نقيب احمدعزيزي
د کره کتنې له پاره د ځوان شاعر رحمت الله حکيمي يو سپين شعر وړاندې شو چې ګډونوال پرې وغږېدل، ساجد بهار ويل د ده د نظم پيغام ښکلى دى خو په جوړښت کې يې ځينې ستونزې شته نوموړي د دوو مسرو تر منځ د اهنګ ماتېدلو ته ګوته نيوه.
ناوک وويل ، په سپين شعر کې بحرونو ته کتل په کار دي ، د دې تر څنګ چې د شعر موضوع يې ښکلې ده، خو داسې ښکاري لکه ټول چې يې په زور ليکلى وي او ځينې بندونه يې بې ضرورته هم پکې راوړي.
خوشال دُراني وويل سپين شعر د نظمونو له ډلې دى، خو له مقفى نظمونو بېل شى دى. خليل الرحمن هم حکيمي ته د دې لړۍ ته ددوام ورکولو سپارښتنه کوله.
عزيزي ويل چې په دې نظم کې ځينې کلمې تکرار راغلې وې، يوه بيا داسې جمله ده چې د شعر رنګيني ور باندې سپېره شوې. عزيزي د تکړه نقاد فيصل فاران په حواله زياتوله چې په نظم کې هره کليمه بايد د دېوال د خښتو حيثيت ولري، چې د هغې په حذف کولو نيمګړتيا پېښېږي.
را روانې اونۍ ته، ادبي درس بهار ته وسپارل شو،کره کتنې ته دُراني د خپل نثري طنز د راوړلو ژمنه وکړه.