې تاخیر، څه د عمر د اوږوالي په هیله چې د حق مخالف او د هیلو موافق دي. حق قبلول او پرې عمل کول منع کوی او دعمر د اوږودالي هیله آخرت هېره وي.
پښتون فیلسوف لیکوال دغزل او تصوف ستر شاعر حمزه شینواری نفس د نفاق عامل پدې وجه ګڼی، څه نفس د حواسو د ادراک جز دی. خو دکلي ادراک تقاضا کوي.دا چې فرد د کل جز دی خو طبعیت یې دکل دی.
نړۍ وال تاریخ موږ ته مقدونې سکندر زړه ور سالار، مدبرامپراتور د ښارونو معمار د تمدن استاد او د نړۍ فاتح راپېژنې. تقدیر یې د دوهم ځل لپاره له همزولي کډه په شاه سوالګر فیلسوف (ډېوېژن) سره مخامخ کوي. سکندر په خندا وایي بیا بادار او غلام سره په مخ شول،پروفیسر یې په ځواب کې وایی همداسې ده. ډیویژن د نفس بادار او سکندر د نفس غلام دی.
د انسانانو د فکري او فزیکي قوتونو تر منځ توپیر نه منکرېدونکی حقیقت دی،ښايی د ځینو کسانو فکري او فزیکي طاقت د نورمال له کچې دوه یا دري برابره زیات وي.د همدې قیاس په وجه باېد شتمني یې هم دومره تفاوت سره ولري.لیکن ټول یي وینو چې د چالاکانو مادي توپېر د نورمال څخه لس،سل ان زر برابره ډېره ده.دغه شتمني په خپله د بد اخلاقۍ نښه او د نفاق تومنه ده.
کنفیسوس د یواخلاقي ښونکی په حیث وایی که مال او ثروت د شرافت او سپیڅلتیا له بیې پرته پیدا کېداي ماهم دا کار کوه. خو د هغه چا لپاره چې نه غواړي په ناوړه او نامشروع وسیلو لاس پورې کړي، نو شتمن کېدل بیا ېواځې په اتفاق اړه لري.زه چې په ناوړه لار نه غواړم لاړ شم،نو په همدغو شتو چې لرم یې خوښ یم.
د لیکنې مطلب دا ندی چې لوستونکو ته نفس د مطلق زیان زېږونکی څیز په توګه ور وپېژندل شی.شونې ده، څوک ووایي که نفس تابع کړو ناروغ به درمل بې سر پناه به کور... ومومي؟هېڅکله هم نه،بلکې نفس د ژوند دهیلو چینه او د ژوند بقا هم ده.پدې چې نفس فاعل جوهر د وجود د غړو محرک او متمم ده. نفس غړي په حرکت راولي بیا حرکت عمل زېږه وي،له هغې څخه ذهنیت مینځته راځي،ذهنیت په غور او فکر اوړي او فکر پخپله پوهه او عقل ده.د لیکنې موخه عقل پر نفس حاکمول اعمال په اخلاقو عیاره ول دی.چې پایله یی د اتفاق ټینګښت ده.
محمد نقیب تره خیل ۲۸/۳/۲۰۱۳