حفیظ ملیار
متل دی: له اوښ څخه چا پو ښتنه وکړه چې غاړه د کږه ده اوښ ویل کوم ځای مې سم دی چې غاړه مې کږه ده
د خدای بښلې غني خان د خولې ویناده هغه وخت چې غازی امانالله خان له هیواده وتلو ته مجبور شو په
(کوټه کې ) خان غفار خان پاچاخان دسترملي شخصیت غازي امانالله خان مخې ته ورغی او ورته یی وړاندیز
وکړچې بر علاوه زمونږه نور طرفداران هم لری او مونږه به هم ستا ملا در وتړو او بیرته به د کابل په تخت کښینې
هغه په خلکو او وطن مین انسان په ډیره مینه یی له پاچا خان څخه مننه وکړه او په ځواب کې یی ورته
وویل زه نه غوا ړم چې زما په خاطر د یو افغان وینه هم تویه شي.
نن هغه ملي قهرمان هغه دافغانانو د سرتاج هغه په هیواد او ناموس مین انسان په خپله پلارنۍ باغ او هدیره دجلالاباد د ښار په زړه کې په ابدي خوب کې پروت دی.
په عوض د دې چې هغه باغ ته وسعت ورکول شي نور تفريحي ځایونه پکښې جوړ شې ترسو چې له یوه طرفه د افغانانو لپاره د تفریح او استراحت ځای وګرځي او له بله طرفه د جهان تورستان هم ورته راشي بر عکس یو تعداد
زور واکان او په اداري او جنګي تورونو ککړه انسانان غواوړي چې هغه هم چور او غصب کړي او زمونږه
ریس صاحب جمهور کله وایی چې خارجیان مې دوست دي او کله وایی چې نه خارجیان زمونږه دوستان ندي
ایا دا د شرم خبره نده چې کرزی حاحب په خپلو زور واکانو او د ځمکې په غاصبانو حاکمیت نلری او بیا دی
څنګه کولای شي چې خارجیانو سره چنې ووهی ایا دا ځمکې هم خارجیان نیسې که زور واکان
بیاهم متل دی چې وا یی ( زور مې په تا نرسیږي مړ به د ابا کړم) هیله لرم چی کرزی صاحب دې
د افغانانو دملي شخصیتونو ته د احترام په خاطر اړونده مراجعوته امر وکړي چې نور د دا سې فجایعو مخه
ونیول شي او د غازي امانالله خان ته ددر ناوی په خاطر دهغه باغ مجلل او اباد شي او د زور واکانو لاسونه د پریک شي او زور واکانو ته باید سزا ورکړل شي وسلام حفیظ