دادمحمدناوک
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.
د ملت په وينو، دمور په زګيرويو او د څور چرګو په هګيو يو نسل ځان ترلسانسه ورساوه، په داسې يوه ټولنه کې چې اوس يې هم غړي وچې مړۍ ته پيريان نيسي دغه نسل نيم نيم ښوره ځان تر دغې اندازې ورساوه، چې سترګې ور اوښتې او حساب پرې کېده. ټولنه دغه نسل ته پر دې تمه وه چې دغه خلک مې خپل دي، اوس به دردونه وزغمو خود دې نسل پر کامبېدو به مزي کوو.
اوس هغه نسل لکه فارمي چورګوړي ټول په يوه فکر لوى شول او پخپله هم ځان دومره ګڼي چې بايد حساب پرې وشي. که نورهيڅ نه وي، په دې هيواد کې چې دانسان وينه د چرګ دوينې په ارزښت دى، د څو خولو د ويړولو او څوسترګو د ژړولو لپاره کرښې ليکلاى شي. اوس دغه نسل لوى دى او س يې ډېرى سياسي کارپوهان دي!!!
دوى اوس دغه ټولنه بله بولي، په خپلو منځو کې کله_کله سره وخاندې:
_ټولنه بايد بدله شي!!
د دوى د دغه بدولون معيار بيا داسې نه دى ټاکل شوى چې ټولنې ته به سوکالي او خوښي ورپه برخه کړي، دوى هر معيار پر يوه بل معيار برابروي چې هغه معيار د دوى له نظره د هر فکر د تللو کاڼى دى. خو دغه څه مو دې ځپلې ټولنې ته ځکه يوه خوله خندا نشي ورکولاى، چې د دې نسل د ډېرې برخې ماغزه مينځل شوي دي، له ټولو هغو معيارو چې موږ حساب پرې کوو پاک شوي دي او د بل په لاس د بل معيار زموږ ټولنې ته همدوى ټاکي.
دوى هر څه ته له پرديو سترګيو ګوري، هره خبره په پردۍ ژبه کوي او د بل چاپه غوږ يي اوري، د دوى پر افغاني ډانچو نورې ککرۍ لګېدلې دي، ځکه خو که دوى ته دا وايي چې يا دې دغه خبره يا دغه ليد زموږ نه دى، خندا ورشي:
_ دې وروسته پاتې ته ګوره!دامې ټولې خپلې خبرې دي او هرڅه په خپلو سترګو وينم. دوى ځکه ټول پردي څه (خپل) بولي، چې هغه څه چې دوى پرې د خوديت او ځانته د منسوبولو واک لرلاى او حس کولاى شي، هغه فکر دى؛ مګر د دوى فکر د بل دى او دوى خپل فکر لري نه، چې د بل فکر په شتون پوه شي.
د غسې ماشيني نسل ته ټولنې وازې سترګې نيولې، غواړي له دې دوولسه کاله اوره يې نوره را وباسي، غواړي دوى ټولنه او ټولنه دوى په غېږ کې ونيسي، زموږ ټولنه لکه بې وسه کونډه،بوره او وراره د هر نسل د فکر په دروازه کې يې لمن غوړولې وي، خو د همدې ټولنې په غېږه کې څوپردي د دې زامن له دې پردي کړي او هغوى بيا په پردۍ خوله پخپلې مور پسې خاندې!!!