ع. شريف زاد
د سيا ست دې بېخ لا پسې ووځې. دې خو زمونږ ولس فيصله کړ. په هر شي کې اوس دخيل ده او د ورځې سندره ورنه جوړه شوې ده. طبيعي خبره ده چې رښتينى عمل ، تجربه، پوهه او د ولس او ملت سره مينه د پاخه سيا ست په شا کې پاخه کارونه دي او د پخو کارونو ميکانيزم جوړ وي ا و د هر ډول ستونزو مخه نيسي چې د جاپان هيواد يي اوس يو ستر مثال دى داسې نور اوچت کارونه نور هم شته چې ديوه هيواد د پرمختګ لپاره
ډير زيات د اهميت وړ دي پوچ سياست په يوه ولس کې ستره تباهي ده او هيڅ کومه ګټه نه لري چې د يوه هيواد عمراني کيدل منځ ته راوړي.ځکه هېواد رښتينۍ هلو ځلو ته اړه لري چې پياوړى شي .
په هر حال اوس سياست څخه نه يواځې په افغانستان کې بلکې په ټوله نړۍ کې کوړکه چرګه جوړ شوې هرڅوک يي با يد غږ واوري او هر څوک بايد ور باندې خبر شي دا غږ خو نن سبا د نړې په سطحه په هر ځاى کې ، کور، کلي ، ښار د انګريز او جرمن په کور کې ډير کمزورى بريښي او هاري خو لا پخوا د سينما د بد معاش په توګه خپلې لاپې په کې ووهلې .دغه دروغجن اواز ډير ولسونه له پښو وغورځول اوپر کږه لار يي په مخ کړي چې ملګري ملتونه هم ورسره بې ملګرو ملتو شوى دې خو سوله ، پوهه، اصلاح بيا د ټولو په خير ده او زه نه پوهيږم چې ولې مينځ ته نه راځي او يواځې پلمې دى او ديوه او بل له منځه وړل په کار �
�غه خلک مصروف دى؟ خيرد ې وي ...
ما د بي بي سۍ ده اوکه سسۍ ؟ رښتيا راپه ياد شو چې" د بي بي سي د باندي " برخه کې چې د ننه به لاڅه خبر وي؟ د کابل پوهنتون د يوه استاد پوهنيار محمد رحمت الله تنها يو مضمون ولوست ، چې ډير جالب او په زړه پورې وه .په پښتو کې وايي چې نه کار هلته دې څه کار! خو له بده مرغه مونږ چې کار نه يي هلته کار لرو چې مثالونه يي بې شميره دى يواځې د د غې خورکې د شاپنګ او ډاليو خبره نه ده استا ده . تاسې وګوري چې مونږ په يوه ډير لانجو وهلي جنګ او جګړو خوړلې هيواد کې څومره خورد ظا بط او غټ ظا بط لرو ، څومره واړه او غټ چر ګان ، څومره د خټو او بوسو لږ او ډير زمريان، او با لاخره څومر د لا �
�و او شا پو خاکباد. زنده باد ومرده باد ها ها وغيره ور سره خو لا پر ځاى پريږده داسې نورې ډيرې تما شې . استا د محترم ، زمونږ د مظلومې ټولنې پروفيسوره ستا خبره د سيا نس په هکله ډيره پر ځاى ده ، تاته دې لوى خداى(ج) همت در کړې چې په څومره ښايسته ژبه ، جملو او ترکيب کې دې د غه مطلب پر ځاى او عالمانه انتقاد کې خپلو هيوادوالو لپار وړاندې کړى. ته رښتيا وايي او ستا خبره ډيره پر ځاى ده خو له بده مرغه زمونږ کريدت تل د بل چا په لاس کې دى او تل مو په بل پسې منډې وهلې ددې لپاره چې يا ښه راته ښکاري او يا مود دغه سياست چې په کلو نو دلته نښتي که غلط هم وي په کلکه پيروي کوو
په ټولنه کې څه نه دي کړي تل مو د بل چا پيښې کړي سيانس خو لاپر ځاى پريږده چې ډير نور ناوړه کارونه مو د ولس په وړاندې کړي چې پټه خبره نه ده. مونږ به له دغو بيسوادو بريتورو، اغلو ماغلو، ننه ګانو او خدمو چې اوس د سيا ست په تله کې ناست دې څه جوړ کړو مهمه نه ده چې په کوم وزارت کې کار وبار لري . دوې به د يوه عالم او پوه سيانتست سر ه څه ووايي خو په ياد لره چې وږى تل وږى دي او هيڅکله به موړ نه شى که د نړۍ ټول دالر د همدې کسانو په لاس کې وغورځي.بيا هم وږي دى . عاقبت ګرګ زاده ګرګ شود ګرچه با ادم بزرګ شود!
په در ناوي