كندهار كې د توكو د تجزيې لابراتوار نشته

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

راپور : عزت الله ذکي
د كندهار د كرهڼې او مالدارۍ رياست مسوولين وايي، دغه ولايت ته هره ورځ ډول - ډول انساني، حيواني او نباتي خوراكي توكي واردېږي، چې د كيفيت معلومولو لپاره يې مجهز لابراتوار ته اړتيا ده. د معمول له مخي، ټول هغه وارداتي توكي، چې د ګمرك له لارې هيواد ته داخلېږي، د توكو د كيفيت معلومولو په يوه مجهز لابراتوار كې تر تجزيې وروسته ورته ماركېټ ته د داخلېدو اجازه وركول كېږي، خو په كندهار كې د دغه لابراتوار د نشتوالي

له امله ستونزمنه ده چې د باكيفيته او بې كيفيته توكو تر منځ توپير وشي او ماركېټ ته د بې كيفيته توكو د داخلېدو مخه ونيول شي. د كندهار د كرهڼې او مالدارۍ رئيس انجنير احمدشاه روشن وايي، كندهار ته د بې كيفيته توكو د ورود د مخنيوي لپاره يوه لابراتوار ته اړتيا ده. د هغه په وينا، دا لابراتوار بايد په ګمرك كې دننه وي او د كرهڼې د مسلكي مامورينو له خوا يې چارې پر مخ يووړل شي. د ښاغلي روشن په خبره، دا مهال په ګمرك كې د توكو د كيفيت د كنټرول څانګه فعاله ده، خو د توكو د كيفيت معلومولو لپاره مجهز لابراتوار نشته. هغه زياته كړه: ((هره ورځ زموږ ماركېټ ته بې كيفيته او حتى تر وخت تېر حيواني، نباتي او انساني توكي واردېږي، چې دا خورا لويه ستونزه ده.)) انجنير روشن وايي، هره ورځ نوي او داسي توكي چې تر اوسه ماركېټ ته راغلي نه وي، راوړل كېږي، چې كيفيت يې هيڅ ډول تثبيت نه وي. د سرچينې په باور، ماركېټ ته د بې كيفيته توكو داخلېدل هم د انسانانو، هم حيواناتو او هم نباتاتو ژوند ګواښي. د نوموړي په وينا، د دغي ستونزي د هوارولو لپاره يوه لابراتوار ته اړتيا ده، چې په ګمرك كې دننه بايد شتون ولري. دى وايي: ((په ګمرك كې دننه بايد زموږ لابراتوار وي، تر څو ټول واردېدونكي توكي ماركېټ ته تر داخېلدو مخكې تجزيه كړو او د كيفيت نه لرلو په صورت كې يې بيرته هغه هيواد ته مسترد كړو.)) د كرهڼې رئيس وايي، هر كله چې د دوى سوداګر بهر ته توكي لېږدوي، نو تر ټولو لومړى يې د هغه هيواد له خوا چې ياد توكي يې ماركېټ ته داخلېږي، كيفيت كتل كېږي، كه يې كيفيت ښه وي، نو د صدور اجازه وركوي، خو كه يې كيفيت ټيټ وي، بيرته يې مستردوي. انجنير احمدشاه روشن وايي، د كندهار ولايتي ادارې ته يې په كندهار كې د خوراكي او نباتي توكو د كيفيت معلومولو د لابراتوار اړتيا ورپه ګوته كړې او د هغوى له خوا ورسره ژمنه شوې چې د دغه كمي په پوره كولو كې به ورسره مرسته كوي. د كرهڼې رئيس، چې له ټاټوبي اوونيزې سره يې په يوه ځانګړې مركه كې خبرې كولې، دغه راز د ګمرك له لارې پرته يا په بله وينا، په شخصي ډول هيواد ته د خوراكي او نباتي توكو راوړل هم لوى زيان بولي او وايي چې پر خپل سر د توكو له راوړلو بايد ډډه وشي. د نوموړي په وينا، ځيني بزګران پر خپل سر نباتي تخمونه واردوي، چې زياتره مهال د نااشنا امراضو د رامنځ ته كېدو لامل ګرځي. ده له كروندګرو څخه وغوښتل چې له دا ډول وارداتو ډډه وكړي: ((ځيني بزګران په شخصي ډول له بهره تخمونه واردوي، چې زياتره وخت يې له امله داسي امراض رامنځ ته كېږي چې هغه دلته هيڅ سابقه نه لري.)) ياد چارواكي له پوله ساتو يا سرحدي ځواكونو څخه هم غوښتنه وكړه چې چا ته په شخصي ډول د هغو توكو د واردولو اجازه ورنه كړي چې په لابراتوار كې يې كيفيت تثبيت شوى نه وي. د كندهار د كرهڼې او مالدارۍ رئيس د خپلو څرګندونو په دوام دا يادونه هم وكړه چې بزګران دې نه يوازي له بهره پر خپل سر تخمونه او نور نباتي او حيواني توكي او درمل نه واردوي، بلكې د هيواد په داخلي ماركېټونو كې دې هم د نباتي او حيواني درملو له خپلسري كارولو ډډه وكړي. هغه وويل، هر كله چې د كروندګرو نباتاتو او د مالدارو څارويو ته كوم امراض او آفات پېښېږي، نو د كرهڼې او مالدارۍ رياست د مسلكي مامورينو په مشوره دې يې درملنه وكړي، تر څو درملنه يې مطلوبه نتيجه وركړي. ده همدا راز كروندګرو ته توصيه وكړه چې د نباتي او حيواني درملو د كارولو پر مهال يې د مسلكي ماهرينو لارښوونو ته كلكه پاملرنه وكړي. د كرهڼې رئيس وايي: ((كله كله پر خپل سر زموږ كروندګر او مالداران د آزاد ماركېټ څخه نباتي او  حيواني درمل اخلي او كاروي يې او يا يې هم د مسلكي ماهرينو د هدايت مطابق نه كاروي، چې دا خورا لويې ستونزې رامنځ ته كوي.)) د كندهار دغه چارواكى وايي، د كندهار د كرهڼيزو محصولاتو د ودې لپاره يې پروګرامونه پيل كړي، چې د نباتي محصولاتو د سوداګرو د اتحاديې جوړول يې يوه برخه ده. د كندهار د كرهڼې چارواكي داسي مهال په دې ولايت كې د خوراكي او نباتي توكو د كيفيت معلومولو لپاره د يوه لابراتور د اړتيا په اړه د ټاټوبي اوونيزې له لارې ږغ پورته كوي چې په دغه ولايت كې نژدې هره مياشت په زياته اندازه بې كيفيته درمل او خوراكي توكي د روغتيايي چارواكو له خوا نيول كېږي او له منځه وړل كېږي.
راپور : عزت الله ذکي
سرچينه : ټاټوبی اوونيزه