زلمی هېوادوال
څه باندې یوه هفته وړاندې د جمعې په ورځ په خوست ولایت کې یوه چاودنه رامنځ ته شوه، د خبري رسنیو د خبر له مخې نوموړې چاودنې د یو پولیس تر څنګ اته واړه ماشومان هم تر ستونې تېر کړل!
د الجزیرې تلویزیون د راپور پر اساس پېښه هغه وخت را منځ ته شوه کله چې د امریکایانو او ور سره داخلي ملګرو له خوا یې په سیمه کې ګزمه کېده، یو داخلي پولیس یو کس ولید چې ددوی پر خوا را روان دی، او په لاس کې یې یوه خلته ده، نوموړی پولیس پوه شو چې دغه کس پر دوی او ددوی پر خارجي ملګرو د برید نیت لري نو سمدستي یې پر دغه کس ور منډه کړه او غېږ یې ترې تاو کړه!
پولیس غوښتل نوموړی کس ژوندی ونیسي، مګر بخت یاري ور سره و نه کړه، هماغه و چې یو درز شو، پولیس خو هسې په خپله مخه لاړ، خو اته کوچني د ښوونځي ماشومان یې هم له منځه یوړل!
که فکر وشي نو د عقل غوښتنه دا وه چې هم ځان ژغورل شوی وای، او هم دښمن له منځه په داسې توګه وړل شوی وای چې بل چا ته یې تاوان نه وای پېښ کړی.
ددې پر ځای چې پولیس پر مشکوک کس منډه ور واخلي او په غیږ کې یې را ټینګ کړي، که نوموړي، ملګرو او خارجي دوستانو یې لږ ځانونه اخوا کړي وای، ماشومانو او خلکو ته یې د لیرې والی ویلي وای، له هغه وروسته یې پر دغه کس له لیرې نه ډز کړی وای، په دې توګه به يې خپل دښمن هم له منځه تللی وای، خارجي او داخلي دوستانو ته به یې تاوان هم نه رسېدی، او تر ټولو مهمه دا چې د ملکي تلفاتو مخه به نیول شوې وای.
مګر متاسفانه چې په دې وخت کې د پولیس عقل ملا او پښو ته راښکته شوی و، ځکه خو یې د خپلو خارجي دوستانو د ژغورنې لپاره ځان کړنګ ته خطا کړ.
که په غور فکر وشي جوتېږي چې دلته پړه د پولیس پر غاړه ده، پولیس چې ځان د خلکو او ولس غمخوار او محافظ بولي باید د وړو ماشومانو په ژوند یې داسې بې پروا لوبه نه وای کړې، ده که خپل زړورتوب ښکاره کولو، کېدای شوای دا زړور توب یې په بل ځای کې چې هلته عام خلکو شتون نه درلودی ښه ښکاره کړی وای.
دلته اوس سړی نه پوهېږي چې پولیسو او د ملي اردو والا ته همداسې د بې پروا تصرفاتو بې پروا روزنه ور کړل شوې ده، اوکه پولیس خپله دومره بې پروا و چې په لوی لاس يې ګڼ ماشومان په شهادت ورسول!
زلمی هېوادوال.