د سر چوک سياسي او استخباراتي فتواوي!
د تېر دېرش كلن ناورين د طوفان د څپو په ټس كې، هر افغان دوست او دښمن ښه سره تفكيك كړل. وايي عيان و بيان ته اړتيا نه لري. موږ د يو داسي ملك له خوا ټكول كېږو چې په طبيعي ډول مو ګاونډى، په اسلامي ډول مو ورور او په كلتوري ډول مو شريك دى. محمودخان اڅكزى وايي ((چې مو لانا فضل الرحمان او د پاكستان استخباراتي ادارو ته وايم چې د خداى روى دى، په افغانستان كې مداخله مه كوئ، په افغانستان كې نور ايين شته،
خو په پاكستان كې نشته. هلته يو اسلامي قانون اساسي شته، تاسي بيا ولي د هند پرځاى، په افغانستان كې جګړه كوئ؟ سره د دې چې افغانستان هيڅ وخت له پاكستان سره جګړه نه ده كړې او هند درې ځلې پر پاكستان حمله كړې.)) اسفنديارولي وايي ((دا منم چې پاكستان په افغانستان كې مداخله كوي.)) دا قوت چې په افغانستان كې جګړه كوي، افغان طالبان نه دي. په غزني كې افغان طالبانو ښوونځي نه دي سوځولي. د پاكستان استخباراتي طالبانو: ( وزيرو- محسودو- عربو او پنجابيانو) جګړه كول. پاكستان افغانستان خپله يوه صوبه ګڼي او هر كال په پارلمان كې كلنۍ بوديجه ورته ټاكي. د نړيوال فشار سره سره، په دې وروستيو كې پاكستان له يوې ډلي پاكستانيو طالبانو سره خپلې اړېكې بيا ځلي جوړي كړې، چې ښه بېلګه يې څو ورځي وړاندي د افغانستان د ملي امنيت له خوا د پاكستانيو طالبانو د يو قوماندان مولوي فقيرمحمد دروېش نيونه يادولاى شو. كله چې پاكستاني طالبان او پاكستان په شمالي وزيرستان كې جوړجاړي ته ورسېدل، سمدستي يې د افغانستان امنيتي حالات ترينګلي كړل. مولوي فقيرمحمد دروېش هم د پاكستان د استخباراتي شبكې طالب دى. اوس هم د پاكستانيو طالبانو يوه ډله د پاكستان په وړاندي مقامت كوي او پر خپل دريځ كلكه ولاړه ده، خو دوهمه ډله يې چې فقيرمحمد يې هم غړيتوب درلود، د پاكستانيو استخباراتو سره تر يو مرموز توافق وروسته، څو ورځي وړاندي د افغانستان په ننګرهار ولايت كې ونيول شوه. د فقيرمحمد تر نيولو وروسته، سمدستي د پاكستان ماشومي وزيري حنا رباني كهر او د دغه هيواد پنډ څټو سياسيونو له افغان حكومت څخه د مولوي فقيرمحمد دروېش د ورسپارلو غوښتنه وكړه. سياست هم اوس په بې شرمۍ بدل شوى، زموږ د سولې پلاوى چې څه موده مخكې پاكستان ته تللى و، نو د پاكستان له چارواكو يې غوښتي وو چې كه يوځل د ملا عبدالغني برادر سره د ليدلو زمينه ورته برابره کړي، خو پاكستانيو چارواكو ور غبرګه كړې وه، چې دا خبره مو بيرته درسره واخلئ، د ملا عبدالغني برادر په څېر په زرګونو افغانان په پاکستان کي زندانونو (جېلونو) وخوړل. موږ يې د ازادولو او يا غوښتلو پر ځاى د ليدلو توان هم نه لرو. مخكې به پاكستان مخفي جګړه كول، خو په تېرو څه دپاسه يوولسو كلونو كې يې په زغرده په افغانستان كې مداخله او مخامخ جګړه وكړه. د پاكستان هر د (چوك سر) مفتي له شرايطو څخه په استفادې خپلې فتواوي راباندي وچلولې، له عمران خان اجړا څخه نيولې، بيا تر تالۍ څټي خرش پرش طاهر اشرفي پوري. فضل الرحمان خو يې هلته پرېږده، هغه خو تر ټولو لوى غماز دى! په قطر كې چي څه موده مخكې طالبانو او افغان دولت ترمنځ د خبرو د پيل نغاره وډنګېدل، نو په پاكستان كې لومړى فضل الرحمان خپل هغه پخوانى د كمال او طلسم جادويي ژړ دسترخوان يو ځل مچ او د قطر د خبرو د اخلال لپاره بيا پر سر تاو كړ، خو متاسفانه چې طالبانو خبردارى وركړ، چې پنجابى ملا د دوى استازى نه دى. د افغانستان ملت او دولت، د لوبي د ننداره چيانو په ډول، تراوسه يوازي ننداره كوي. په تېرو لسو كلونو كې افغان دولت او ملت دواړو د يو داسي شيطان حركت په وړاندي چې هره ورځ يې په سلګونو هيوادوال د هيواد په سطحه د بهرنيو دسيسو او فتواوو په پايله كې ژوند د لاسه وركوي، فقط ننداره چي پاته شوو. هو كې ! موږ د ملالي په مړوند باندي خوبونه كوو، وطن پنجابيان ساتي، دين پنجابي ملا راښيي او فتوا هم بايد د ده ومنل شي، عجيبه ملت دى كه دولت څه نه شي كولاى ملت خودي راويښ شي او يو موقف خو بايد وښيي. په زرګونو ځوانان مو د هغه غېر اسلامي پنجابيانو په فتوا چې د اوبو پرځاى د ماښامنۍ سره د انګورو وينه وهي، وژل كېږي. په سلګونو ښوونځي مو د يوه عياش پاكستاني مفتي چې يو يې هم بې ګړل پرينډي (بې ياري) نه دى، سوځول كېږي. د وطن ميندي مو سرتورېږي او اولادونه يې د همدې مفتيانو په واسطه ځانمرګو بريدونو ته رهبري كېږي. په افغاستان كې د ترهګرو د روزني هيڅ مركز نشته، په افغانستان كې د ځان وژونكو كومه فابريكه نشته. د افغانستان په هيڅ ولايت كې طالبان او يا هم ترهګر دومره نظامي اډه نه لري چې ځان وژونكي او يا هم افراطي ډلي ورزي. په پاكستان كې خپله حكومت پر دې پروژه لويه پانګونه كړې. هغه څه حقيقت نه لري چې پاكستاني چارواكې يې وايي، حقيقت لوى لمر دى او لمر په دوو ګوتو نه پټېږي. د سراج الدين حقاني د ځانمرګو بټۍ، د مولانا فضل الرحمان د ځانمرګو بټۍ، د محسود د ځانمرګو بټۍ، د ملا عبدالقيوم ذاكر د ځانمرګو بټۍ او كمپنۍ خو په پاكستان كې د پاكستانيو استخباراتو په مټ پراخ فعاليت كوي او په سلګونو فرعي څانګي لري. وايي يو چا ژړل او بل چا پوښتنه ځني وكړه چې وروره ولي ژاړې؟ نو لومړي كس چې په ډېر لوړ اواز يې ژړل، ورته وويل، انامي مړه ده، دوهم كس په نرۍ مسکا ورته وويل، د انا مرګ خو دومره خبره نه ده، موږ چې ويل ته پرڅه شي ژاړې، ژړا كوونكي ورته وويل، وروره زه پردې نه ژاړم چې انامي مړه شوه، زه پردې ژاړم چې مرګ را روږد شو، نو اوس هم موږ پردې نه ژاړو چې پاكستان ولي دلته په افغانستان كې جګړه او سياسي لاس وهنه كوي، موږ پردې ژاړو چې مرګ را اموخته شو. پاكستانيو علماوو زموږ د افغان ولس د مرګ فتوا وركړه، چې دا ځاى نو حتماً د ژړا دى. دا اوس دومره فقير ملت چې هر څوك كولاى شي چې د مرګ فتوا يې صادره كړي او د خپلو منافعو په بطن کي يې اېل كړي. دومره بې يوالي او بې چيغي ملت چې هرڅوك تجارت پرې كولاى شي. دومره بې پروا او بې تفاوته ملت چې هر چاته ترځان كمزورى ښكاري. خداى (ج) دي پردې ملت ورحمېږي. د يوالي او وحدت شمزۍ خو مو له وخته ماته ده، كه دا وحشي او استخباراتي غولونكي فتواوي، هم راپسې وې، نو نه به افغانستان او نه به افغان ملت وي. زموږ د مفتيانو خو يې په ځواب كې هسي هم خولې، مهر و لاك دي، كه دولت د پيسو په مقابل كې كوم ملا امام ته وويل ، نو په ځينو تشريفاتي الفاظو به څه ووايي،خو بلاعوض يې خوله ماته ده چې په مساجدو كې خپلو مقتديانو ته د دغه راز فتواوو په اړه شريعي وضاحت وركړي. دا مكلفيت د چا دى؟ ولي د ملت د نا حقه وينو تويونو په وړاندي خپل ملي او اسلامي مسووليت او مكلفيت، چې د هرچا فريضه ده، هر څوك د يو افغان په توګه نه اداء كوي. د پاكستان په وړاندي د افغان دولت دريځ كمزورى دى. پاكستان افغانستان ته د يو مستقل او ازاد دولت په ستر ګه نه ګوري ، ملت بايد د پاكستان دبې ځايه څرګندونو ځواب ووايي او خپل ملي احساسات څرګند كړي او كه ملت هم په دې ډول شرايطو كې راويښ نه شي، نو بيا به هم هغه اش او هم هاغه كاسه وي، ورځ تر بلي به خرابېږو او بالاخره به د نړۍ بې سرنويشته خلك يو.
ليکوال : عزت الله ذکي
سرچینه : ټاټوبی اوونيزه