د اطلاعاتو او كلتور نوى رئيس له رسنيو سره اړيكې پراخول غواړي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

راپور : عزت الله ذکي
د كندهار د اطلاعاتو او كلتور نوى رئيس وايي، غواړي له مطبوعاتي او فرهنګي بنسټونو سره د اړيكو او مشورتي ناستو د زياتوالي له لارې د دغو بنسټونو د چارو كيفيت ښه كړي. دواخان مينه پال، چې په دې وروستيو كې د كندهار د اطلاعاتو او كلتور د رئيس په توګه ګومارل شوى، دا څرګندونې يې له ټاټوبي اوونيزې سره په خپله لومړنۍ مركه كې كولې. دواخان مينه پال، چې د حقوقو او سياسي علومو په برخه كې د ليسانس تر كچې لوړې زدكړې

لري، د تېرو يوولسو كلونو په اوږدو كې په سوېل كې مطبوعاتي او فرهنګي فعال پاتې شوى دى. نوموړى په تېرو پارلماني ټاكنو كې د كوچيانو كانديد و، خو بريالى نه شو. د نوموړي له ټاكل كېدو سره تر شاوخوا دوې مياشتني ځنډ وروسته د كندهار د اطلاعاتو او كلتور رئيس شو. تر ده وړاندي عبدالقديم پتيال د كندهار د اطلاعاتو او كلتور رئيس و، چې اوس د والي د مرستيال په توګه دنده لري. ښاغلى مينه پال وايي، د اطلاعاتو او كلتور د رئيس دندې او مكلفيتونه وظيفوي لوايحو څرګند كړي، چې له مخې به يې دى په معمول ډول خپله دنده پر مخ بيايي. مينه پال وايي، د كندهار د اطلاعاتو او كلتور رياست زياتره آمريتونه او مديريتونه د مسوولينو درلودونكي او فعال دي، خو د نوموړي په قول، يوازي د مطبوعاتو آمريت بست خالي دى، چې د هغه لپاره يې هم د وړ كس د پيدا كولو لټون جريان لري. د هغه په وينا، د كندهار د اطلاعاتو او كلتور د رئيس په توګه غواړي د مطبوعاتي، فرهنګي او هنري بنسټونو له مسوولينو او استازو سره اړيكې زياتې او په دې ډول په يادو برخو كې اصلاح رامنځ ته او د كيفيت لوړوالي ته زمينه برابره كړي. مينه پال زياتوي: ((غواړو فرهنګي او مطبوعاتي غونډې زياتې كړو، تر څو په دې ډول د رسنيو كيفيت لوړ كړو.)) د ښاغلي مينه پال دا پروګرام ښايي هغو نيوكو ته مخكې تر مخكې غبرګون ښودل وي چې ويل كېږي د كندهار د ځينو سيمه ييزو رسنيو خپرونې له كيفي پلوه، ډېرې كمزورې دي. دغه راز له دې اړخه د اطلاعاتو او كلتور پر سيمه ييزه اداره نيوكه كېږي چې ګواكې دغه اړخ ته ډېر پام نه كوي. دواخان مينه پال د دې تر څنګ، د يو مشورتي بورډ د جوړولو پلان هم لري، چې دنده به يې په كندهار كې د فرهنګي او ادبي پروګرامونو پلانول او ارزول وي. د اطلاعاتو او كلتور دغه نوي رئيس زياته كړه: ((له فرهنګي او مطبوعاتي فعالينو يو ګډ مشورتي بورډ جوړوو، چې د فرهنګي او ادبي پروګرامونو په اړه به تصميم نيسي او په اړه يې نظر وركوي چې كله او څنګه بايد تر سره شي.)) په كندهار كې د نورو ستونزو تر څنګ، لويه ستونزه د دغه ولايت د تاريخي آبدو ساتنې ته پوره نه پاملرنه ده. ښاغلى مينه پال وايي، تاريخي آبدې د ټولو هيوادوالو د هويت څرګندويي كوي، له همدې امله د دغو آبدو ساتل او ورته پاملرنه نه يوازي د اطلاعاتو او كلتور، بلكې د ټولو ګډه دنده ده. نوموړي ټينګار وكړ چې چا ته به موقع ور نه كړي چې د كندهار تاريخي آبدې زيانمنې كړي. دواخان مينه پال د اطلاعاتو او كلتور رياست په ولايتي كچه د فرهنګي او مطبوعاتي فعالينو مركز بولي او ځان د دغه مركز د مسوول په توګه د هغوى د قانوني حقونو رعايت او خونديتوب ته ژمن ګڼي. خو له فرهنګيانو غواړي چې په چارو كې يې مرستندويه واوسي. دى وايي: ((دا د فرهنګپالو خپل ځاى دى، زموږ دروازه هر كله د دوى پر مخ خلاصه ده، رادې شي او د چارو په اړه دې سپارښتنې او مشورې راكړي.)) دواخان مينه پال له دې كبله د فرهنګپالو مرسته غواړي چې باور لري، د هغوى له همكارۍ پرته يوازي ده ته به ستونزمنه وي چې د كندهار د فرهنګ او ادب د ودې لپاره مؤثر كار وكړي. ليكوال او شاعر دواخان مينه پال، چې پنځه كاله يې په سوېل كې د آزادۍ راډيو د خبريال په توګه كار كړى، تر دې وړاندي د كندهار د پريس كلب سرپرست مشر و. نوموړي د خبريالۍ پر مهال يوه نړيواله جايزه هم تر لاسه كړې ده.  
راپور : عزت الله ذکي
سرچينه : ټاټوبی اوونيزه