دحج يونليک
څلوردېرشمه برخه
قاضي محمدحسن حقيار
ميقات:
کوم خلک چې دميقات له ساحې څخه بهر ژوند کوي هغوى ته افاقي ويل کېږي داکه دسعودي او سېدونکي وي اوکه دنورې نړۍ، دوى چې کله حج ياعمرې ته راځي نو دوى ته دمکې معظمې په څلوروخواوو کې سيمې په نښه شوې دي چې له دې سيموبايد له احرام پرته دمکې معظمې خواته لاړ نشي،اوکه له دې ټاکل شويو سيموڅخه له احرام پرته دمکې معظمې پرلور وړاندې لاړنو دده داکار جرم بلل کېږي.اوپه ناغې کې يې بايدقرباني (وينه تويه
)وکړي.
دې ټاکل شويوسيموته په فقهي اصطلاح ميقات ويل کېږي.
ځينې ميقاتونه ياهغه سيمې چې حاجي ياعمره کوونکى حق نلري له احرام پرته ترې تېر شي مکې معظمې ته نږدې اوځينې يې لرې وي.
رسول الله ص داپنځه ميقاتونه په خپله ټاکلي دي .
ذوالحليفه:ددې ميقات دوهم نوم ابيارعلي دى،په مسجدشجره اومسجد ميقات هم يادېږي،داميقات دمدينې منورې په اوسني جغرافيوي تشکيل کې دى چې له نبوي حرم څخه لس کيلو متره جنوب دمکې معظمې پر لار له مکې معظمې څخه ٤١٠کيلومتره لېرې دى دادمدينې داوسېدونکيو ياله دې خوامکي حرم ته دتلونکيوميقات دى چې همدلته بايد احرام وتړي.
اوس دلته په نهه زره متره مربع ساحه کې يو لوى اوښکلى مسجد جوړشوى چې پنځه زره تنه پکې ځايېږي، دامسجد٦٤متره لوړه مناره او٢٨متره لوړ ګنبده لري .
له مکې څخه مدينې ته اويا له مدينې څخه مکې او جدې ته تلونکي حاجيان ددې مسجدترڅنګ تېرېږي.
قرن منازل:داله يوه لوړ غره څخه د بېل شوي غره لمن ده،قرن منازل دنجد،خليجي سيمو،رياض اوطايف له لوري د راتلونکيوحاجيانو ميقات دى چې له مکې معظمې څخه ٨٠کيلومتره واټن لري،له دې سيموڅخه مکې ته دوه لارې دي چې بيا په يوه نقطه (زيروميقات پواينټ)کې سره يوځاى کېږي پر دواړولارو لوى لوى مسجدونه جوړ شوي دي،چې يوه ته سيل کبير اوبل ته وادي محرم وايي،سيل کبير مسجد له حرم څخه اتيا کيلومتره لېرې شمال ختيځ ته دى چې له طائف څخه هم څلوېښت کيلومتره واټن لري دامسجد په ١٤٠٢هـ سپوږميز کال په ٢٦٠٠متره مربع ساحه کې جوړ اودرې زره لمونځ کوونکي پکې ځاېېږي .
وادى محرم مسجدته دمکې اوطائف پر سړک لار ده چې له حرم څخه ٧٦کيلومتره لېرې دى. ددې دواړوترمنځ ٣٣کيلومتره واټن دى دامسجد ١٣٥٧متره مربع ساحه کې جوړ شوى ،ددې مسجد په سويل لوېديځه برخه کې دېرش متره لوړه مناره جوړه شوې ده په دې اودميقات اوداحرام تړلو په ټولو مساجدو کې دغسل، اوداسه اودحاجت پوره کولوټولې اړتياوې پوره کېږي .
کله چې رسول الله ص په ٦١٩ميلادي دنبوت په لسم کال دطائف له خلکونهيلى اوخفه راروان شو نو حضرت جبريل ورته په همدې قرن منازل کې دالله ج پيغام راووړ.
ذات عرق: دادعراقيانو اوله دې خوا دتلونکيوحاجيانوميقات دى پدې خاطر چې دلته دعرق اسود په نوم يولوړ غر دى دا ميقات يې په دې نوم ونوماوه.
حضرت عايشه رضي الله تعالى عنها روايت کوي چې رسول الله ص دعراقيانولپاره ذات عرق ميقات وټاکه. ذات عرق دمسجدحرام شمال ختيځ ته په نوي کيلومترۍ کې پروت دى، داساحه دقرن منازل له سيل کبير مسجد څخه پنځه دېرش کيلومتره لېرې ده،دلته پخوا يونړېدلى مسجد و اواوس ملک فهد په ١٤١٤هـ س کال دلته ديو نوي مسجد دجوړولو حکم وکړ .
يلملم:داله مکې معظمې څخه سل کيلومتره لېرې ديمن اوجنوب له لوري دراتلونکيوحاجيانوميقات دى،داځاى نن سباپه سعديه يادېږي ،دلته پخوانى مسجدهم وو،کله چې دمکې اوجازان ترمنځ نوى سړک جوړ شو،نودلته دحاجيانوتلل او رسېدل سخت شول،له همدې امله ددې ميقات په برابرۍ لوېديځ خواته،دلويې لارې پرسر،په ٦٢٥متره مربع مساحت کې يومسجدجوړ شو،چې شاوخوايونيم زرتنه پکې ځايېږي دانوى مسجدله مسجدالحرام څخه يودېرش کيلومتره لېرې ،دپخواني مسجدجنوب لوېديځ ته په يوويشت کيلومترۍ کې دى.
يلملم دچين ، هندوستان ، پاکستان، افغانستان جاپان او له دې خوا دورتلونکيو حاجيانو ميقات ځاى دى
جحفه:دادمصر،شام اوله دې لوري دراتلونکيوميقات دى چې دمسجدالحرام شمال لوېديځ ته په ١٨٧کيلومترۍ کې واقع دى دجحفې جنوب لوېديځ ته په اوه لس مترۍ کې رابغ ښاراوختيځ ته يې په پنځلس کيلومترۍ کې سره بحيره پرته ده. داسيمه دمدينې اومکې پرعمومي سړک ياپر هجرت روډ پرته ده ،له مکې دمدينې په لور ٢١١کيلومتره وړاندې ددې ميقات برابري راځي،پر همدې برابرۍ له دې سړک څخه داميقات پريوه لويه لوحه دلوى غشي په واسطه ښودل شوى دى،دلته هم په ٩٠٠متره مربع مسآحت کې يولوى مسجدجوړشوى دى،کله چې رسول الله ص دمکې دفتحې په نيت له مدينې څخه مکې ته روان وو،نودرسول الله ص تره حضرت عباس ابن عبدالمطلب دهجرت په نيت له مکې څخه مدينې ته روان وو،نو تره اووراره همدلته سره وکتل.
حٍل:دميقاتونواومکې معظمې دحدودوپه منځ کې چې کومه ساحه ده،دې ساحې ته حل ويل کېږي. ددې ځايونواوسېدونکي داهل حل (دحل داوسېدونکيوپه نوم يادېږي)داخلک به دحج اوعمرې احرام له خپلوکورونوڅخه کوي.