عبدالباری عارض
په دی ورستیو کی د ځنی ډلو قومندانان او مشران د رسنیو له لاری داسی مرکی او ویناوی کوی چی وارخطایی له ورایه ځنی معلومیږی . امریکا ، المان ،طالبان، پاکستان، لندن او کابل د کلونو را په دی خوا هڅی کوی د افغانستان د جګړی او سیمی اړوند د حل لاره ومومی ، خو زموږ بی خبره سیاستمداران اوس خبر سوه چی بالاخره په افغانستان کی یو نامریی سوله او توافق د را تلو په حال کی دی .
کله چی د واشنګټن او لندن خبری اتری یی ولیدی او واوریدی نور هم لاس او پښه سوه ځکه احساس یی کړه چی دوی د اصلی وقایعو څخه لیری ساتل سوی دی او یا داچی د هیواد د ستراتیژیکو موخو د پوهیدو مستحق ندی ګڼل سوی، دوی اوس پوه سول چی د افغانستان او سیمی په هکله جدی انکشافات د وقوع په درشل کی دی اوس یی احساس کړه چی جمهور ریس د امریکا ، لندن ، پاکستان او طالبانو سره په خبرو کی وړاندی تګ کړی دی. کله چی ځنی رسنیو خبر خپور کړ چی ګواکی کرزی په ناروی کی طالبانو ته ستره محکمه او عدلی ارګانونه پیشنهاد کړی دی ، ځنی کړیو داسی اقتباس وکړ چی عدلی او قضایی څانګی ځکه طالبانو ته ورکوی چی هغوی د عدالت د تامین په موخه جنګی مجرمین یا په فساد ککړ کسان و عدالت ته کش کړی .نور هم حساسیتونه وپاریدل چی په لړ کی یی یوه لویه غونډه د مزاری د تلین په نامه را وبلل سوه، حاجی محمد محقق ،ضیا مسعود او ډاکتر عبدالله دغونډی اصلی وینا وال وه همدا رنګه په غونډه کی شمال ټلوالی ، وحدت ډله ،د دوستم ډله ، د ایتلاف ګروپ او د دولت هغه جګپوړو چارواکو چی د شمال ټلوالی سره تړاو لری را غونډ سوی وه اما داسی ښکاریدل لکه ټوله چی د محقق تر سیوری لاندی د غونډی موقع پیدا کړی وی.
د ویناوو پر وخت په مجموع کی دوی ټوله و کرزی ته ډیر په غُصه وه ،چی که حساب موجود وای د غونډی ترپایه د کرزی نوم تر سل ځله زیات یاد سو، حتی شک پیداسو چی غونډه د مزاری د تلین په مناسبت ده او که د کرزی د زیږندی سالګره ده. غُصه یی له دی کبله وه چی کله امریکایان جنګی تختۍ کوی او یا جنایات مرتکب کیږی ولی کرزی هغوی ته نامناسب کلمات استعمالوی د بیلګی په توګه دوی ګیله لرله چی کرزی ولی د امریکا سپیشل فورس ځواکونو ته امر وکړ چی د ولس د ځورونی له کبله د وردګ ولایت څخه ووزی، د دوی په آند کرزی دا سنجش ندی کړی چی که امریکایان ووزی څه به کوو؟ ایا د دفاع توان سته ؟ همدا رنګه دوی ویل کرزی اراده نلری چی رڼی ټاکنی ترسره کړی اما دلیل یی و نه وایه چی ولی. محقق وویل هر هغه د سولی خبری چی د افغانستان خلګ پکښی ګډون ونلری د منلو وړ ندی او خلګ هم موږ یو. یو بل ډیر جالب مطلب ته محقق اشاره وکړه، د ډیری مودی راپدیخوا مبصرینو ادعا کول چی د افغانستان حکومت د تنظیم واکانو ترمنځ د یو سهامی شرکت په څیر پر ونډو تقسیم دی خو چا غوږ نه ورته نیوۍ اما اوس محقق په صراحت وویل چی موږ د کرزی سره خط امضا کړۍ ؤ چی د هغه پر بنسټ پنځه وزارته زموږ برخه وه، ده د ګیلی په توګه وویل اما کرزی یوازی دری وزارته راکړه هغه هم داسی وزارتونه چی عمده رول نلری ، محقق بیا ګیله وکړه ویی ویل هغه وزارتونه چی موږ ته یی راکړیدی بودیجه یی ډیره کمه ده .
رشتیا هم که حقیقی کتنه وسی محقق هیڅ کمی نلری که د کابل ورانی او د ۶۰۰۰۰ انسانانو وژل مطرح سی نو بیا هلته هم دی ترچا کم نه ؤ اوس هم په شتمنی ترچا کم ندی نو ولی د وزارتو په ویش کی دوکه ورسره کیږی . د ده په آند که غنیمت هم وی خو باید مساوی وویشل سی. محقق صاحب د څرګندونو په بهیر کی هڅه وکړه د افغانستان په سوله کی د ایران د ونډی دفاع وکړی نو یی وویل دوه ګاونډیان لکه پاکستان او ایران دواړه تاثیر ګذاره دی په سوله کی باید دواړه په نظر کی ونیول سی که پاکستان ۶۰ فیصده مستحق وی ایران هم یو شل فیصده حق لری ده علاوه کړه چی ایران د بُن په پریکړو کی سهیم ؤ او که ایران د امریکا ملاتړ نه وای کړۍ هیڅکله به بریالی سوی نه وای . محقق د وینا په یوه برخه کی غیر مستقیم ګواښ وکړ چی که دوی په سوله کی شریک نه سی او یا د مشر په سترګه ورته ونه کتل سی نو هیواد به بیا په جګړو کی ښکیل سی. ډیره جالبه خو داده چه هر وزیر ترهغه وخته د کرزی ثنا او صفت وایی چه وزیر یا بل جګپوړی چارواکۍ وی خوکله چی د ښه حکومتدارۍ او اداری اصلاحاتو په منظور د دندی ګوښه کیږی نو بیا شپه او ورځ و کرزی ته ښراوی او بد ویل کوی. دلته هدف د کرزی دفاع نده بلکه دا روښانه کول پکار دی چی ټول ولس حق لری پر کرزی او یا بل چارواکی انتقاد وکړی اما د دی غونډی جوړونکی دی پخپل ګریوان کی وګوری بیا دی ووایی چی ایا دوی هم حق د انتقاد لری؟ حد اقل د کرزی لاسونه رنګه نه دی ،د طبعت په حُکم ضدین یو د بل مخالف دی مثلا تور د سپین ضد دی ښه د بد ضد دی همدا رنګه نور ، نو که بد د ښه پرخلاف وی هم ویاړ او هم طبعی خبره ده.
ډاکتر صاحب عبدالله هم وینا وکړه هغه غوښتل ډیری خبری یوځای تر خولی را وباسی هغه یی پر ستونی فشار راغی چی له امله یی سترګی د اوښکو ډکی سوی چی له کبله یی د جملو د مبدا او خبر تړاو سره ګډ سو ،ده په ډیره نرمه لهجه د عُقدی ډکی خبری وکړی ، کوشش یی کاوه چه د نورو زړه پر وسوځل سی.ده وویل (سوله په دی معنی نده چی قاتلان دی پر ولس حاکم سی )اما دا یی توضیح نکړه چی دا قاتلان څوک دی شاید منظور به یی د کورنۍ جګړی مُمثلین یا هغه جنګی مجرمینو ته اشاره وی چی نړیوالو ادارو یی څه موده مخ کی لست خپور کړیدۍ .ډاکتر صاحب فکر کوی چی هم مارشال صاحب ورڅخه په څنګ سو او هم کرزی د ځانه لیری کړ طالبان یی هم د شمال په ټلوالی کی شمیری او امریکایان هم د سولی په بهیر کی ونډه نه ورکوی نو ځکه د زړسوی وړ دی.
پخوانی د کرزی معاون ضیا جان مسعود خو چی د خبرو ځای راسی په یوه جمله کی دری واره د کرزی نوم په بدو یادوی زما هغه ورځی سترګو ته ودریږی چی دی د کرزی معاون ؤ د مدحی په ډول یی په ډیر احترام د هغه نوم اخیستۍ ، دی ډیره هڅه کوی ځان سیاست پوه وښیی نو ځکه کوشش کوی د وینا په بهیر کی منطقی استدلال وکړی مګر بیاهم انسان د خطا خالی ندی ګاهی دیری جالبی خبری ځنی وویل سی مثلا ده وویل (کرزی له دی وجهی امریکایی پوځیان له وردګ ولایت څخه باسی چی امریکا تر فشار لاندی ونیسی او په دی ډول د راتلونکو ټاکنو کی امتیاز ځنی تر لاسه کړی ).د ده په آند چی د ټاکنو ګټل او بایلل د امریکا په لاس دی او کرزی هم په نړۍ کی د یو بل معادل ځواک په حیث د امریکا سره ډغری وهی او په ټاکنو کی امتیازات ځنی غواړی، زما خیال دی هغه وخت چی ضیا مسعود د کرزی معاون ؤ دومره ځنی بیریدلی دی چی اوس فکر کوی امریکا به هم ځنی بیریږی. (وایی : داروخان ډیر لوی بریتونه درلوده یوه ورځ حمام ته تلۍ کوچنۍ زوی یی چی د پنځو کالو ؤ هم د ځانه سره یو ځای کړ په حمام کی یی زوی پریولۍ او ورته ګډ ؤ چی الله یو دی او الله ډیر لوی دی او الله ډیر قدرتمند او زورور دی، هلک په فکر کی ډوب سو ناببره یی سر راپورته کړ د پلار بریتو ته یی په ځیر وکتل پوښتنه یی وکړه ( پلاره خدای تر تا هم لوی او زورور دی؟). ده جناب شکایت درلود چی ولی څوک د سولی د خبرو په بهیر کی اهمیت نه ورکوی. د مسعود د وینا څخه داسی ښکاریدل چی دی اوس هم منتظر دی چی کرزی ږغ پر وکړی او کوم ځای ورته درک سی.
ولس چی ډیره ګیله د جناب کرزی څخه لری داده چی په یوه لسیزه کی ده ونه کولای سو خپل پخوانی وزیران او معاونان د افغانستان په عینیت ،واقعیت،ضرورت او روانه دیپلوماسی پوه کړی او یا د سیمی د ضرورتونو په هکله د هغوی د سیاسی ظرفیت کچه لوړه کړی . د ده پخوانی جګپوړی چارواکی اوس هم د جملو مبدا او خبر غلطوی ،تر اوسه هم یوه کلمه په درو جملو کی شپږ واره استعمالوی . دا کمی د دوی نده بلکه حکومت ته متوجه ده چی ددوی د تحصیلی او سیاسی کچی د لوړولو لپاره یی هیڅ کار ونکړ. دا هم حقیقت دی چی ولی ضیا مسعود ته د سولی په بهیر کی ونډه نه ورکوی په داسی حال کی چی له یوه طرفه د تاجک میلیت نماینده دی له بله اړخه مخکنی د جمهور ریس معاون او سیاستمدار دی او تر ټولو مهمه لا داچی د محترم امر صاحب عمومی ورور دی. په هر صورت دی مستحق دی چی د هیواد په راتلونکی کی ونډه ولری .
رشید دوستم په غونډه کی نه ښکاریدی خو ویندوی یی ؤ . جناب ستر جنرال دوستم که غوښتنه او ګوت نیونه هم لا اقل په دی غونډه کی نه درلوده خو په دی ټوله پوهیږی چی هغه تر ټولو مستحق دی چی هم د سولی په بهیر کی شریک وی هم یی اینده غمه وخوړل سی . که دده جناب و تیرو ته کتنه وکړو دی دهیواد او ولس لپاره تر دیرش کاله زیات جنګیدلۍ دۍ، د کارمل په وخت کی د کمونستانو ترڅنګ د مجاهدینو خلاف جنګیدلی دی، د روسانو سره یی د زړه له کومی همکاری کړیده تر هغه چی په یوه سنګر کی ورسره ناست او دهغوی دښمنانو سره جنګیدلۍ دی، و ډاکتر نجیب الله ته وفادار او د هیواد لپاره د پخوا په شان جنګیدلی دی. کله چی مجاهدین راغلل ده اوږه پر اوږه په ټوله کورنیو جګړو کی ورسره یوځای جنګیدلۍ دۍ تر هغه چی مجددی صاحب د ستر مجاهد لقب ورکړ، کله چی امریکایان راغلل ترټولو ده پوره مرسته ورسره وکړه طالبان یی په کندوز او مزار کی د پښو وغورځول او اوس هم د هغو پرخلاف ولاړ دی نو ایا د رهبری مستحق ندی؟
دوه پک هغه هم سره ورک ، سیمه او هیواد هر آن د تهدید په درشل کی لاس او پښی وهی پر ځای ددی چی د دژیم ټوله ستنی سره متحد د وقایعو او حواثو په وړاندی د ځان او هیواد د ساتنی فکر وکړی وړاندی تر وخت د اختلافاتو قربانی سوه هغه چی پخوانی مرض دی.