راپور، که ګزارش؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دادمحمد ناوک
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.
یادونه: دغه لیکنه مې د چلالکوټ ادبي خوځښت  داوونیزې ناستې د ادبي درس لپاره لیکلې وه.
راپور د فرانسوي له راپرت نه اخېستل شوې کلمه ده، چې د ګزارش، وصف، نقل او روايت پر ماناده.په نظامي برخه کې (راپرت) د جاسوس له پاره کارول کېږي. پرهمدې خاطر خو ځينې د راپور مانا ګزارش نه مني، ځکه چې د دوى

پر نظر ګزارش عمومي نوم دى او راپور خصوصي، که څوک خپل دفتر ته ځانګړي مالومات ورکوي، دغه خبراوى راپور بلل کېږي، مګر له دغو مالوماتو دعوامو خبرولو ته ګزارش وايي.
په پښتو کې تر ګزارش راپور ډېر عام دى او دواړه يي په يوه مانا کارېږي، دلته غواړو چې د ژورنالستيک او ادبي راپور ترمنځ په تړاو او توپير وغږيږو.زما پراند ژورناليستيک راپورونه د منځپانګې د څرنګوالي له مخې دوه ډوله دي:
وچ ژورناليستيک راپور: دغه راپور دهغې پېښې په اړه خبرول دي چې په ادب، ادبي پېښو او ادبي شخصيتونو پورې کومه اړيکه نه لري.
ګډ ژورناليستيک راپور: دې راپور ته ځکه ګډ ژورناليستيک راپور وايي چې منځپانګه يې ادبي خو د وړاندې کولو ډول يې ژورناليستيک دى.
په ټوله کې هر راپور د ليکلو دفورم له مخې د ژورناليزم تابع دى، مګر په ګډ ژورناليستيک راپور ياهم ادبي راپور کې که څه هم  فورم يې هماغه د ژورناليزم پراساساتو ولاړ وي، خو دکلموټاکنه او دجملو ډول يې تو پير لري.
پورته خبرې ديادو راپورونو د تړاو ټکي دي.  په دې دواړو راپورو کې موخه له هغه څه نه چې پېښ شوي دمخامخ لوري خبراوى دى، د دواړو راپورونو څرنګوالى د پېښې په څرنګوالي پورې تړلى دى، يوه وچ ژورناليستيک راپورټر ته د کوم ادبي کتاب خپراوى پېښه نه ښکاري، همدارنګه يوه ادبي راپورټر ته هم د کوم سياسي مشر مړينه پېښه نه ښکاري. له نومونو نه يې هم پوهېږو چې په ژوناليستيک (وچ ژورناليسيتيک )راپورکې يواځې د ټولنې دهغوستونزو اړوند خبرې کېږي، چې هغه فرهنګي يا ادبي نه وي. مګر په ادبي راپوره کې بيا فرهنګي او ادبي مالومات خپرېږي.
پر دې سربېره هغه ژورناليستيک راپورونه چې د کومې ادبې ناستې يا هم ادبي پېښې په اړه نه وي، مخامخ لورى يواځې پر دې خاطر اوري يالولي چې مالومات پيداکړي، خو له دغو اورېدلو به هومره خوند وانه خلي.مګر ادبي راپور پردې سربېره چې دمالوماتو د موندلو په پار اورېدل يالوستل کېږي، دخونديوکلک څرک هم له ځان سره لري، مګر کيداى شي خوند _ ذوق ته په کتو هرچاته بېله مانا ولري.
ژورناليستيک راپورونه رڼه او سپين وي، هڅه پکې کېږي چې جملې داسې نه وي چې مخامخ لورى د موضوع پرځاى په جملو کې ونښلې. بلکې اصلي مؤخه يې د موضوع نېغ او سم رسول وي. ځکه خو يو ژورناليستيک راپور د هرچا له پاره دى،امايو ادبي راپور د موضوع پر لېږدسربېره غواړي چې د مخامخ لوري هنري تنده هم خړوبه کړي. چې پر دې اساس يو ادبي راپور دوه لېږده پرغاړه لري: منځپانګه او هنر. او دا چې له هنرسره يواځې هنرمند ياهم د عالي ذوق څښتن اړيکي لري، ځکه خو ادبي راپورونه په عامه سطحه د هرچالپاره نه وي.اودغه ټکى د دې دوو راپورو ترمنځ دبېلتون پلنه کرښه ده.