دوطن دترقی ملي حزب دامریکا او کاناډاشورأ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د مـــــــــــــــــــــــــــلا تړ ږغ
په متحده ایالاتواوکاناډا کي میشت دوطن دترقی ملي حزب ټولو غړيوته دګوند داجرائیه شورأ-26-11-1391تاریخ پریکړه لیک چي داعلامي په شکل لیکل سوی وو ورسیدی. ټولو په یوخوله ستاسي د دهغه مثبت قدم څخه ( دوطن دترقی د ملي حزب سره دافغانستان دخلګو دترقی سازمان ) یوځاي والي نه داچي یوازي ږموږ دتائید وړوګرځیدئ بلکي موږ دغه عمل نیک ،غښتلي ،دوخت اوزمان سره برابراقدام ګڼو.پدې توګه موږدپخواني (دخلګو دترقي

دسازمان) مشرتابه اوغړوته چي دوطن دترقی ملي حزب يې دخپلوارزوګانو دپوره کولو ښه انتخاب ګڼلۍ دئ مننه کوو. ددوی راسره یوځایوالۍ ته هرکلی وایوو. ملګرو دوطن دترقی دمل
ي ګوند سره ستاسي یووالي دا ثابته کړل چي د افغا ن ځوانانو دهیلو دپوره کیدو ځای همدا حزب دئ. ځکه چي داحزب علاوه پرزیاتونوروښیګڼوچي لريې دا په افغانستان کي یوازنی اولمړنی حزب دئ چي دخپل حزب د مشرتابه دپاره يې په اساسنامه کي معین وخت قید سویدئ. دګوند دپاره دیوه شخص همیشه ،دوامداره او ابدي مشرتوب چي دسلطنت مفهوم يې لاره ، هغه مردود ګڼل سویدئ.دګوندسره ستاسوځوانانو یوځایوالي موږ نوره امید واره کوي چي نورځوان کدرونوبه هم دغه ستاسي لاره تعقیب کړي،داحزب ستاسي دئ اوزموږهیله همداده چي ګوند یوه ځوانه ، یمانداره ،صادقه ،فعاله،په نوې عصري تیکنالوژی سم
باله رهبري ولري. زموږدګوندي رهبرۍ خپلو دې کړو سره ثابته کړل چي زموږ اوسني ګوندي رهبرۍ په کامله توګه ددې چوګه ده چي ځوان کدرونه تربیه اوهم موقع ورکوي چي کرار کرار زموږ دګوند او بلأخیره دټولني ښه تجریبه لرونکي مشران له ځوانانوڅخه جوړچي دولسونو دګټو ساتندویان سی. ځکه علما وايې " ټولنه ،یوژوندئ شی غوندي دئ"، "ټولنه دیوی ژوندی عضوي په شان ده" پس ګوندهم دهرژوندي شي غوندي عمومي حس،اوحیات لري. نوحزب ،ګوند،سازمان یا هراجتماعي خوځښت دټولني داګاه افرادو رضا کارانه جوړښت دئ او دټولني یوه برخه ده.اصلي مخي دهراجتماعي جوړښت دهغوی په مرامنا مه کي واضح کیږ�
� ،دهرسازمان دراټولیدو،دغړو مسؤلیتونه ،مکلفیتونه ، وخپلو غړوته دصلاحیتونواووظیفودسپارلوخبري په اساسناموکي لیکلي وي.زموږټولو کُلي اوعمومي هدف دهیواد هر اړخیزه پرمختګ،کار دکار اهلوته سپارل، دخلګو دژوند ښه والۍ ،سوله ،امنیت او و اجتماعي عدالت ته دټولو لاس رسی.موږ چي دوطن په لیري فاصله کي اوسیږو ،موږدا جسمي لیري والي دامانا نه لري چي له ستاسي څخه لیریو هره ورځ ،هره لحظ ستاسي سره یو ،موږدخپل ګوند دغښتل تیا دپاره دلته په لیري فاصلو کي هم کارکوو. نو موږیوځل بیا دخپل ګوند درهبرۍ دغه دیووالي عمل او ښه روحیه ستایو ، دا ثابته سول چي دوطن دترقی دمل
ي حزب مشرتابه یووالي ته معتقد،اوپه صداقت دیووالي دپاره مطابق داصولو اوپرنسیبو کارکوي.موږ دخپل حزب درهبرۍ په نماینده ګي یوځل بیا دا په زغرده اعلانو چي دالف تریا پوري دانتخاباتوپراصولو برابردهرهغه چاه(حزب،سازمان،اتحادیه، ټولنه اومستقلو اشخاصو) سره چي زموږ دحزب سره دیووالي علاقمند وي یووالي(وحدت)، ائتلاف،جبهی جوړولو ته بیله خنډ ، بیله ځنډه، بهانو اوپلموتیاریو، راسۍ متحد سوو. موږ ددي ځوانانو دیوځايوالي په نسبت دګوند ټول غړوته مباره کي وایوو. دنوراونورپرمختګ پرلور.نیټه:.2013،03،08
دامریکا اوکاناډا دشورأ مشرتابه.